Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

کودتا…..په مرسي ولي کامیابه..او په اردوګان ولي ناکامه شوه..؟؟/ نجم شینواری

0 1,232

کودتا…..په مرسي ولي کامیابه..او په اردوګان ولي ناکامه شوه..؟؟

اردوګان د ولس خیټه مړه کړه….او مرسي او اخوانیانو په واک خیټه اچوله…..

په مصر کي پوځ په مهارت لومړی د ملي پاڅون کلک ملاتړ وکړ، د ولس د عواطفو سره ېې په مهارانه لوبه پیل کړه، هرڅه ېې و منل، په مکر ېې سیاسي طرحه د اخوانیانو په تاید او د نورو ګوندونه په نا زړه ترحه کړه، اخونیان ېې ځان ته رانیږدي کړل، لومړی یی ولسی جرګی ټاکني، بیا ولسمشریزی، او اساسي نوی قانون، په دي طرحه یی ټول پوښتنه وکړه، او غوڅ اکثریت ومنله…په همدي د اخوانیانو او نورو ترمنځ اختلاف زیاتیدل پیل شو، او اخوانیان د واک په هوس کي د پوځ په لومه کي ورو ورو ګیریدل، اخوانیانو د ولسي جرګي ډ ټاکنو په مهال اعلان وکړ، چي اخوانیان به ولسمشرۍ ته نوماند نه اعلانوي. په دغه اعلان ېې نور سیاسې ګوندونه باورې کړل، ویل کیږي، چي دغه اعلان د پوځ په خوښه شوای وو، په ولسي جرګه کی اخونیانو اکثریت خپل کړ، ورسره سلفیان یوځای شو، ۸۰ سلنه جوکۍ ېې خپلي کړي، شخړي زیاتیدلي، ستونزي زیاتیدلي، د ولسمشریزو ټاکنو اعلان وشو، اخواناینو خپل زوړ دریځ بدل کړ، او ولسمشرۍ ته ېی نوماند وړاندي کړ، لومړي پړاو کي یی اول مقام واخیست، دوهم پړاو کي یې ټاکنې وګټلې، ولسمشر مرسی منتخب مشر شو، د پارلمان مشر هم اخوانی، د مشرانو جرګي، او اکثریت هم، په واک کي ېې څوګ د ملي یوالي په بنا شریکول خوښ نه کړل، هلته امینتي ادارو د پردي ترشا ډیري ستونزي پیدا کړي، ګاز مشکل، ډوډۍ مشکل، برق مشکل، یو په بل پسي ستونزي، همداسي د سیمي هیوادنو سره د اخوانیان اړیکي خرابه شوي، هغو د اخوانیانو واک ځان ته ګواښ و ګاڼه، اخوانیانو د دي پرځای چي هغو ته ډاډ ورکړي، ترسکوني بیاني ېې ورکولي، همداسي کور دننه اخوانیانو هیڅ هڅه ونه کړه چي نور سیاسي ګوندونه او ډلي ځان ته رانیږدي کړي، د پاڅوان ځوانان چي اصل د دغه بدلون دی واک کی شامل کړي، او په مهارت دغه فتره تیره کړي، اخوانیانو انګیرله ،چي نور د پوځ قوت اوبه شو، او ولس ېې تر شا دی، خو د دومره لوی تجروبي سره ېې دا نه لیدل، چي دري کالو کي ولس ډیر وځپل شو، بي کاري نوره هم زیاته شوه، قیمتي شوه، برق ورک شو، ګاز او نوري ستونزي، بي امني زیاته شوه، په ټوله کي ورځ تر بلي د خلکو ژوند تریخیده، ځوانان او سیاسي ګوندونه د اخوانیانو نه بي زاره کیدل، سیاسي بحران ګرمیده، خو اخوانیانو بیا هم پر واک خیټه کلکه کړي وه، او دا یی ویل چي دیموکراسي ده، او ولسواکي ده، دا دحیرنتیا خبره وه،چي مصر باندي ۶۰ کاله پوڅ حکومت کړی، پولیسی ریژيم وو، اخوانیانو هرڅه هیر کړي وو؟؟؟؟ خپله اینډه ېې نیولي وه؟؟؟

قضا د اخوانیانو خلاف، ځوانان خلاف، سیاسی ګوندونه خلاف، لاریونونه پیل شو، چي اصلا پوځ تمویل ول او هم یی هڅول، مرګ ژوبله هم پيل شوه، دیني مراکز ، که ازهر وو، که د مسیحانو مشریزه، د مرسي د واک پریښودو وړاندیز کاوه، بلا اخیره پوځ مخ ته شو، او مرسي ېې ونیو، تخته بل مخ شوه، اخوانیان او ځیني اسلامپاله میدانونو ته راووتل، خو غوڅ اکثریت په شمول د سلفیانو چی پارلمان کي د اخوانیانو وروسته لوی ګوند وو ، د ازهر شیخ د مسیحیانو مشر د پوځ سره ودریدل، پرته د اخوانیانو نور هرڅوګ د مرسی خلاف وو، لږکي غیر اخوانیان به د مرسی سره وو، نن هم دي، خو فعال رول والا اکثریت ېې خلاف وو، دا لاملونه دي چي مرسي باندي په اسانۍ کودتا وشوه…
اما اردوګان: د ترکیا اقتصادي حالات مزیدار نه ووو د نړۍ ۳۰ تم اقتصاد وو، سمیز رول ېې خراب وو، ستونزي ډیري وي، خو چي اردوګان واک ته شوه، نو په لومړۍ دوره کي ېې ولس ته په درسترخوان ډوډۍ غوړه کړه، سوتنزو باندي ېې کنټرول راوست، د سیمي په کچه ېې ترکیا د فعال او اغیزمند رول خاونده کړه، ۱۰ کالو کي ېې ترکیا د نړۍ ۱۵ لوی اقتصاد کړ، بي کاري راکمه شوه، پرمختګ شو، وده شوه، ځوانان خوشحاله شو، فردي ازادي ېې زیاته کړه، ولسوالکي قویتره شوه، ټاکنیز بهیر شفاف شو، د ولس د ارادي ترجماني پیل شوه، ولس په ټاکنو، او واک کي به اشتراک باوري شو، ان کردانو ته ځیني حقوق ورکړل شو، د هغو عسکري حرکت تر حده په ټپه ودرید، جوړي روغي هڅی رواني شوي، په پوځ ، قضا، پولیس، کي بدلون ترحده راغی، په ټوله کی ترکیا خوشحاله شوه….نو کله چي د داسي شخص پر وړاندي کودتا هڅه وشوه، نو تر هرچا مخکي د اردوګان فکري او سلوکي او اخلاقي مخالفینو د اردوګان ملاتړ او د کودتا مخ ونیوله، اردوګان ېې سری سترګي پر کورسۍ پاتي کړ…………
خو د مرسي په خلاف کودتاه کي تر ټولو زیات لاس د اسلامپالو وو، دا فروق دي،
……نجم شینواری…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply