Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

افغان ځوانان: د کرکټ په نړېوال جام کې د افغان لوبډلې له لوبې خوشحاله يو

0 943

د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې مېشت يو شمېر افغان ځوانان وايي، چې په استراليا او نيوزيلينډ کې د کرکټ د نړېوال جام په روانو سياليو کې د افغان لوبډلې له لوبې خوښ دي او ډاډه دي، چې په راتلونکي کې به دا لوبډله ښې لاسته راوړنې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ملي ټيم د لومړي ځل لپاره د کرکټ په نړېوال جام کې برخه اخلي او په دې لړ کې د کرکټ نړۍ له يو شمېر پرمختلليو او پياوړو لوبډلو سره مخامخېږي.

که څه هم افغان لوبډلې په دغه جام کې تر دې دمه يواځې د سکاټلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې او ٢ نومرې يې ترلاسه کړي، خو ددې ترڅنګ په پېښور کې مېشت افغان ځوانان وايي، چې دوى د خپلې لوبډلې له لوبې خوشحاله دي او پرې وياړي.

د پېښور په بورډ بازار کې يو شمېر افغان ځوانانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې دوى يواځې په دې خوشحاله دي، چې د افغانستان ټيم د لومړي ځل لپاره د کرکټ په نړېوال جام کې برخه واخيسته او ددې هېواد نوم يې وځلاوه.

دوى له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د خپلې لوبډلې ملاتړ وکړي او لوبغاړي يې ونازوي:

“١ _ نوررحمن: زه ډېر خوشحاله يم، چې د افغانستان ټيم ورلډ کپ ته کواليفايي وکړه. ټولو افغانانو ته پکار ده، چې د افغان ټيم ملاتړ وکړي. مخکې به موږ د پرديو ټيمونو لکه د پاکستان يا نورو ټيمونو ملاتړ کاوه، خو اوس شکر دى چې زموږ خپل ټيم راغى.

٢_ نجيب الله: موږ په خپل هېواد باندې ډېر فخر کوو، چې زموږ ملي لوبډلې په نړېوال جام کې شرکت وکړ او زموږ د هېواد نوم يې روښآنه کړ. موږ ډاډه يو، چې زموږ لوبډله به په اينده کې له نورو ټيمونو سره ښه مقابله کوي او تر ټولو به مخکې کېږي. د افغانستان له ملت او د افغانستان خلکو ته دا خواست کوم، چې دوى ته ناز ورکړي، دوى سره کومکونه وکړي، نو دوى به په راتلونکي کې ښې لاسته راوړنې ولري.

٣_ عزت الله: زه په دې وياړم، چې زموږ افغان کرکټ ټيم په ورلډ کپ کې شامل شو، موږ يې سپورډ کوو او له نورو افغانانو وروڼو څخ هم هيله کوم ، چې خپله لوبډله سپورډ کړي، چې په راتلونکي کې کاميابي ترلاسه کړي.”

که څه هم افغان لوبډلې ددغه نړېوال جام منځلوبو (کوارټر فاېنل) ته لار ونه مونده، خو بيا هم سکاټلېنډ ته په ماتې ورکولو يې ٢ نومرې ترلاسه کړي او پخپل ګروپ کې تر دغې لوبډلې مخکې ده.

د کرکټ د نړېوال جام په روانو سيالو کې ١٤ ټيمونه برخه لري، چې په دوى کې استراليا، هند او نيوزيلينډ لوبډلې تر نور مخکې دي او تر دې دمه يې ښه لوبه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د ٢٠١٥م کال په دغه نړېوال جام په دغو څوارلسو لوبډلو کې يواځې افغانستان او سکاټلېنډ هغه لوبډلې دي، چې په لومړي ځل په دغه ډول ستر ټورنمنټ کې برخه اخلي.

راپور: ذبيح شفق

منبع: مشال رادیو

زموږ انګلیسي پاڼه:

www.dawatmedia.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply