Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

چي تلپاتې نه وي مینه نه ده،کتاب چاپ سو! / شریف الله دوست

0 1,161

کتاب د ناول تر ژانر لاندي لیکل سوی دی ، انګریزي نوم يې (If it is Not Forever,It is Not Love)   لیکوالان يې (Durjoy Datta and Nikita singh) ،هندوستانیان دي ، دکتاب ژبه انګریزي ده ، ژباړه يې دهلمند تکړه لیکوال او ژباړونکي (اغامحمد قریشي) کړې ده ، د کتاب مځپانګه پر مینه راڅرخي د دې میني د حقیقي داستان لوبغاړي اغلې ( راجني ) او ښاغلی (ریتم ) دي هغه چي هند کي یوه چاودنه کي سره ورکیږي  او بیا لالهانده دهند ډهلي ، بمبیي او نورو ښارونو کي دژوند او میني څرخاب او ګرداب کي سرګردانه ګرځي .

 دژوند ناخوالي او دمیني ازمایښتونه ، دمیني منځ کي دغمازانو او همرازانو شتون ، مینه کي دلوړو ژورو سر ټکرونه او تیندکونه د دې ناول خوند او تلوسه نوره هم زیاته کړې ده ،ناول کي دلیکوالانو او ژباړن دسریزو سره ټول (۲۱۳ مخونه) لري .

د کتاب پیل په ډېره تلوسه سره سوی لکه دلومړي مخ سرلیک : (( څه پېښ و؟)) ، ”   ساه مي لنډه لنډه کېده ، له هر ځل ساه ایستلو سره مي درد احساساوه ، زړه مي بد سو ، له خولې مي توده ساه وتل ، هڅه مي کوله چي سترګي پرانیزم ، خو پر سترګو مي خړه پرده غوړېدلې وه فکر مي کاوه چي…  ” ( ترپایه)

د ژباړي ژبه کي تر ډېره دمعیاري پښتو ژبي ګټه پورته سوې ، هغه چي لر او بر پښتانه به يې یوهم لوستلو کي ستونزه ونه لري.

 کتاب جلال اباد کي (مومند خپرندوی ټولني) د دوه زره(۲۰۰۰ ټوک) په تېراژ خپور کړی ، اوس مهال شاوخوا دهیواد د هر ولایت لویو او وړو کتاب پلورنځیو کي موندل کیږي ، لیکوال او ژباړونکود دې ارزښتناک او مینه ناک ادبي اثر مبارکي وایو او لوستونکي يې د خواږه داستان لوستلو ته رابولو .

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply