د فتوا په باره کي مختصر بحث -۵ برخه

عبدالباري جهاني

175

افراطی فتواوي:

مولوی مجیب الرحمن انصاري د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر پر دوهمه، د هرات د ګازرګاه په جومات کي، په یوه ځانمرګې حمله کي، د نورو ۱۷ تنو سره، ووژل سو او په هغه ټروریسټي حمله کي ۲۳ تنه نور ټپیان سول. د هغي حملې مسوولیت چا پر غاړه وانه خیست. خبري منابع، د حملې د شکل په اساس، ګومان کوي چي دا به د داعش د افراطي ډلي کار وي. دا حمله چي هر چا کړې وي یو جنایت وو او، د ډیرو نورو مخکنیو ځان مرګو حملو په څېر، هیڅ ډول پلمه نه سي ورته جوړېدلای.

مولوي مجیب الرحمن، د ځینو نورو مولویانو او مُلایانو په څېر، په افراطي فتواوو مشهور وو. په یوه وینا کي یې ویلي وه چي هر څوک چي د افغانستان له اسلامي اِمارت سره مخالفت کوي باید سر یې غوڅ سي. دا داسي فتوا وه چي په هیڅ توګه منطق نه ورته جوړیږي او د اسلامي اِمارت مشرانو یې هم تر اوسه د صادرولو جرأت نه دی کړی.

مولوي انصاري د جمعې د ورځي د لمانځه په یوه خطبه کي، چي او س هم په یوټیوب کي موجوده ده، فتوا ورکړه چي امام ابوحنیفه وايی څوک چي لمونځ نه کوي باید بندي سي او په هغه بند کي مړسي خو که توبه وباسي او لمونځ وکړي نو باید عفو سي.

د امام مالک او امام شافعي له قوله یې وویل چي هغوی دواړه وايی څوک چي لمونځ نه کوي کافر نه دی خو باید قتل سي. د امام حنبل له قوله یې وویل چي بې لمانځه سړی کافر دی، مړ یې کړی، غسل به نه ورکوی او د مسلمانانو په هدیره کي به یې نه ښخوی؛ او حضرت رسول ص وايی چي له بې لمانځه څخه خدای بېزاره دی او څوک چي لمونځ نه کوي هغه کافر دی. دا چي مولوی صاحب مرحوم به دا افراطي فتواوي له کومه کړي وې هغه د ده خپل کار وو او ضرور به یې په کوم کتاب کي لیدلي وې.

په دې کي هیڅ شک نسته چي لمونځ، د شهادت له کلمې څخه وروسته، د مسلمانی تر ټولو مهم شرط دی، په نورو ټولو فرایضو کي افضل او لومړی مقام لري. خو په قرآن شریف کي د هیڅ ډول فرایضو د قضاکولو او پرېښودلو لپاره دنیاوي سزا نه ده ټاکله سوې، قتلول او اعدامول خو، چي تر ټولو سخته سزا ده، لا هلته پرېږده.

د مسلمانی لومړنی او اساسي شرط د حق متعال پر وحدانیت او د حضرت رسول ص پر رسالت باندي ایمان درلودل او اقرار کول دي. څوک چي د شهادت کلمه وايی هغه ته په هیڅ صورت د کافر خطاب نه سي کېدلای بلکه، د معتبرو احادیثو په اساس، هغه سړی چي پر مسلمان باندي د کافر حکم کوي پخپله کافر کیږي.

حقیقت دا دی چي زموږ پېشواص د دین اساس ډېر آسانه ایښی دی؛ خو وروسته وروسته چي نورو کسانو، پوهانو او دیني عالمانو کتابونه لیکلي دي هغوی هر یوه په خپل وار دین سخت کړی دی او هر چا چي ډېره سختي کړې ده په هغه ډېر استناد سوی دی. که موږ د قران شریف آیتونو او احادیثو ته مراجعه وکړو نو ګورو چي د اسلام دین د انصاف، ورور ولی، ښو اخلاقو او سخاوت دین دی. په بخاري او مسلم کي، چي صحیحین دي، د ښې مسلمانی په باره کي لولو:

« د ابوموسی رض له خولې روایت دی چي ځینو کسانو له پیغمبرص څخه پوښتنه وکړه چي څوک ښه مسلمان دی، هغه په جواب کي وویل چي نورو مسلمانانو ته په خوله او لاس آزار ونه رسوي» صحیح بخاري، کتاب الایمان حدیث ۴

« انس بن مالک وايی پیغمبرص وویل د هیڅ مسلمان ایمان تر هغه وخته نه بشپړ کیږي چي پر خپل مسلمان ورور باندي هغه څه پېرزو نه کړي چي پر ځان یې پېرزو وي» هغه کتاب حدیث ۶

« له عباده بن الصامت رض څخه روایت دی چي پیغمبر ص وویل زما سره بیعت وکړی چي.

۱: الله ته به شریک نه نیسی.

۲: غلا به نه کوی.

۳: زنا به نه کوی.

۴: خپل ماشومان به نه وژنی.

۵: پر بېګناه سړي به ناحقه تهمت نه کوی.

۶: او کله چي د ښه کار کولو امر درته وسي نافرماني به نه کوی.

پیغمبرص زیاته کړه په تاسي کي چي هر څوک خپله وعده پر ځای کړي هغه ته به الله ج عوض ورکوي. او له تاسي څخه چي هر څوک په یادو سویو ګناهونو کي د کومي ګناه مرتکب سي، پرته له شرک څخه چي نه بخښل کیږي، نوري ټولي هغه ګناه وي چي پر دې دنیا سزا درکړه سوي وي له هغې څخه پاکیږی. او که ګناه وکړی او الله ج ستاسي پرده وکړي نو بیا هغه په الله ج پوري اړه لري چي تاسي بخښی او که سزا درکوي. عباده بن الصامت زیاته کړه چي موږ له پیغمبر سره بیعت وکړ» هغه کتاب حدیث ۱۱.

له انس بن مالک څخه روایت سوی دی چي پیغمبرص وویل درې شیان دي چي که یې څوک عملي کړي د ایمان خواږه څکلای سی. لومړی داچي پیغمبرص باید تر هرشي ورته ګران وي. دوهم داچي له هر چا سره چي مینه کوي باید چي د الله په خاطر یې ورسره وکړي. او دریم دا چي له الحاد څخه دونه نفرت وکړي لکه په اور کي له سوځېدلو څخه. هغه کتاب حدیث ۹.

له المعرور څخه روایت سوی دی چي وايی یوه ورخ مي اباذر صحابي ولیدی چي ده او غلام یې دواړو یوشان چپني اغوستي وې. ما یې د علت پوښتنه ورڅخه وکړه هغه راته وویل چي یوه ورځ می خپل غلام ته د مور ښکنځل وکړل او پیغمبرص راته وویل چي په تا کي تر اوسه پوري د جاهلیت علامې پاته دي. ستاسي غلامان ستاسي وروڼه دي او الله ج هغوی ستاسي ترلاس لاندي کړي دي. تاسي باید هغوی ته هغه خواړه ورکړی چي تاسی یې خوری او هغه لباس په واغوندی چي تاسی یې اغوندی. خپل غلامان دونه درندو کارونو ته مه ګوماری چي دهغوی په وس پوره نه وي او که چیري داسي دروند کار ورسپاری نو بیا په کار کي مرسته ورسره وکړی. هغه کتاب حدیث ۲۳.

د عثمان بن عفان له قوله ویل سوي دي چي د الله پیغمبرص وویل هر هغه څوک چي په دې پوهیږي او وايي چي الله یو دی او پر دغه عقیده مړ سي هغه جنت ته ځي. صحیح مسلم، کتاب الایمان حدیث ۳۹

د عُباده بن صامت له قوله ویل سوي دي چي د الله پیغمبرص وویل هر هغه څوک چي ووایی الله یو دی او شریک نه لري او محمدص د هغه بنده او پیغمبر دی هغه به د جنت له هري دروازې څخه چي زړه یې وغواړي داخلیږي. هغه کتاب حدیث ۴۳.

د اتِبان بن مالک له قوله ویل سوي دي چي یوه ورځ صحابه وو د مالک بن دوخشم په باره کي تبصره کوله او ویل یې چي هغه منافق دی. حضرت پیغمبرص د لمانځه له ختمولو وروسته له هغوی څخه بوښتنه وکړه چي آیا مالک بن دوخشم نه وايي چي الله یو دی او محمدص د هغه پیغمبر دی؟ دوی ورته وویل چي په خوله وايی مګر په زړه کی یې نه مني. پیغمبر ص وویل هر څوک چي الله یو او محمدص یې پیغمبر بولي د دوږخ لمبې هغه نه سي سوځولای. هغه کتاب حدیث ۵۲.

عبدالله بن عمرو بن العاص وايی یوه سړي له پیغمبرص څخه پوښتنه وکړه چي په مسلمانانو کي څوک بهتر دي. پیغمبرص ورته وویل چي نورو مسلمانانو ته یې د ژبي او لاس آزار ونه رسیږي. هغه کتاب حدیث ۶۴.

ابوهریره وايی پیغمبر ص وویل له هرچا څخه چي ګاونډی په عذاب وي هغه به جنت ته داخل نه سي. هغه کتاب حدیث ۷۴.

ابوهریره وايی د الله پیغمبرص وویل هغه څوک چي پر الله او د قیامت پر ورځ عقیده لري نو یاباید ښې خبري وکړي او یا خاموش کښیني. او هغه څوک چي پر الله او د قیامت پر ورځ عقیده لري نو باید چی له خپلو ګاونډیانو سره په  مهرباني سلوک وکړي او هغه څوک چي پر الله او د قیامت پر ورځ عقیده لری باید چي مېلمه ونازوي. هغه کتاب حدیث ۷۵.

عبدالرحمن بنی ابوبکر د خپل پلار له قوله وايی پیغمبرص یوه ورځ وویل چي زه باید تاسی ته د دریو لویو ګناهونو په باره کي معلومات درکړم. هغه الله ته شریک نیول، د  مور او پلار نافرماني کول او د در وغو شاهدي ورکول دي. هغه کتاب حدیث ۱۵۸.

د عبدالله بن مسعود له قوله روایت سوی دی چي هغه څوک به دوږخ ته ولاړ نه سي چي په په زړه کي د یوه ایږدن په اندازه ایمان ولري او هغه څوک به جنت ته داخل نه سي چي په زړه کي د یوه ایږدن په اندازه کبر او غرور ولري. هغه کتاب حدیث ۱۶۵

حضرت رسول په تقریباً ټولو مسایلو او اوامرو کي له نرمښت څخه کار اخیستی. حتی د هغو کسانو په مقابل کي یې نرمښت ښودلی دی چي پر ځان یې پخپله د زنا شاهدي ویلې او  پر خپل ځان باندی یې، درې ځله، د حد چلېدلو غوښتنه کړې ده. خو زموږ د نني ورځي علماء پرته له تکفیرولو، سنګسارولو، بندي کولو، دوږخ ته لېږلو او لعنت کولو څخه چنداني بل څه نه وايی. په داسي حال کي چي د زمان د شرایطو له تغییر سره دوی هم باید په ځانونو او خپلو احکامو کي تغییر راوستلی وای نه دا چي تر پخوا لا څو چنده سخت سوي او توندرو سوي دي او خدای مه کړه خلک به له خپل آبایی او منلي آسمانی دین څخه متنفر کړي.

په بخاري شریف کي د یوه معتبر صحابي مُعاذبن هِشام له خولې روایت دی چي وايی یوه ورځ د حضرت رسول ص تر څنګ پر آس سپور وم؛ حضرت رسول ص درې ځله ږغ راباندي وکړ چي یا معاذ! مابه ورته وویل چي لبیک یا رسول الله و سعدیک. بالآخره یې راته وویل چي هر څوک چي د الله پر وحدانیت باندي شاهدي ووايي او محمدص د الله پیغمبر وبولي هغه به حتماً جنت ته ځي. ما ورته وویل چي یا رسول الله! زه دا خبره عامه کړم؟ هغه راته وویل چي که ته دا خبره عامه کړې نو بیا خو به خلک ټول فرایض پرېږدي او یوازي د شهادت د کلمې په ویلو به بسیا سي. معاذ د خپل مرګ څخه څو ورځي مخکي دا خبره وکړه او ویل یې چي که زه دا خبره ونه کړم نو بیا خو به د حضرت رسول ص د حدیث د پټولو ګناه را په غاړه وي. بخاري، کتاب العلم، حدیث ۷۰

 لوستونکو ته څرګنده ده چي، زموږ سنیانو لپاره، تر قراڼ شریف را وروسته، تر ټولو معتبر او د اعتماړ وړ کتابونه همدغه صحیحین یا بخاري او مسلم دي. اوس به نو سړی د بخاري او مسلم د احادیثو په څېر معتبرو کتابونو احکام او متون مني او که به د مولوي انصاري، او د ده په څېر نورو تنګ نظرو ملایانو، پر خبرو غوږ نیسي؟ زه یقین لرم چي مولوي انصاري به هم خپلي خبري د کوم کتاب په حواله کړي وي خو د هغه هیڅ خبره او هیڅ حکم تر بخاري او مسلم معتبر کېدلای نه سي.

په دې کي شک نسته چي لمونځ د اسلام بیخي مهم رکن دی او په قرآن شریف کي، تر هرڅه زیات، له شرک څخه د پرهېز کولو او د لمانځه د قایمولو یادونه  سوې ده. مګر لکه څرنګه چي د صحیحین د احادیثو په متونو کي مو ولیدل، مسلماني یوازي لمونځ نه دی. مسلماني له خیانت، جنایت، ظلم، فحشاء، دروغو، شیطانت، فتنې او . . . څخه، چي د ټولني او افرادو د فاسدېدلو سبب کیږي، پرهېز دی. مسلماني صله رحمي او پر نېستمنو وروڼو او خویندو باندي زړه سوی او له مظلومانو سره مرسته ده. مسلماني عدالت او انصاف او د نورو د حق له غصبولو څخه پرهېز دی. مسلماني ښه اخلاق او ورین تندی او له ځان څخه د خدای د مخلوق خوشاله ساتل او له آزاره څخه پرهېز دی.

                 پاته لري

لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ

دوهمه او دریمه برخه دلته ولولئ

څلورمه برخه دلته ولولئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.