«اخلاقي کنایې» دوهم ټوک چاپ شو / محمد الله احساس
له ننه درې کاله وړاندې د هیواد نامتو څېړونکي،برلاسي ژباړن، ریالیسټ ژورنالیست او لیکوال استاد ډاکتر نثار احمد صمد خپلو درنو هیوادوالو او پتمن افغاني کهول ته یوه ستره او بې ساري تحفه (اخلاقي کنایې-لومړی ټوک) وړاندې کړه.
د کتاب لومړی ټوک له چاپ سمدستې وروسته د هیواد په لر او بر کې د تود هرکلي سره مخ شو او د خپرندوی په وینا څو ځلې د کتاب بیا چاپ اړتیا او له فاضل لیکوال څخه د دې لړۍ د غزولو هیله څرګنده شوه.
همدا لامل وو، چې قدرمن استاد صمد صاحب له خپلو ډېرو مصروفیاتو او د پردیسۍ د ژوند له ناخوالو سره سره د هیوادوالو د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړه او له درې کلن کار و زیار وروسته یې بالاخره د اخلاقي کنایو دوهم ټوک چاپ ته چمتو او ولس ته وړاندې کړ او تمه ده چې د لوستونکو په دعا او له معزز لیکوال سره د ژوندانه د وفا په بهیر کې به دا لړۍ نوره هم پسې وغزیږي.
اخلاقي کنایې د لنډو او جامعو حکایتونو، محاورو او اخلاقي او اصلاحي درسونو او پندونو څخه مالامال او د ګرانو د ځوانانو، کورنیو ، زده کوونکو ، استادانو او په لنډه توګه د ټولنې د فرد فرد لپاره یوه بې ساري ارزښتمنه او ګټوره لړۍ ده.
اخلاقي کنايې دوهم ټوک کتاب د لومړي هغې په څېر ټولټال (۳۲۸) مخه لري،په ښکلې پښتۍ او معیاري کاغذ په کندهار کي د علامه رشاد (رح) خپرندویه ټولنې له لوري د زر ټوکه په تېراژ چاپ شوی دی.
چا چې د استاد صمد د پند او عبرت قصې (لومړی او دوهم ټوک) او یا هم (اخلاقي کنایې) فقط یو ځل لوستی وي، نو ښايي ما ته د دې اړتیا نه پېښوي چې د دوهم ټوک لوست ته یې وهڅوم بلکې خپله تلوسه به یې هره شېبه د کتاب لوست ته را بولي.
اخلاقي کنایې که تر هر څه زیات اخلاقي، معنوي، دیني او اصلاحي پيغامونه او پندونه له ځانه سره لېږدوي. خو د لیکنې سبک او انداز یې هم فوق العاده له ادبي غنا او ذوق څخه ډک دی.
بې له مبالغې ویلای شم، د پښتو د غوره، ساده او روان نثر لیکنې په تاریخ کې چې ما کوم خوند د استاد الفت (رح) له نثري ټوټو څخه اخستی نو په اوس مهال کې مې همدومره خوند او پند د استاد نثار احمد صمد د پند او عبرت په کیسو او اخلاقي کنایو څخه تر لاسه کړئ.
زه د دې لیکنې له لارې خپلو ټولو وروڼو او خویندو ته چې د خپلې معنوي او اخلاقي پانګې د زیاتون په لټه کې دي،بلنه ورکوم چې لطفاً د اخلاقي کنایو لړۍ تعقیب او د مطالبو د ښه فهم لپاره یې یو ، دوه ځلې نه بلکې بیا بیا ولولي او هم یې له نورو دوستانو سره شریک کړي.
غوښتل مې دلته د «مُشت نمونهء خروار» په توګه له کتاب څخه ځینې مطالبت راوړم؛ خو د دې لپاره چې د کتاب منځپانګه او ستاسو تلوسه مې زیانمنه کړې نه وي نو ترې تېر سوم.
له الله تعالی څخه د کتاب قدرمن لیکوال، خپرندوی او لوستونکو ته بریا، روغتیا او لا زیات توفیق غواړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320