د میر اکبر خیبر د قتل په ارتباط د سیاسنګ کتاب

قاسم باز

264

  ۲۰۲۳/۸/۱۲

د میر اکبر خیبر د قتل په ارتباط د سیاسنګ په کتاب چی ښاعلی رحمت اریا په پښتو ژباړلی یوه کوچنی کره کتنه.

دا چی میر اکبر خیبر څوک و، څه یی وکړل، چا وواژه زه یی په هغی کار نلرم، فقط  دومره غواړم واضح کړم هغه دا چه. !
یو تعداد خود غرضه هیوادونه او د هغوی استخباراتی پټی کړی د یوه بهرنی هیواد په سیاسی ناکراریو کی څومره لاس لری. دا خود غرضه هیوادونه او د دوی استخباراتی کړی څنګه یو بیچاره هیواد د بدبختیو خوا ته سوق کوی. دا چی د افغانستان د نوی جمهوری نظام په مورد کی روسانو څه نظر درلود، کا جی بی او جی ار یو،  څه لوبی کولی هاغه به وخت ثابته کړی. زما موخه پدی لیکنه کی داده چی وګورو خارجی هیوادونه او د دوی استخبارتی کړی په څه ډول خپل هیوادونه ته نادرست او غلط راپورنه او معلومات ورکوی.
که ګران لوستونکی په پوره غور او حوصلی دا لاندی راپورنو ته توجو وکړی په زغرده ور معلومیږی چی امریکا او شوروی اتحاد ، د استخباراتی حلقو سیاسی کارمندان زمونږ د هیواد په ناارامه کولو کی څومره منفی نقش بازی کړی او کوی یی.
زما وړاندیز خپلو وطنوالو ته دادی چی کله یو کتاب او یا کوم ریسرج لولي،  لومړی د هر څه د مخه دا لاندی ټکی په نظر کی و نیسي، هاغه دا چی .
لومړی. – هاغه څوک چی په یوه سیاسی موضوع کی ریسرج پلټنه او یا تحقیق کوی اول د هاغه شخص په مورد کی لوستونکی باید پوره معلومات ولری، پدی معنی چی لیکوال یا محقق څوک دی ، دا محقق څومره ناپیلی دی. محقق څه موخی لری.
دوهم . –  د هر خارجی هیواد لیکوال ، چی د بل هیواد په ملی او سیاسی موضوعاتو لیکنه یا بحث کوی باید پر لیکنو او ریسرج یی زیات استناد ونشی ، پدی خاطر (!).
۱- کیدای شی د خارجی هیواد لیکوال د خپل هیواد د استخباراتو سره اړیکه ولری.
۲ – د احتمال نه لری نده چی دا خارجی محقق د یوه چا له خوا استحدام شوی وی، او داسی نور سوالونه.
اصلی خبره دا ده ، د کوم خارجی هیواد لیکوال او محقق چی دبل هیواد د حالاتو په باره  کی څه لیکی هاغه خپل ټول لومړني معلومات یا د پخوانیو کتابونو او یا هم د هاغه هیواد چی دی پکښی تحقیق کوی  د  دوهم یا دریم لاس  څخه تر لاسه کوی ، دا چی دوهم یا دریم لاس ناپیلی دی او که نه ډیره مهمه خبره ده ، که داسی نه وی نو بیا د هر خود غرضه، معلومات تحقیق او ریسرج بی خونده کیږی.  په تحقیق کی لازمه ده چی محقق  لومړی تر هر څه د مخه ، معلومات ورکوونکی لوستونکو ته وروپیژنی ، یعنی اصلی  منبع څوک او څومره بی طرفه ده ، د  طرف او بی طرفی تصدیق یی لومړی باید  محقق وکړی  . هر کله چی په ریسرج یا تحقیق کی محقق دی موضوع ته پاملرنه وکړی  بیا لوستونکی په ډیر اسانتیا قضاوت کولای شی . برعکس، که چیری په یو تحقیق کی محقق دا چیزونه په نظر کی و نه ساتی معلومه خبره ده چی هاغه تحقیق او یا هاغه ریسرج خپل ارزش د لاسه ورکوی.
دا چی هیریسن څوک و، ولی افغانستان ته راغلی و ، په افغانستان کی د چا سره په تماس کی و ، خپل معلومات یی د کوم ځایه د چا په مرسته راجمع کړی،  دا ټول سوالونه دی چی باید اول ځواب شی.
تر هاغه ځایه چی ماته معلومه ده هیرسن یو ازاد لیکوال نه و، هاغه چی هر څه د افغانستان په مورد کی لیکلی دی د خپل سفارت د کارمندانو او نورو دیپلوماتیکو حلقو نه تر لاسه کړی دی.
همدارنګه لودویک ادمک تر هاغه اندازی چی زه خبر یم کله چی دی افغانستان ته راغی، ده په افغانستان کی د یوی افغانی مشهوری مذهبی کورنی چی د وخت د سلطنتی کورنی سره یی نژدی اړیکی درلوی واده وکړ، دا چی څومره د ده د خسرخیلو  کورنی دده په تحقیق او ریسرج کی سهم اخستی شاید بعضی خلکو ته  معلومه وی. پس یو جانبه او یو طرفانه تحقیق پر ځای ددی چی خلک تری سالمه ګټه پورته کړی د ابهام باعث ګرځی حتی کیدای شی چی دارنګه ریسرجونه د هیواد او وګړو په زیان تمام شی.
توجو وکړی د امریکا د سفارت راپورنه چی د امریکا سفیر د خپل هیواد خارجه وزارت او سیاه اداری ته لیکلی او یا مخابره کړی دی.

 محرم سند : 7045D/03019 19 اپریل ۱۹۷۸ +  راپور1 سفیر] تیودور ایلیوت [: متحده ایالات امریکا
د میراکبر خیبر د قتل په مورد کی. د امریکا د سفیر زیګ زاګ راپور .!
۱ –  مارش ظاهرا د [ حاکمیت ] له مقاماتو څخه اجازه درلوده ځکه چې له محافظ قوت پرته بل هـېـڅ پولیس نـۀ لـیـدل کـېـدۀ.
[ دلته د مخافظ قوت څخه مطلب څه شی دی ؟ قاسم باز ]
۲ – خـیـبـر د اپریل د میاشتې په اووۀ لسمې د شپې په نهو :۰۰ ۰۹ بجو ووژل سو. [ ایا دا واقعیت به وی ؟ قاسم باز ]
۳ – ښایي د جمهوریت رژیم، د دوه دلایلو پر بنسټ د راډیو له څپو څخه د استفادې اجازت ورکړی وي:
لومړی دا چې رژیم ځان د قـتـل د پــېـښـې له اصل څخه واټن ونیسي او دوهم د اوضاع د کړکیچنوالي مخه ډب کړي. درېـیـمه انگیرنه هم لرو: حکومت خلکو ته د خپل مټ زور ښکاره کړ. [ دلته یک تیر و چند فاخته خبره ده . قاسم باز ]
۴ – یو شمــېــر کتونکي/ ناظرین فکر کوي چې د خیـبر وژنه ښایي د ښي اړخو اخوان المسلین کار وي. دوی په تــېــرو شپـږو میاشتو کې درې څلور نور قـتـلونه هم تر سره کړي دي. ښایي د افغانستان دولت دې ته لــېــوال وي چې د همدې قـتـل دوسیه هم په همدې سازمان پورې منسوبه او سنجاق کړي.[ دلته قتل په اخوان مسلمین سازمان ور وه تپل شو. قاسم باز ]

۲ محرم سند : 7046D/03142 24 د امریکا د سفارت دوهم محرم راپور: اپریل ۱

۵ – ښایي د اپریل د نولسمې امریکایي ضد لاریونونه قسماً د داؤود د رژیم په استـشارې تر سره سوي وي. [ دلته لاریون یا انتقال د جنازی د داود په رژیم پوری محدود شو. قاسم باز ]
۶ – خــیــبر چې مخکښ تیوریسن او ښایي د خلق د گوند په مرکزي کمیټې کې تر ټولو اصیل/ معتقد ترین کمونیست وو د خپل گوند د ملگرو له پلوه له منځه تللی دی ځکه چې نوموړي د خلق او پرچم د فرکسیونونو د وحدت له انتقادونو څخه لاس نــۀ اخیست. [ د خیبر قتل دلته په حزب دیموکراتیک خلق ور وتړل شو. قاسم باز ]
۷ –  او یا د ځمکی د ویش ( ترکی ) پر سر د یوې کورنۍ شخړې له کبله وژل سوی دی. دغه تیوري چې خیـبـر د ځمکې د تـرکی دویش د کورنۍ د تاو تریخوالی په سر د یوۀ غړي له پلوه وژل شوی  ویل شوې. [ دلته د خیبر مرګ د فامیل په اعضاو پوری منحصر شو. قاسم باز ]
۸ – خـیـبر د داؤود د رژیم له لوري ځکه اعدام سو چې د خلق گوند ناتوانه کړي او له بل لوري په ښي لاسو مخالفینو باندې ددې بدگومانیو گراف لا لوړ کړي. [ دلته بیرته د خیبر قتل د داود په رژیم پوری اړه پیدا کړه. قاسم باز ]
۹ – موږ باور لرو چې له دغـۀ ستر لاریون مخکې د گوند او د حکومت د امنیتي مقاماتو تر منځ یو ډول توافق سوی وو ترڅو دا لاریون په قانون منده او منظم ډول سره تر سره سي. [ دلته بیا د جنازی انتقال او لاریون  داوود خان حکومت ته متوجه شو. قاسم باز ]
۱۰ – ( په افغانستان کی د ایران سفیر حسین داوودی ) زموږ یوۀ کارمند ته وویل: محمد داوود غوښتل چې مونږ او ستاسو ته یو پیام ولــېــږي. [ دلته بیا هم د خیبر قتل په جمهوری دولت پوری سنجاق شو. قاسم باز]
۱۱ – موږ نـۀ وایو چې دا لاریون د داؤود په دستور یا د هغـۀ په هڅونې تنظیم سوی وو، خو ښایي داؤود دا احساس کړی وي چې پرېــږده د امریکا متحده ایالات او د ایران سفارت د کیڼ غورځنگ منظم طبیعت په خپله ښـۀ درک کړي.

اوس به راشو د هریسن خود غرضه استخباراتی لیکنو ته.!
هریسن لیکی. Selig Seidenman Harrison
۱ – محـمد داؤود د سیاسي قدرت له نیولو یو کال وروسته په حکومت کې یو شمــېــربدلونونه رامنځته کړل: د ۱۹۷۴ز کال د جولای په میاشت کې ئـې په شوروي کې روزل سوي دوه سوه تنه افسران کورناستي کړل.
۲ – د داؤود په افکارو کې د بدلون څرگنده نښه دا وه چې نوموړي دوه وو موضوعاتو ته لاس واچاوە. د هلمند د اوبو د غیرعادلانه تړون منل او د افغانستان په خاوره کې د پـښـتـنو او د بلوڅو  بلواگرو نـۀ منل چې – د ذوالففار علي بوتو د رژیم پر وړاندې جنگ وکړي – دا دواړه ددې لامل سول چې د ملي پالو عناصرو قهر او خښم راوپاروي.
۳- ما ته اجمل خټک په کابل کې داسې وویل : د ذوالفقار علي بوتو په دستور د بلوڅو او پښتنو زندانیانو خوشې کــېــد لو ته په نغوتې داؤود له خپل نوي تصمیم څخه دفاع وکړه او موږ ته ئـې په خطاب کې وویل : » د ضیاء د واکمنۍ تر سیوري لاندې ستاسو حقوق خوندي دي. لاړ سئ تشویش مـۀ کوئ. « موږ داؤود ته وویل : » یا دا ده چې تاسو نادانه یاست او یافریب کار. موږ له دې ځایه نـۀ ځو.»

زه قاسم باز ، د امریکا د سفارت په زیګ زاګ راپورونو نه غږیږم ځکه چی هغه راپورونه از هر چمن صمنی است، زما ددی لیکنی هدف د هیرسن په لیکنه یو لنډ شانته تبصره ده غواړم حقایق خپلو هیوادوالو سره شریک کړم.
اوس نو ماته غوږ شه.
هیرسن لیکی.
۱ – محـمد داؤود د سیاسي قدرت له نیولو یو کال وروسته په حکومت کې یو شمــېــربدلونونه رامنځته کړل: د ۱۹۷۴ز کال د جولای په میاشت کې ئـې په شوروي کې روزل سوي دوه سوه تنه افسران کورناستي کړل.

قاسم باز. هاغه دوسوه تنه نظامی افسران چی هریسن تری یادونه کوی ، هغه هاغه افسران وه چی د تقاعد مرحلی ته رسیدلی وه ، په هغوی کی زیادتره پخوانی جنرالان، ډګروالان او ډګرمننان شامل تقاعد او کورناستی کړل. نه دوه سوه روسیه کی روزل شوی افسران.

۲ – د داؤود په افکارو کې د بدلون څرگنده نښه دا وه چې نوموړي دوه وو موضوعاتو ته لاس واچاوە. د هلمند د اوبو د غیرعادلانه تړون منل او د افغانستان په خاوره کې د پـښـتـنو او د بلوڅو  بلواگرو نـۀ منل چې – د ذوالففار علي بوتو د رژیم پر وړاندې جنگ وکړي – دا دواړه ددې لامل سول چې د ملي پالو عناصرو قهر او خښم راوپاروي.
قاسم باز. ( الف ) د هلمند د اوبو عادلانه یا غیر عادلانه تړون د شاهی نظام د حکومت کار و، هاغه تړون د افغانستان د شاهی دولت ملی شورا تصویب کړی او د شاه په توشیخ رسیدلی و. دا چه هیریسن هاغه تړون ته غیر عادلانه تړون وایی دا په هریسن پوری مربوط کیږی نه په جمهوری نظام پوری.
( ب ) هریسن په ډیری بی شرمی لیکی ، « چی د داودخان حکومت پښتنو او بلوڅو بلواګران نه منل چی د ذالفقار علی بهتو د رژیم پر وړاندی جنګ وکړی. »
دی ته وایی شاخداره دروغ.
اصلی خبره داده. کله چی ذالفقار علی بوتو د افغانستان په کورنیو چارو کی لاس وهنه او مداخله شروع کړه مرحوم داودخان هاغه پښتانه او بلوڅ چی د ذالفقار علی بوتو د ظلم او بمباریو له لاسه افغانستان ته راغلی وه هغه یی د نظامی تمریناتو لاندی کابل د بالا حصار سره نژدی منطقه کی چی د بینی حصار ولایتی په نامه یادیده د جمهوری ګارد د افسرانو تر روزنی لاندی ونیول دا مبارزین به پاکستان ته تلل هلته به یی خپل اهداف تر سره کول.

۳ – ما ته اجمل خټک په کابل کې داسې وویل : د ذوالفقار علي بوتو په دستور د بلوڅو او پښتنو زندانیانو خوشې کــېــد لو ته په نغوتې داؤود له خپل نوي تصمیم څخه دفاع وکړه او موږ ته ئـې په خطاب کې وویل : » د ضیاء د واکمنۍ تر سیوري لاندې ستاسو حقوق خوندي دي. لاړ سئ تشویش مـۀ کوئ. « موږ داؤود ته وویل : » یا دا ده چې تاسو نادانه یاست او یافریب کار. موږ له دې ځایه نـۀ ځو.»

قاسم باز. هیڅ سالم شخص دا نشی منلی چی اجمل خټک داودخان ته ویلی وی چی « یا تاسو نادانه یاست او یا فریب کار. موږ له دی ځایه نه ځو.»
بلی داودخان د ثور د میاشتی په اولو ورځو کی کله چی میر اکبر خیبر په قتل ورسید پدی وخت کی خان عبدالغفارخان هم په کابل کی و ، کله چی خان عبدالغفارخان د خیبر فاتحی ته ورغی دی موضوع پر داودخان بد تاثیر وکړو شهید داودخان زما پلار بازمحمدخان منګل ته وویل چی نیشنل عوامی پارتی او خان عبدالغفار خان زمونږ د دښمنانو سره لاس یو کړی  « ورشه اجمل خټک ته ووایه چی نوره دی خپل بار اوبستره ټوله کړه هر چیری چی ځی د افغانستان څخه ووځي .» پلار می داودخان ته وویل چی اجمل خټک زما دوست دی هاغه پښتون دی او زه هم پښتون یم زه دا خبره اجمل خټک ته نه شم ویلای  تاسی وزیران او جرنیلان لری د هغوی پواسطه دا پیغام هغوی ته ورسوه . مرحوم داودخان هم د جمهوری ګارد د قوماندان صاحب جان خان په ذریعه خپل پیغام اجمل خټک او خان عبدالغفارخان ته ورساوه.
ما ( قاسم باز ) ته ، دا خبره اجمل خټک په خپل کور اکوړه خټک ، کال ۱۹۹۶ کی چی  داکتر حلیم ویاند، داکتر سرور همتی هم راسره وه اجمل خټک ماته وکړه. هاغه راته وویل چی داودخان مونږ هم د افغانستان څخه رایستلو.

پدی عکس کی له ښی خوا نه کیڼی خواته.
۱- داکتر سرور همتی،۲ – داکتر حلیم ویاند، ۳ – قاسم باز، ۴ – اجمل خټک ، ۵- ….

ما څه موده مخکښی په یوه لیکنه کی لیکلی وه چی غواړم د یوی مهمی موضوع څخه چی شاید حساسیتونه راوپاره وی پرده پورته کړم هاغه موضوع همدا د خان عبدالغفار خان او اجمل خټک د افغانستان څخه د ایستلو موضوع وه.
ولی او څنګه  داودخان دی کار ته اړ شو.
کله چی د عوامی نیشنل پارتی ځنو مهمو غړو لکه اجمل خټک ، میرغوث بخش بزنجو ، افراسیاب خټک ، امجد یا صوفی جمعه خان د اجمل خټک سکرتر چی اصلآ د ای ایس ای ایجنت و، ولی خان او محمودخان اڅکزی د خپلی موخی یعنی  ملی مفکوری څخه سرغړونه وکړه دوی د روسانو د کمونیزم دمفکوری ښکار شول دی موضوع پر داودخان بد اثر وغوځاوه .( د ګل په درمسال کی ) د کتاب لیکوال امجد مشهور په جمعه خان صوفی کله چی د داکتر نجیب په وخت کی د اجمل خټک څخه وروسته  پاکستان ته لاړ هاغه په خپل پورتنی کتاب کی په ډاګه وویل چی زه د ای ایس ای ایجنت وم . ما د سردار داود په وخت کی هاغه پښتانه او بلوچ مبارزین چی د کابل د هاغه وخت حکومت د پاکستان پر ضد تربیه کول او هغوی د بعضی تخریبی عملیاتو لپاره به پاکستان ته تلل ما د هغوی راپور د کابل څخه ای ایس ای ته ورکاوه.
امجد یا صوفی جمعه خان چی د اجمل خټک په ذریعه د داکتر نجیب الله ، سلیمان لایق سره نژدی اړیکی پیدا کړی وی دی د داکتر سید خلیل الله هاشمیان د ورور ښاغلی حیدر مسعود چی د داکتر نجیب الله په وخت کی د حزب دیموکراتیک د مرکزی کمیټی د  سیاسی  بیرو او په ضمن کی د مرکزی کمیټی د تبلیغ او ترویج د کمټی ریس او مسول و په دفتر کی رسمی دنده درلوده . صوفی جمعه خان یا امجد د سلیمان لایق د لور سره په کابل کی واده کړی و.
مرحوم داودخان زما پلار ته ویلی و چی « د خان عبدالغفار خان او د ده کورنی څخه نور څه نه جوړیږی مونږ باید په پښتونستان کی د یو ځوان لیدر شیپ د پیدا کولو په فکر کی شو.»

ادامه لری نوربیا.

عکس ذیل ، در یکی از مرکز اموزش تمرینات نظامی مبارزین پښتون و بلوچ در بین حصار ولایتی کابل که توسط افسران نظامی ګارد جمهوری داودخان اموزش جنګ های چریکی میګرفت اخذ ګردیده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.