د رادیو بټرۍ / محمد طارق بزګر

0 1,521

پېښور کې مهاجر وم، د یوه دوست سره مې د لیدلو وعده وه چې لیدو ته یې ورشم. راته ویلي یې وو چې ماسپښین درې بجې به د هغوئ د کور سره نژدې د ټلویزیون او رادیو جوړولو دوکان کې ګورو او له هغه ځایه به د هغوئ کورته ځو.

زه په ریکشا کې له ټاکلي وخت لږ مخکې ورسېدم. راساُ یاد شوي ورکشاپ ته وردننه شوم ځان مې وروپیژاند چې د (….) دوست یم او دلته مو د لیدلو وعده ده چې هغه هم راځي، دوکان یا مستري له مخکې خبر وو. د شیدو چای یې د بسکټو سره راوغوښت ما ټینګار وکړ چې ضرورت نشته چې تاوانې شې د یو مهاجر له پاره هغه وخت ۱۰ روپۍ هم غټه خبره وه. مستري وویل یو ځوان پر ما ځواني وکړه غم یې مه کوه.
پوښتنه مې ترې وکړه څنګه ځواني؟
راغبرګه یې کړه: نن شاوخوا دولس بجې زموږ ستاسو یو تازه ماجر راغی. په کارخانو کې یې نوې رادیو اخیستې وه چې خبرونه واوري او خبر شي چې وطن کله ازادیږي. راته وویل چې دې رادیو هلته دوکان کې کار کاوه خو اوس نه غږیږي، نه پوهیږم چې په ګاړي کې وخوځېده او که دوکاندار راسره څه چل کړی. بیټرۍ مې هم نوې اخیستي دي.
ما ورته وویل راکړه رادیو دې. رادیو نوې د چا خبره کاغذ پیچ وه. زه د دوکان شاتنۍ برخې ته شوم. رادیو مې له پوښه وویسته او د هر څه مخکې مې ورته د بيټریو برخه وکتله . سړی مې رخصت کړ ورته ومې ویل یو ساعت وروسته راشه جوړه شوي به وي.
سړی لاړ او ما ورته بیټرۍ چې غلطې یا سرچپه اچول شوې وې سمې کړې او له رادیو په نیمه دقیقه کې د ګلنار بیګم اواز راووت.
((د منګي غاړه مې شنه لمن مې سپینه صنم – نور په غاړه مې ځنګیږي تاویزونه صنم))
ساعت وروسته سړی راغی، رادیو څنګه شوه؟.
– جوړه شوه خو ډیر کار پکې وو. څو روپۍ شوې؟
روپۍ خو ډیرې کیږي خو ته نوی راغلی یې او وطندار مې یې نو ستا له پاره پنځوس، که بل څوک وو له سور سلې مې ترې کمې نه اخیستې.
-الله دی مه کموه، واخله دا پنځوس.
رادیو مې ځکه واخیسته وطن ته مې سودا ده چې زر د ازادۍ خبر واورو او بیرته لاړ شو خپل کلي ته. هر چاته خپل وطن کشمیر دی.
– پنځوسي مې ترې واخیست هغه هم خوشاله او زه هم خوشاله. ورته ومې ویل که بیا کله خرابه شوه همدلته راځه د خپل وطندار دوکان دې دی. هر څه خبره چې وه بس وطندار دې تابعدار دی.
هغه وویل الله دې مه کموه ځار له خپلو خلکو.
ما مستري ته وویل دا خو ښه نه دي شوي. دوکاندار وویل: چې داسې ونه کړو نو څه وکړو، که پېښوری ته تللی وو اوس به یی ترې سور ۱۰۰ اخیستي وو او له دې سره ټک ټک په خندا شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply