Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

١٠٢ عنوانه کتابونه يوځايي چاپ شول

0 1,266
کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٤): د “ملي تحريک” په هڅو په بېلابېلو برخو کې ليکل شوي ١٠٢ عنوانه کتابونه يوځايي چاپ او خپاره شول.

د دې تحريک مشر پوهنوال محمد اسماعيل يون د دې کتابونو د مخکتنې غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه، وويل چې په تېر کال کې يې ژمنه کړې وه، چې سل عنوانه کتابونه به چاپوي، خو نه يواځې دا چې خپل ټاکلى هدف يې ترلاسه کړ، بلکې ١٠٢ عنوانه اثار يې چاپ او خپاره کړل.

ده زياته کړه، دا کتابونه د مختلفو ليکوالو له خوا په بېلابېلو برخو کې ليکل شوي، چې زياتره يې هغه اثار دي چې په تدريسي برخه کې به ترې ګټه اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، د دې کتابونو په چاپ کې ورسره بېلابېلو کسانو مرسته کړې ده.

نوموړي له حکومت او نورو بنسټونو وغوښتل، چې له دې کاره الهام واخلي او په راتلونکي کې دې او دې ورته د نورو کارونو په ترسره کولو کې د هېواد په پرمختګ او وده کې په عملي توګه ګام واخلي.

يون ژمنه وکړه چې په راتلونکي ١٣٩٥ کال کې به يو کلينيک، يو جومات او پنځه د سواد زده کړې مرکزونه جوړوي.

ولسمشر اشرف غني په هغه پيغام چې د هغه د فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر له لوري ولوستل شو، ويلي و چې د کتاب مخکتنه يو ښه دود دى چې د علم او فرهنګ له غوړېدو سره مرسته کوي او د ليکوال او لوستونکي د هڅونې سبب ګرځي.

ده زياته کړې: “د شاوخوا سلو کتابونو يوځايي مخکتنه، يقيناً د مخکتنو د دود په تاريخچه يو کم سارى او بلکې بې سارى اقدام دى، چې له جوړوونکي يې بايد مننه وشي. د کتابونو له مؤلفانو او هر هغه چا چې د کتابونو له چاپ سره يې مرسته کړې، مننه کوم. دا د هېواد له کلتوري او علمي ودې سره لويه مرسته ده.”

د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله غونډې ته په خپل ټېلېفوني پيغام کې د يادو څه باندې سلو کتابونو چاپ يو لوى فرهنګي او ملي کار وباله او ډاډ يې څرګند کړ، چې د ملي يووالي حکومت له فرهنګي هڅو ملاتړ کوي.

ده وويل، د هېواد په دغسې شرايطو کې دغه هلې ځلې د افغانستان او خلکو ته يو لوى زېرى او ځوان نسل ته د دې زمينه برابروي چې په ټولنه کې خپل تاريخي او فرهنګي مسووليت ترسره کړي.

د هغه په خبره، د يادو کتابونو په چاپ سره دا هيله پياوړې کېږي، چې هېواد مو لوړ استعدادونه لري او هغوى د ټولنې په وړاندې خپل مسووليتونه ترسره کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې غونډه کې په خپلو وينا کې د ملي تحريک د دغه علمي او فرهنګي ګام ستاينه وکړه او ويې ويل: “د ملتونو په تاريخ کې د علم او فرهنګ د ودې دور له ظلمت او ناخوالو څخه د نېکمرغي او سعادت په لور د ګوزار دور وي او په افغانستان کې دغه دور او شېبه زه نن احساسوم. هغه دور چې رڼا، ترقي او پر خپلو پښو درېدل په کې وينم او دغه حالت ته رسېدل يواځې او يواځې د تعليم او علم له لارې ممکنه دي.”

ده زياته کړه: “کتاب ليکنه د جوامعو د ترقۍ او ودې ښکارندويي کوي او کله چې زه روزلي او تعليم يافته ځوانان ګورم، نو ماته د افغانستان قوت او د مجبوريتونو پای تر سترګو کېږي. کتاب ليکنه علم دی او علم هېواد ته سوله راولي.”

حامد کرزي همداراز وويل، سوله سياست نه دی. سوله زموږ د ژوند ضرورت دی او پر ټولو هغو کسانو چې په جګړو کې ښکېل دي، غږ کوي چې پر دې خاورې ورحمېږي او جګړه بنده کړي.

بايد وويل شي، چې د ١٠٢ کتابونو په لړ کې د پژواک خبري اژانس د درېيو کارکوونکو د محمد حکيم بشارت د (سيد شمس الدين مجروح) اثر، د محمداصف احمدزي (د پښتو د پرمختيا او پياوړتيا اداره) اثر او د ګل رحمن رحماني (سوځېدلې ځمکه) او (د پښتو شعر اوسنى بهير) اثار چاپ شوي دي.

د يادولو وړ ده چې د ملي تحريک له لوري، تېر کال هم شل عنوانه کتابونه په يوځايي ډول چاپ او خپاره شوي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply