Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

نازيه اقبال وايي؛ چې په نوم شاعر وي، دا يې نه خفه کوي

0 1,740

د نازيه اقبال سره د سرخط ځانګړې مرکه
د سرخط ورځپاڼې درنو، خوږو او زړه ته رانږدې لوستونکيو! السلام عليکم.
په دې تمه چې د اختر ورځې به مو خوږې تېرې شوې وي او وروستيو حالاتو به مو د مايوسي پر ځای حوصله لوړه کړې وي، دا دی ستاسې د يو ساعت پام په بله کولو په موخه مو درته د پاکستان مشهوره سندرغاړې نازيه اقبال له ځان سره راوستې ده.
دا اوس په پېښور کې ژوند کوي، مېړه يې جاوېد فضا نومېږي او پنځه ماشومان ورته ادې وايي.
نازيه ادعا کوي چې تر اوسه پورې يې “شپږ سوه زره” سندرې ويلې دي.
سرخط ورځپاڼې ورڅخه د مرکې په پيل کې پوښتلي دي چې د دومره ډېرو سندرو ويلو خو به ستومانه کړې نه وي او ايا فکر نه کوي همدومره به بس وي؟

نازيه؛
نه، دا زما شوق دی. ان له ماشومتوبه نيولې بيا تر ننه پورې دا فن زما په غاړه دی. چې کله مې شوق ختم شو، نو به ستړې شم. هاهاها

سرخط؛ ډېری سندرغاړي چې سندرې ووايي، بيا پکې ګوري او ځينې پکې راوباسي چې د دې شعر ښه نه دی، د دې موسيقي بې‌خونده ده او ځينې لا دا چې لکه عبدالله مقری پښېمانه وي او وايي چې دا سندره يا هغه مه خپروئ، ته څنګه يې؟
نازيه؛
زه خو د هر شاعر شعر وايم؛ مګر اول ګورم چې خوند راکوي که نه. ما ته مې مينه‌وال وايي چې اول شعر ګوره بيا يې وايه؛ خو زه ورته وايم چې نه، زه نه غواړم چې له ما څخه کوم شاعر مرور شي. دومره ده چې د کوم شاعر په شعر کې سکته وي، هغه ورکه کړم او بل دا کوښښ کوم چې بداخلاقه لفظ پکې نه وايم، شاعري د هر چا وايم.

سرخط؛ په خپله هم شعر ليکې؟
نازيه؛
د بل چا په شعر کې سمونې کوم، خو په خپله مې پر ځان د شاعرې خيال نه دی. يو وخت مې د جاوېد لپاره يوه د اتڼ سندره جوړه کړې وه، که هغه شعر وي، نو زما يې وبولئ. داسې وايي چې؛ مسافر راغلی يمه د دوبۍ نه هاهاها

سرخط؛ ځينې خلک وايي، شمعه اشنا ستا مقابلې ته را وتلې او نورې هم له تا متاثره ګڼي، ته څه وايې؟
نازيه؛
د مقابلې خو څه نه شم ويلای، هر فنکار د خپل پرمختګ کوښښ کوي او زه هم د دوی کاميابي غواړم. دومره ورته وايم چې هر څوک دې فن ته راځي، ښه محنت دې وکړي. زه به د خپل تاثر درته ووايم چې له کشور سلطان او ګلنار بېګم څخه متاثره يم. له ما څخه د چا د اغېزمن کېدا قضاوت به زما مينه‌والو ته پرېږدم.

سرخط؛ په اوس وخت کې دې سياله وينې؟
نازيه؛ دا درک خو ما ته خدای که مالوم وي، دا به عوامو ته پته وي هاهاها

سرخط؛ اولادونه مو څو دي؟
نازيه؛ زه د دې نورو سندرغاړو غوندې نه يم چې پټوي يې. شکر دی د خدای مال پنځه اولاده مې دي، درې هلکان او دوه نجونې دي.

سرخط؛ مشر اولادونه دې څه کوي؟
نازيه؛
درې چې دي هغه مکتب ته ځي او په کور کې د قران کريم سبق هم وايي.

سرخط؛ په راتلونکي کې به څه ترې جوړوې له خيره سره؟
نازيه؛
زما مشره لور وايي چې زه به سياست کوم او ابله وايي چې قاضي به يم. دا به د هغوی خپله هڅه او خوښه وي چې څه کوي.

سرخط؛ په فلمونو کې کې ستا له سندرو سره ډېرې پنجابۍ نجونې ډانسونه او نور نور کارونه کوي، دا اجازه تا ورکړې؟
نازيه؛
دا پته ما ته نه وي، ما خو سټيډيو ته را وغواړي، غږ مې واخلي او اجازه يې هيڅکله نه ده غوښتې. ما څو ځله دا پيغام ورته پرې ايښی دی چې پښتو کولتور دې سپک نه معرفي کوي، زموږ او دوی غوښتنې سره په ډېر لوی توپير کې دي. دوی بايد ځانونه بربنډ و نه رقصوي او هغه هم زما په سندرو.

سرخط؛ د خپل خاوند نوم به نه اخلې، په پښتنو سندرغاړو کې دې د چا سندرې خوښې دي؟
نازيه؛
خاوند خو مې اول اول دی، له هغه وروسته زه له رحيم شاه سره زه ډېره په مينه سندره بولم هاهاها

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply