Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د ملي احساس مجلې نوي ګڼه له چاپه راووته

0 1,072

ملي احساس مجله چې هره مياشت په منظم ډول د خوست له ولايت څخه خپريږي، دا ځل يې اوومه او اتمه ګڼه يو ځاى په برياليتوب سره له چاپه راووته.

د مطبوعاتو تيورۍ ته په کتو چې وايي مجلې او ورځپاڼې د خپلو لوستونکو فکر پخوي، په ملي احساس مجله کې هم هغو مسايلو ته لومړيتوب ورکړل شوى چې زموږ د ځوان نسل د فکري رغونې او پخونې سره سرو کار لري.

په دې مجله کې هم همدې اصل ته په کتو د تېر په څېر يو ځل بيا د هېواد او خوست ولايت د تکړه او بااستعداده ليکوالو او د نظر خاوندانو ليکنې او نظريات راټول شوي ترڅو په هره برخه کې خپل لوستونکي له تازه، جالبو او نادرو پېښو څخه خبر کړي او دوى ته په کورونيو، سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو د فکر او تحليل کولو ځواک وبښي.

د ملي احساس مجلې منځپانګه چې سياسي، اقتصادي، ټولنيز، فرهنګي او معلوماتي مسايل تشکيلوي، په دې ګڼه کې هم ډېر داسې موضوعات راټول شوي، لکه:” وروستي سفرونه او د خلکو هيلې، پر ماينونو تېر شوى يم خو د خلکو منځ ته مې ځان رسولى، د مثبت بدلون په لور، د موازي حکومت بندښت، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت او اړوند رياستونو کې يې اصطلاحات، د اداري سيستم پياوړتيا د وخت اړتيا، په ادارو کې لاسوهنې اداري سيستم ننګوي، خپلسرې ښاري پراختيا او پرمختيا ستونزې زيږوي، غبرګون، باطني بې ثباتي، نغده ژمنه، په ساړه ژمي کې کډوال تر شنه اسمان لاندې، د نغمو په ژبه، د لکيوال د لارې څلور خنډونه، سپينه وينا ورته بلا وه، نه ماتېدونکي هنرمنده، ښه مو او ښه روزنه، د ګڼي حيرانونکي ګټې او داسې نور ګڼ شمېر ليکنې” چې د هر ډول لوستونکو تنده پرې خړوبېداى شي.

د ملي احساس مجلې پښتۍ په زيړ رنګه نخودي رنګ ښکلې شوې او په لومړي مخ يې له موضوعاتو سره سم ښکلي او مناسب عکسونه ترتيب شوي دي.

ملي احساس مجله په ښکلي سکښت او اعلى درجه کاغذ کې هره مياشت په منظم ډول له خوست ولايت څخه خپريږي.

د يادونې وړ ده چې دا مجله په خوست ولايت سربېره د هېواد په ډېر شمېر ولايتونو کې د کتابپلورنځيو له لارې د هر مينه وال تر لاسونو رسيږي په همدې سبب تجاران او سوداګر وروڼه هم کولى شي د دې مجلې له منځپانګې څخه په استفادې خپل اعلانات او تجارتي مشهورتياوې د خپلو هېوادوالو پورې ورورسوي او خپلو توکو ته په ازاد بازار کې مناسب ځاى پيدا کړي.

ملي احساس

١٣٩٣-١٠-١٠

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply