په کابل کې واکمنه اداره او د نجونو او محصلينو زده کړې

سيد حسين پاچا

274

په کابل کې د پنجاب لاسپوڅی واکمنه اداره د نجونو او محصلينو د زده کړو د بندولو او مخنيوي هېڅ حق نه لري

امريکا او نوره نړۍ که موږ په رسميت پېژني او يا نه، خو له پنجابه راوارد شوې واکمنه اداره د مېرمنو د کار بنديز او د نجونو د زده کړو د مشروع حق د مخنيوي حق نه لري

طالبي چارواکي مفتي مفتي حميد الله صميم، شيخ محمد خالد حنفي، شيخ ندا محمد نديم، ، فريد الدين محمود او داسې نور وروسته پاتې او منجمد ذهنيته طبقه د خپل نظام/واکمنې ادارې پښې پخپله وهي او تېشه يې ورپسې راخېستې ده. واکمنې ادارې خلک تېری سخت تنګ او دوه پوزو ته راوستي دي. واکمنه اداره د نجونو/محصلينو د زده کړې او همدارنګه د نورو علومو او مسلکونو څښتنانو او مېرمنو ته د کار او په حکومت کې د ګډون او حق ورکولو کې رښتيني نه دي.

Women attended the mosques and acted independently. Denying Muslim women, the right to education and religious authority, Shaykh Mohammad Akram Nadwi argued, is similar to the pre-Islamic custom of burying girls alive. According to him: “I tell people, “God has given girls qualities and potential like boys.”

شيخ محمد اکرم ندوي :

ښځو په جوماتونو کې ګډون کولو او په خپلواکه توګه يې عمل کولو او استدلال يې وکړ چې مسلمانې نجونې او ښځې (مېرمنې) له زده کړې ((تعليم)) او د هغوی له زده کړې ((تعليم)) له حق څخه انکار له اسلام نه د مخه د جهالت د پير (دور/وخت) د نجونو د ژوندي ښخولو له دود سره ورته دي. د هغه په وينا: ((زه خلکو ته وايم، “خدای تعالی نجونو ته د هلکانو په څېر ځانګړتياوې او وړتياوې ورکړي دي.))

***      ***      ***

نوټ :

له بهره د راوارد شويو ملايانو/شيخانو او مفتيانو په نوم انعطاف ناپذيره او د ټولنې، سيمې او نړۍ له واقعيتونو ناخبره وروسته پاتې لنډ اندي او منجمد ذهنيته طبقه د ټولنې له نبض سره جوړ نه راځي او ان تر دې چې په بحث کې يې درانه مېلمانه هم تورن کړل، نو جوته ده چې دوی د ټولنې د منزويتوب باعث او ټولنه يې په سيمه ييزه او نړيواله کچه منزوي کړې ده چې نه خپله پوهيږي او نه د نورو ته غوږ نيسي او نګه يې خپله د ملايي يېنډه نيولې ده.

https://www.youtube.com/watch?v=x6m-EJrPOIg

Shaykh Dr. Muhammad Akram Nadwi / Women prayer in the Mosque

https://www.youtube.com/watch?v=kyRQI67yaJ4

Learning Arrangements for Women | Shaykh Akram Nadwi

https://www.youtube.com/watch?v=TM-bMSvKgXo&t=2593s

The truth about women in Islam / Shaykh Akram Nadwi

https://www.youtube.com/watch?v=r10o6KsouZk&t=902s

Shaykh Akram Nadwi on Women and the Home

https://www.youtube.com/watch?v=TjFCF2QsMQ8&t=343s

Ask Shaykh YQ Special with Dr. Akrman Nadwi

تحوّل :

د بحث ګډونوال :

سيد بلال فاطمي

          اسماعيل غرنی

          مفتي حميد الله صميم

ښاغلی مفتي صميم صاحب،

تاسې خو يو څه نرم او د نورو پورې منځلاري وئ، خو زه چې ستاسې مرکې او بحثونه د نورو دوستانو سره اورم او ګورم، نو هماغه يوه خبره او ببولاله ده چې له الف نه تر ياء يا په نورو ټکو له وړکي نه تر مشره پورې هماغه يوه ((نه)) ده او بس. په طالب يا اوسنيو او مخکېنيو واکمنانو منځلاري خلک ډېر کم دي او ان د ګوتو په شمار دي چې هغوی ټول کورناستي او ګوښه دي.

ارواښاد ګل پاچا الفت

ډېر تفاوت دی په انسان کې د معنی په خاطر
واړه لګيا دي څوک خپل ځان او څوک جهان جوړوي

***      ***      ***

الفت

ځان د چا غلام کړه که پر نورو باداري کوې

سر ټيټول زده کړه که کارونه سرکاري کوې

هلته زورور ته په ګونډو او لاس په نامه اوسه

دلته که فرعون غوندې پر موږ کلانکاري کوې

***      ***      ***

ګل پاچا الفت

اعتراف

نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي

نه مې چا ته ورک شه يا ګُم شو کله ويلي دي

نوره ګناه نه لرم په دې ګناه مې مه نيسئ

زړه کې مې چې پټ ظالم بد غوندې کتلي دي

وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه

نه يمه منکر په مظلومانو مې ژړلي دي

نهومه خبر پرده (غلاف) مې لږ غوندې چې جګه کړه

نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي

زه يې په ليدلو او ويلو ګناه ګار شومه

نور يې په په کولو او عمل باندې ښاغلي دي

نه يمه خاين په خيانت د خلکو پوه يمه

پوه که ګناه خلک ټول اوس پوهېدلي دي

دا چې ډېر کاږه درته ولاړ دي ټيټ سرونه هم

ستا مخکې چې سم نه شول سم کله چلېدلي دي

هېڅ اميد ترې مه کړه که څوک ځان د تا غلام بولي

ما غلامانه ذهنيتونه [ډېر ښه] پېژندلي دي

لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل

ډېر په دغه شُغل رياست ته رسېدلي دي

***      ***      ***

Mixed classes for men and women

by Mohammad Akram Nadwi

ښاغلی مفتي صميم صاحب،

ستا او ستا د نورو سرتنبه ملګرو د لا پوهاوي د کرنيل له کتابه د هغه دغه څرګندونې تاسې ته راوړم چې تاسې يې په سړه سينه او سوړ دماغ ولولئ. ستاسې ځانګړتياوې (مشخصات) او ليدلوری او هم د پاکستان د ګټو موخې کرنيل امام پخپله پخپل کتاب کې ليکلي دي، خو دا چې تاسې خپله کورمغزي ياست او يا قصدًا پرې ځان نه پوهوئ او يا همداسې ناپوه او وړانده او له حقيقته لېرې ساتل شوي او روزل شوي ياست چې دا تر ډېره ستاسې پړه ده، خو ولس پرې اوس پوه دی او نن دی که سبا دی دغه د مذهبي پوښښ ټغر به دې د تېرو حکومتونو او نظامونو په څېر له مينځه ځي.

دا دنيا يوازې په نګه ملايانو، طالبانو او مفتيانو هم اباده نه ده. د رب العالمين لويه او ستره دنيا او پاچاهي ده چې تاسې به هم د تېر په څېر د تاريخ يوه برخه شئ او برخه کېدونکي ياست.

امير سلطان تارړ [کرنيل امام]

د طالبانو اسلامي امارت

افغان جهاد او ۳۵ مثالي ځوانان

۴۷  – ۴۹ مخونه

اخوا د ايران اسلامي جمهوريت له لورې هم افغان مجاهدينو سره د مرستو لړۍ پراخه شوې وه. انګليس، فرانسې او جرمني هم روابط مضبوط کړي وو.

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونيکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې :

((د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هر څوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.))

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

مشرانو غوښتل چې زه د پنځوسو (۵۰) په شاوخوا کې نوي کمانډران ټرينينګ کړم (وروزم). د دغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې :

[د کرنيل امام ځانګړي مشخصات]

  • لومړی دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري.
  • دويم ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيستمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو يعنې ډلوټپلو له لارې تر لاسه کړي وي.
  • درېم زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

د/له يوعالم سوچونوسره له دې جلسې راووتلم اود يو نوي کار له پاره مې له تلوسې ډکې شېبې شمارلې.

په دې برخه کې د افغان مجاهدينو مرستې ته اړتيا وه، نو مناسبه مې وګڼله چې د مولوي محمد نبي محمدي سره په اړيکه کې شم.  [دا ځکه چې سخت ساده انسان وو.]

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغان مجاهدينو لنډرانو [مشرانو] په مينځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دوعا ګانې کولې.

عصمت قانع

د مولوي محمد نبي لنډۍ

پېزوان مې خړو اوبو در وړ

د غم شريکه ياره راته نيسه ګودرونه

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ نو، نه يې نه کوله.

د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د/له مولوي صيب محمدي نه د همداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې (؟؟؟) ورکړم.

د ۱۹۸۵ عيسوي کال د مئ مياشتې پر اوومه (۷) نېټه مې د روزنې لومړۍ دوره پيل کړه.

مهارتونه ور زدکړه کړل، افغانان په چريکي جګړو کې ډېر تکړه دي. ما د افغانانو تاريخونه ولوستل او پيدا مې کړه چې په دغه مهارت که افغان ځوانان وروزو، نو زمونږ له پاره يوه اوږده جګړه پرمخ وړلای شي.

تاسې يقين وکړئ دغه ځوانان چې اکثره يې په مدرسو کې په زدکړو بوخت ول په غرونو او رغونو کې داسې روزنې ترلاسه کولې چې د ستړتيا نوم يې نه اخېست او نه هم په شا کېدل همدا وه چې زما دلچسپي هم ورسره زياته وه او د هغوی پر مختګ ته به من من غټېدلم.

د لا پوهاوي لپاره يې پاتې برخه خپله ولولئ.

زما ګرانه مفتي صاحب ګله،

خپله خو وړوند يې، خو پر نورو خلکو د وړندو ګومان مه کوه.

يوازې له خپل ځان نه د علم دين پوه ((اګاه)) مه جوړوه. دا علم دين د ټولو مشترک ((ګډ)) ميراث دی او ټول ترې د خپلې وسې او توان په کچه پوهاوی ترلاسه کړي چې هغه د رب العالمين پيرزوېينه ده چې پر چا ډېره او پر چا لږه وشي.

طالبي چارواکي نن زياتره د تقوی او ديانت خبره کوي، خو د نظام په دننه او کړنو کې بيا د تقرر په وخت کې له خلکو پوښتي او ورته وايي چې :

  • د امارت لپاره مو قرباني ورکړې ده يا نه ؟
  • له کورنۍ څوک شهيد لرئ او يا نه؟

نور هغه منصفانه قضاوت يې تاسې ته سپارم او دا رسنيو او خلکو ته په سترګو کې خاورې ورشيندل دي چې داسې مه کوئ.

ښاغلی مفتي صاحب ګله،

هسې له تاسې که مشخصًا وپوښتم ته او ستا ډله ټپله تر ننني اميرالمؤمنينه پورې به دې ډېر تقوی دار وي که حضرت يوسف عليه السلام؟

هغه خو د مصر د وچکالۍ په پېښه کې د هغه وخت واکمن عزيز د مصر [زليخا څښتن] او د هغه د مېرمنې په تور کې زندان ته تللی وو او څه د پاسه دولس کاله يې زندان وګاللو، خو د مصر واکمن ته يې د يو ښه اوږد ماستر پلان ښوونه وکړه او هغه ورته د ټولواک وروسپارلو وړانديز وکړ، بلکې واک يې وروسپارلو، هو هغه د هغه وچکالۍ د لا ښه پلان او د چارو د لا ښه راتلونکي مديريت لپاره د ((حفيظ)) او ((عليم)) ټکي وکارول، نو هغه خو ورته ونه ويل او نه يې ورته ځان وروښوولو چې زه يوسف د يعقوب زوی، د اسحاق لمسی او د ابراهيم عليه السلام کړوسی يم، بلکې خپله پوهه او کمال او د هغې د لا ښه مديريت چارې پر غاړه واخېستې او له ټول حکومت او واکه يې يوزې او يوازې د ماليه وزارت يا مالي چارې پر غاړه واخېستې، نو ستا دغه له پنجابه راوړل شوې واکمني او واکمنان لکه چې مافوق الأنبياء ځانونه ګڼئ که څنګه؟

که يې بولئ، نو په دې هنر او دې سرتنبه ګۍ خو ګومان نه کوم چې شل يې کړئ.

زه يې نور هغه علمي او ديني اړخ ته ژور نه ځم چې ….

د خدای روي ته وګورئ چې ولس په لوی لاس هغه تېرو واکمنانو ته مجبوروئ او يا خپله دېته په لوی لاس زمينه مه جوړوئ چې نړيواله ټولنه درباندې بيا له سره غور وکړي او يو بله لاره رامخته نه کړي چې په هغه صورت کې به تاسې له ستونزو سره مخ ياست او په دې شکل او بڼه مو څوک حکومت نه مني او نه د منلو وړ او زغم وړ نه دی.

مشوره :

ښاغلی مفتي صاحب ګله،

ته په خدای باور وکړه چې خلک درسره تنګ دي او دوه پوزو ته راغلي دي، نو ته خپله پوه شه چې هغه پخوانۍ خونده مو پاتې نه ده او په دې ځينو نامعقولو کړنو مو دغه ځينې نيمکله ښېګڼې او لاسته راوړنې په اوبو مه لاهو کوئ. نوره ستاسې خوښه چې منئ يې او يا نه؟ خو دغه لاره او رويه چې تاسې نيولې او مخته کړې ده دا دوام نه مومي او تل د واک خوبونه مه وينئ.

ښه به دا وي چې لږ واقعيتونه درک کړئ او پر چا ناسم او بېځايه تورونه مه لګوئ، بلکې ښه به دا وي چې معقوليت ته راوګرځئ او داسې يوه لاره مخته لاړ شئ چې سبا ته مو په هېواد کې د بيا پښې اېښوولو ځای پاتې شي او ټولنه مو وزغمي.

موږ يو متل لرو :

نه به ناصر خان وي ، نه به تل د سرو اوښا وي.

له تاسې مخکې حکمتيار صاحب او زموږ دا نور ټول مشران هر يو د ضياءالحق او د پنجاب د نظامي واکمنانو او د پنجابي بنسټ پر اوږو سپاره ول او دلته د هماغه بېګانه بنسټ پر مټ په زور راغلي وو، نو دوام يې ونه کړ چې هغوی لا له تاسې له پوهې او ذکاوت له امله ښه او د يو سياسي شعور څښتنان ول او تاسې هغه سياسي شعور هم نه لرئ.

په درنښت

سيد حسين پاچا

قطر کې په يو نړيوال کنفرانس کې د افغان مېرمنو او نجونو پر زده کړو د بنديز په اړه خبرې کيږي

https://www.pashtovoa.com/a/qatar-will-host-an-international-conference-on-afghan-women-education/7390963.html

د طالبانو د خوړو او درملو اداره: سلګونه خالي بستونو ته متخصصين نه شو موندلی

https://www.bbc.com/pashto/articles/c4n0np8yny0o

تحول : تحريم دو مقام امارت اسلامي ازسوی امريکا

https://www.youtube.com/watch?v=nMIjJdwA8bk

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.