د میر اکبر خیبر د قتل په ارتباط د سیاسنګ کتاب

قاسم باز 

426

   ۲۰۲۳/۱۲/۱۹

د میر اکبر خیبر د قتل په ارتباط د سیاسنګ په کتاب چی ښاعلی رحمت اریا، په پښتو ژباړلی یوه کوچنی کره کتنه

عبدالحمید محتاط.

مونږ افغانان یوه لویه بدبختی لرو هاغه دا چی په هر کار کی ځان یکه تاز میدان ګڼو داسی فکر کو چی دا زه وم چی دا سستم می پایه ګذاری کړ، او یا دا هاغه سیستم می له منځه یوړو اما په حقیقت کی دا خبره نده.
تاسی لوستونکی به متوجه شوی یاست هر هاغه افغان چی په هر حزب او حرکت کی و ، دوی چی کوم کتاب لیکلی ، هغوی هر یو خپل ځان په خپل لیکل شوی کتاب ، ناول او یا خاطراتو کی یوازینی قهرمان معرفی کړی دی ، دا کتاب لیکوونکی که  د  دهه به اصطلاح دیموکراسی د دوران فاعلین لکه سید قاسم ریشتیا ، میر محمد صدیق فرهنګ ، کشککی او جنرال سراج …. او که څه هم  د جمهوریت د نظام بنسټ ایښودونکی داکتر محمد حسن شرق ، غوث الدین فایق او عبدالحمید محتاط  دی، دوی هر یو ځان اتم بیګان د وخت او د تحول معرفی کړی، همدارنګه  د ۱۳۵۷ کال  د ثور د ۷ نیټی د کودتا غړی جنرال قادر، نبی عظیمی ، عبدالوکیل ، سلطانعلی کشتمند ،  دستګیر پنجشیری، کریم میثاق او غوربندی  او که څه هم جهادی بړیڅی ټولو په خپلو کتابوکی ځانونه یواځنی قهرمانان معرفی کړی دی.
زه په پورتنیو ټولو اشخاصو نه غږیږم زما تبصره یواځی او یواځی په جناب عبدالحمید محتاط ده غواړم دده په نقش د سرطان د ۲۶ په تحول کی تول او ترازو کړم .
تر هاغه ځایه چی ماته معلومه ده جناب عبدالحمید محتاط د لومړی خل لپاره د غوث الدین فایق په ذریعه  د سرطان ۲۶ می نیټی  تحول ته جذب شوی و ، غوث الدین فایق لومړنی شخص و چی د وطنداری د ریشتی له لاری خبری ورسره شوی وی، کله چی شهید داودخان د غوث الدین فایق پواسط متیقین کیږی مرحوم داودخان د وظیفی او مسلک په ارتباط پاچاګل وفادار ته وظیفه ورکوی چی د عبدالحمید محتاط سره اړیکی ونیسي، هماغه و چی جناب پاچاګل وفادار ، عبدالحمید محتاط د سرطان د ۲۶ تحول ته جذب کوی.
محتاط د ۲۶ سرطان په تحول کی صرف دومره رول و لوباو چی ده وکړای شول دوه مخابری د پاچاګل وفادار په همکاری د هوایی قواو د محل چنار څخه هاغه هم د پاچاګل وفادار پواسط د داودخان په شخصی موټر کی د داکتر محمد حسن شرق په دریوری د شهید داودخان کور ته راوړی. ددی کار څخه بیغیر هوایی او مدافعه هوایی قواو هیڅ بل مهم رول د سرطان په ۲۶ نیټی په تحول کی ندی لوبولی، صرف روسته د مرحوم داودخان د رادیویی بیانیی څخه دوه دری ځله هوایی قواو جیت الوتکو د کابل په ښار نظامی مانوری پروازونه وکړل. او بس.
دا چه اوس جناب عبدالحمید محتاط ، ځان د ۲۶  م د سرطان قهرمان ګڼی ، دی او خدای یی.
کله چی د جمهوریت کابینه جوړیده مرحوم داودخان د حسن شرق د خدمتونو پخاطر هغه ته ویلی وه چی شپږه نفره وزیران څوک چی ستا دوستان دی کابینی ته معرفی کړه ، داکتر حسن شرق هم د پخوانی ملګرتیا او دوستی په وجهه نعمت الله پژواک ، داکتر سکندر ، جیلانی باختری ، پاچاګل وفادار او فیض محمد وزیری معرفی کړل باقیمانده بیغیر د مخابراتو د وزیر څخه نور ټول وزیران مرحوم داودخان کابینی ته معرفی کړل پدی وخت کی د مخابراتو وزیر نه و تعیین شوی غوث الدین فایق مرحوم داودخان ته ویلی وه چی د سرطان د ۲۶ نیټی په تحول کی عبدالحمید محتاط ښه نقش بازی کړی مسلک یی هم مخابره ده که د مخابراتو وزارت ته دی معرفی کړی ، هماغه و چی مرحوم داودخان هم د غوث الدین فایق په غوښتنه محتاط په کابینه کی د مخابراتو د وزیر په صفت ونیوه.
عبدالحمید محتاط اصلاً د ستم ملی چی د حزب دیموکراتیک خلق انشعابی ګروپ دی عضوه و.
کله چی دا ښاغلی وزیر مخابرات شو ده په علنی ډول سیتمی مبارزی ته زور ورکړو، دی په اصل کی خپلی سیکتاریستی مبارزی او د بالاحصار د چوک موضوع د کاره څخه ګوښه کړو ده د خپل وزارت په دوران کی ملی مقدسات توهین او تخریب کړل.
دی خوشی او چټی وایی چی زه کله د بازمحمدخان منګل کور ته خوګیانو ته لاړم په لاره کی بیرته کابل ته د راتګ پخاطر یوه شپه ننګرهار کی  د اسلم وطنجار سره یو ځای تم شوم نو ځکه داودخان د وزارت څخه لری کړم. په هاغه سفر کی چی ده محترم خوګیانو ته کړی و دی تنها نه و ، د دده سره په هاغه سفر کی  د مرحوم داودخان دوه ځامن هر یو خالد داود ، ویس داود، پاچاګل وفادار، غوث الدین فایق ، ضیاجان مجید د جمهوری ریاست د ګارد قوماندان، اسلم وطنجار، عبدالمجید باز او زه قاسم باز هم شامل و.
دی چی اوس وایی چی زه  د تحول ۲۶ سرطان  نه مخکښی د حزب دیموکراتیک خلق عضو نه وم درست وایی اما په اصل کی دی په هاغه وخت کی د حزب دیموکراتیک خلق د انشعابی ډلی یعنی ستم ملی د ګروپ عضویت درلود. په همدی خاطر کله چی حزب خلق سیاسی قدرت پلاس کی واخیست دی د حزب دیموکراتیک خلق په اولو ورځو شپو کی سفیر بیا روسته معاون ریاست جمهوری  شو.  دی د نجیب الله د حکومت د سقوط اصلی لوبغاړی و، دده سیتمی افکار وه چی د نجیب الله حکومت یی د شمال ټلوالی په غیږه کی ورواچوه.
یار زنده صحبت باقی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.