Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د ( سلطنت پښتونها در هند) کتاب پښتو ژباړه تمامه شوه!

1 1,422

زلمی کرزی:-

 جرمنی-16/4/ 2015

 

څومیاشتی د مخه د ښاغلی کاندید اکادمیسن محمداعظم سیستانی د تحقیقی او څیړنیزو آثارو په جمله کی یوهم ( سلطنت پښتونها درهند) کتاب زما لاس ته راغی . چی د دانش خپرندویه ټولنی له خواپه ۴۶۲ مخونو کی چاپ شوی دی .

دغه  تاریخی مهم کتاب ما په غوراوعلاقه  سره ولوست ، ما ته ډیر په زړه پوري و. ځکه: په هندوستان کی د پښتنو پاچاهی په تیره بیا د لودیانو او سوریانو د تاریخی کارنامو، فتوحاتو، هوښیاری او د هیواد ساتنی ښه اداره، پدی کتاب کی خورا ښه څیړل سویده .

په (هندوستان کی د پښتنو پاچاهی ) کتاب، یوعلمی ، تاریخي ، څیړنیزاو ارزښتناک اثردی،  چی ښاغلی سیستانی صاحب په بهر کی د مختلفومهمو تاریخی منابعو په استفاده سره لیکلی دی . د کتاب ښیګنه په دی که ده چه د ډیرو معتبرو لاسوندونو او سرچینو څخه یي ګته اخیستی ده ، او د دغو ماخذونو څخه یي یوغوره او غورچان تاریخی کتاب گرانو هیوادوالو ته وړاندی کړیدی. زه  دغه علمی ، تاریخی او فرهنگی خدمت د قدر او ستاینی وړ بولم .

خو دغه ټکي ته باید ځیر سو چی په پراخ هیواد هندوستان کی د پښتنو ژوند او د دوی سرښندنی ، خدمتونه اوکارنامی د افغانستان د تاریخ یو لوی او مهم څپرکی (فصل) شمیرل کیږی . پاته دی نه وي په ډیرو تاریخی کتابونو کی په هند کی د روه (پشتونخوا) پښتنو ژوند ، کارنامی او د تاریخ باب ډیر لږ په کتابونونو کی کښل سویدی ، خو د سیستانی صاحب دغه علمی کتاب یو بشپړ او جامع او ګتور کتاب دی . ځکه پښتنو فاتحانو په هندوستان کی د ښه حکومت کولو اداری نظام رده (بنست ) کښیښود ، او وروستنیو مغلی واکمنانو د دوی د قوانینواو آرونو (اصولو) څخه ګته واخیستله . په هند کی دغه پښتانه ستر واکمنان او مخکښان پخپله امپراتوری کی په سوبمنی ، اتلتوب، برم ، توریالیتوب او میړنتوب کی بی ساری ګنل کیدل . د ښوونی او روزنی دوزارت څخه هیله لرم چی د زبر زواکو، سوبمنانو، لودیانواوسوریانو د پرتمین او ځلاند تاریخ څپرکی په تالیف او ترجمی (نصاب تعلیمی ) که شامل کړی .

ما دشاغلی تاریخ پوه او لیکوال په اجازه دغه ارزښتناک او د برمه ډک تاریخي کتاب په پښتو ژبه وژباړه . زما په اند ، د گران هیواد افغانستان اوسنی او راتلونکی ځوان نسل به ددغه مستند اثر دلوستلو څخه ښه پوره ګته واخلی ، څو په هند کی د پښتنو په لاروچارو ،ژوندانه او ددوی په میړنتوب ، لښکرکښیو، پوځی لیاقت اوکاردانیو پوه شی ، خو زما د خپلی فرهنگی بوختیا په اړخ کی ددی کتاب د ژباړی څخه هدف داوؤ چی پښتنو ته یو فرهنګی خدمت وکړم او د دوی فرهنگ بډای اوشتمن کړم . له لوی خدای څخه توان غواړم چه په نږدی راتلونکی کی دغه کتاب چاپته وړاندی کړم .

 د سیستانی صاحب روغتیا اوسلامتیا زما هیله ده .

په درنښت زلمی کرزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

1 Comment
  1. تفسیر خان says

    ښاغليه!
    که پښتو ته رښتیا خدمت کوې نو کتاب دڅو تم
    نو پښتنو پوهانو په مرسته ایډت اوړبیا یې چاپ کړه. ډېر خلک یو ځه لیکې یا ژباړي چې له ګټې یی پشتو ته زیان ډېر وي. زه چې چاپخونو او ویبپڼو خبر یم اکثره یې د پوستخوني دنده تر سره کوي، نو ځکه پښتو هره ورځ په شا روانه ده. زه ستاسو تاسو ته ددغه ستر کار دسرته رسولوله کبله ومبارکي وایم. بریالی اوسې

Leave A Reply