ما د نظام د نه شتون مزه څکلې ده /اینجنیر زیارمل
تر ټولو سرسخته د حکومت پلوی يم او د نظام د مخربينو خلاف مې تل کلک دريځ نيولی وي.
خو نه قلم پلوری يم (لکه دا ځينې چې دا نوم د نظام د ملاتړو لپاره د ټاپې غوندې کاروي) او نه له حکومت ماما نه د څوکۍ تمه لرم، که مې څوکۍ غوښتله نو اسناد لرم او پر هغو اسناو سربېره به ازموينه ورکوم او څوکۍ به د ازادې سيالۍ له لارې ګټم. دا مې حق دی.
خو د نظام او حکومت ملاتړ ځکه کوم چې ما د نظام د تشې (خلا) مزه څکلې ده.
هغه وخت مې په ياد دی چې زه ماشوم وم او زما په مخکې د ننګرهار د قول اردو چالان ټانکونه ګل کړی شول، د اور ارې پرې ښخې شوې او یوه یوه تخته يې ترې بېله کړله او پر پاکستان يې خرڅ کړل.
هغه وخت مې هم یاد دی چې روسيې ته د یوه ټيلفون لپاره مې کاکا پاکستان ته راغی او له هغه ځايه يې ټيلفون وکړ.
هغه شپې مې يادې دي چې د کابلۍ مور نه خپل ماشوم په زانګو کې پاتې شوی و او له کوره يې یوازې یو څو تنو ژوندي ځانونه راايستلي وو او موږ کره جلال اباد ته راغلل.
هغه وخت مې هم ياد دی چې د ابوبکر په نامه یوه سواتي طالب/پوځي د جلال الدين حقاني د دوو سوو جنګي طالبانو مشري د باګرام په خط کې کوله او دی د سرحداتو وزير و.
نو زه ځکه د نظام ملاتړ کوم چې ما د نظام د نه شتون مزه څکلې ده او اوس نه غواړم چې د نظام بنسټيزې مهرې دې څوک بېځايه بدنامې کړې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320