Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

وروستی ارمان ناول چاپ شو / روح الله احمدزی

0 992

 د ځوان  شاعر ،ليکوال او ژورنالست  رفيع الله روشن په  هنري ګوتو ليکل شوى ناول ( وروستی ارمان)   تازه له چاپه راووت .

دغه ناول چې تازه د چاپ په ګاڼه سمبال شو په ۶۴مخونو،ښکلي صحافت او له رنګه پښتۍ سره په زړه راښکونکي ډيزاين په کابل کې د سپين زر ميلاد مطعبې لخوا د زرو ټوکو په شمېر د ناول دمينه والو لپاره وړاندې شو.

دغه ناول  له کومې بلې ژبې څخه ژباړه نه بلکې  ليکوال پخپله هڅه کړې، شپې يې رڼې سبا کړي او ورځې يې پرې ستړې کړې دي، چې د يوه ځوان او پېغلې د ژوند رنګ ،مينه او ارمان يې د کيسې او داستان په ډول په کرښو کښلی دی او دپښتو ادب او هنر لپاره يې د غه لوی خدمت ته اوږه ورکړې  .

د کتاب  کمپوز پخپله ليکوال، د منځپانګې ډيزاين وحيد مايار او د پښتۍ ډيزاين يې  فداحسين  کړی دی.

ياده دې وي چې وروستی ارمان د ښاغلي روشن لومړی او وروستی اثر نه بلکې تر دې دمخه يې هم د لنډو کيسو يوه ټولګه (بې موره) او د هيواد په  داخل کې يوه کوچنۍ سفرنامه (درې ورځې څو خاطرې) هم چاپ شوي دي او ددې تر څنګ په بېلابېلو برخو کې  څلور ناچاپ اثار لري چې د وروستي ارمان ناول د شا پر پښتۍ يې هم يادونه شوې ده او هغه هم  د چاپ لارې څاري.

 زه ليکوال ته د دغه ښکلي او په زړه پورې  ناول د چاپ کېدو مبارکي وايم،داخبره مې ځکه وکړه چې ما له چاپ کېدو دمخه هم لوستی دی ،نو په راتلونکې کې هم ورته د لا بريا او خپلې ژبې ته دخدمت کولو په برخه کې د لوی څښتن تعالی په دربار کې دعا کوم تر څو يې د ورته نورو ګټورو پنځونو شاهدان شو او تاسويې هم لوستلو ته رابولم،تر لاسه يې کړۍ ، له لوستلو يې خوند واخلۍ او باور لرم چې ورسره ستړي به نشۍ،ځکه يوه ښېګڼه يې داده چې  کوچنی دی،بله دا چې کلمې او الفاظ پکې ډېر ساده، په روانه  اوکره پښتو کې کارېدلي دي،ددې ټولو ترڅنګ  دناول کيسه ډېره په زړه پورې او تلوسه لرونکې ده ،چې تاسې به له پيله تر پايه له ځانسره په داسې حال کې مله وساتي چې زړه تنګي به مونکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply