Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

که ملا منصور وژل شوی وي نو دا هم د غني کامیابي او…/ اجمل ستانکزی

0 851

که ملا منصور وژل شوی وي نو دا هم د غني کامیابي او وحشي ټالیب ته یوه بله ضربه ده. اوس کیدای شي د امیرالمومنین د چوکۍ لپاره بیا د ټالیبانو خپل مینځي د قدرت جګړې پیل شي او دوی نور هم کمزوري کړي. دا هم امکان لري چې د ټالیبانو بیلې شوې ډلې بیرته سره یو ځای شي. د ملا منصور د وژلو په اړه څو نورې خبرې.
– ویل کیږي چې له دولت سره د خبرو تر ټولو لوی مخالف خپله ملامنصور وو. امریکا او افغان دولت په شریکه دی لرې کړ تر څو ټالیب کمزوری او خبرو ته مجبور کړي. امکان لري چې د پاکستان دولت لدې وژنې هیڅ خبر نه وي.
– امریکا په پاکستان سلګونه میلیونه ډالره مرسته بنده کړې. دا هم امکان لري چې پاکستان ورته د ټالیبانو مشر ورکړی وي تر څو د امریکا یو څه اعتبار لاسته راوړي او دغه مرسته پاکستان ته خلاصه کړي.
– د ګلبدین له دولت سره یو ځای کیدل او په افغانستان کې د داعشيانو ځپل کیدل، ټالیب یوازینی مخالف پريښی. د دوی د مشر وژل کیدل د دوی مورال ته یوه بله ضربه ده. امکان لري چې یو شمیر د وړې او غټې کچې ټالیب قومندانان له دولت سره سوله وکړي.
– د امریکا سیاسي او نظامي مشران اشرف غني ته په ډیره درنده سترګه ګوري. د امریکا په کانګرس کې د غني د خبرو استقبال څخه اندازه ولګوئ چې دوی د خپل یو پروفیسور څومره قدر کوي. اشرف غني هم دوی پدې قانع کړي چې له پاکستان سره به جدي کیږي او پاکستان به تر فشار لاندې راولي. په پاکستان د پیسو بندول، د انګورو اډې د تاسیساتو افغانانو ته ورکول، د ملامنصور له مینځه وړل او نور پټ او ښکاره فشارونه د غني په خوښه او مشوره شوي.
– سپین ږیری ولسمشر مو کار ته پریږدئ او ملا یې ور وتړئ. دی له دنیاوالو سره د هغوی په ژبه پوهیږي. په لمړي ځل افغانانو وکړای شول چې د پاکستان په اړه د نړیوالو اعتبار لاسته راوړي. د ولسمشر د پښو وهل مو د هیواد په تاوان دي.
چې اوس څوک د ملا منصور فاتحه وانخلي. ډیری افغانان په صور نه دي ځکه تل یې خپل قاتل لمانځلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply