Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د افغانستان تر ټولو ډېرې پيسې په هغو ملايانو مصرفيږي/ اباسین بریال

0 1,001

د افغانستان تر ټولو ډېرې پيسې په هغو ملايانو مصرفيږي، چې افغانستان ته یې خير يوه زره او شر يو عالم دی. ملا فضل الهادي شينواري چې خپله شتمني ثبتوله نو ويلي يې و، چې درې لکه پسونه رمه لري. ملا کشاف له حکومت څخه د مياشتې څلويښت زره ډالر په دې پلمه اخلي، چې وزير اکبرخان کې يې ملايانو ته حويلۍ کرايه کړې دي. د ملا رحماني د دسترخوان مصرف دیرش زره ډالره و. ملا تره خيل یوسل ديرش شخصي ګاردان لري. د سولې په شورا کې ناست ملايان او ملا سناتوران ټول د حکومت په حق سکوت چليږي. هغه ملايان چې له حکومت سره دي، داسې فکر کوي، چې په خپل فزيکي حضور سره يې له سره کافر نظام نه سپين اسلامي نظام جوړ کړی دی.
پاکستان بيا ډېرو محدودو ملايانو ته سرکاري معاش ورکوي خو په مکمل ډول يې د سياست لپاره کاروي. مولانا سميع الحق وايي، افغان ملايان مې زامن دي، وزيرستانونو کې عمليات روا دي ځکه هلته ترهګر پټ دي او افغانستان کې جهاد روا دی، ځکه دلته يرغلګر پراته دي. موږ د مولانا سميع الحق په څير لااقل يو ملا هم ونه درلود، چې ووايي پاکستان کې جهاد روا دی، ځکه حکومت يې د یرغلګرو ملاتړی دی، پاکستان کې فاحشه خانې دي، پاکستان کې د ډرون مرکزونه دي، او پاکستان د نړۍ د یرغلګرو پراپرټي ده. زموږ شيخ الحديث او پروفيسران د فتوا له جراته ډاريږي خو پاکستان کې د کرکېټ کېلاړي عمران خان هم د فتوا سويه لري. زموږ ملايان دکور زمريان د صحرا ګيدړې دي، د پاکستان ملايان د پاکستان د بهرني سياست زمريان دي.
که زموږ ملايان په ځان ډاريږي، نو خلاصون يې نشته، سياف به په پغمان کې کوټه قلفي وي او رحماني به په مرمۍ ضد لنډکروزر کې ترورېږي، رباني به په ميلمستون کې وژل کېږي او ملا کشاف به له ټول احتياط سره دبل په جنازه کې د خرمرګي يا ځانمرګي ښکارشي. يا دې حکومت دا په خپله ساه مين ملايان له ځانه ورټي او يا دې له پنځو زرو ملايانو څخه د یو مولانا سميع الحق کار واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply