Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

لومړی مننه او کورودانی/ اسدالله ښالیز

0 846

تېره ورځ مو له والي صيب سره ناسته درلوده، د امنيت په بې خوندۍ مو خبرې وکړې، نن خبر شوم چې د موټرو ښيښې درګرده سپينېږي، دوه کسيزه سپرلۍ نه پرېږدي او بې پليټه څو موټرې يې نيولې دي.
سپيناوی.
د همدې غونډې نيولو په تور کوم باتور په مستعار نامه سپکې سپورې راپسې کړي او چاپلوس يې بللی يم.
د پټ مخ تورپاليو!! د حيا او ابرو دنده لرم او دې ته نه يم اړ شوی چې د چوکۍ لپاره دې د چا درګاه وټکوم. ( اشتهار يې مه ګڼئ، د ملګرو برکات دي، له مرکزه راته تر دې دمه درې وړانديزونه شوي خو پخپله لمن د داغ اېښودو جرئت مې لا نه دي پيدا کړی ) زه تر اوسه دې ته نه يم اړ شوی چې د کور جوړولو لپاره د سمنټو، سيخانو او نورو لوازمو لپاره ، قوماندان يا والي خو څه کوې، د دوی د نوکرانو احسانونه هم په ځان ومنم.
واده مې ډېر پخوا کړی، هغه وخت دا کلتور نه و چې فرهګني، ژورناليست يا شاعر او ليکوال دې په ژړغوني بڼه د واده او کوژدنې ليست د پيسو خاوندانو مخ ته کېږدي، والي ته دې په عريضه کې د خسر له لاسه شکايت وکړي.
د هغو له ډلې هم نه يم چې غلو نه دې د خپل ملګري د سپکاوی په بدل کې څو روپۍ کلدارې تر لاسه کړي.
تاسې يې را ثبوت کړئ چې کله مو د کوم قوماندان په کور کې ( چاپلوسان يې د حويليو په نوم يادوي ) ليدلی يم؟
والي يا بل چارواکي سره د لیدو نور شاهدان هم زما دا ليکنه حتمی لولي، قسم دې وخوري چې زما خبرې به د سپین سترګي او ياغي افغان نه زره هومره کمې وي؟
په هغه څه ګوتې نشم خوځولای چې تاسې څو بې وجدانو د خپلو چوکيو او موقف ساتلو او ترلاسه کولو لپاره د ننګرهار ولس ته په ابدي شرم تمامه کړې ده او….
هر څوک چې يې! ( که څه هم څو تنو راته په وړه کړکۍ سړی راښوولی، که رښتيا وي نو دا ښاغلی مې مخامخ د شلو تنو مخکې دومره سپک کړی چې له وېرې يې سرباری بخښنه هم له ما غوښته) تر خپله وسه مې د ټول هېواد او په ځانګړې ډول د خپلې سیمې ننګرهار تور ته تور او سپين ته سپين ويلي. زه دې منندوی يم، تا وهڅولم او دا دی تا، ستا د لارې پټ مخي او بل هر يو ته بلنه درکوم چې د فيسبوک له لارې دا تېر لس کاله ژوند سره راميدان ته کړو چې چا د خپل ولس لپاره څومره څه کړي دي؟
د همدومره نارينتوب په هيله دې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply