Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د مهاجرت د مشکلاتو تر څنګ د پرنګی ایجنټانو زیار ویست تر څو د افغان مهاجرو ذهنونه ومینځی / صفی الله صاحبزاده

0 924

بسمه تعالی !
محترمو دوستانو او په پاکستی کی د انګریز جوړ شوی هیوادد منافقو او بی دینه تش په نامه مذهبی مشرانو او سیاست والو لخوا دوکه شوو وطنوالو !
اسلام علیکم
د مهاجرت په دوران د مهاجرت د مشکلاتو تر څنګ د پرنګی ایجنټانو او منحوسه غلامانو زیار ویستلی تر څو د افغان مهاجرو ذهنونه په خپلو خبیثانه او غلام خویه اعمالو سره ومینځی او زمونږ میړنی ولس او د دغه غیور ولس وطندوسته انګریز ضد مشران ، مبارزین او مجاهدین بدنام معرفی او د هیواد دښمنان او د انګریز آګاهانه او یا جاهل کسان چه د انګریزانو لخوا ډیر بد د هیواد پر ضد استعمال شول د دین خادمین معرفی کړی.
د څو ورځو لخوا ما د هیواد تاریخی حوادثو د بیانولو سره جوخت د سیاسی تاریخ پر بنست غوښتل چه د راپیښ شو حوادثو په هکله د جامعه شناسی او د زمانی د شرایطو او د استعمار د شیطانی لاسوهنو ته په اشاره او دا چه ولی اوس محال د پاکستی جاسوسان او ایجنټان په پوره بیشرمی غواړی زهرجن تبلیغات وکړی تحلیل او د داسی ناوړه تبلیغاتو چه کټ مټ د هیوادوالو سره دوکه او جفا ده رڼا واچوم او عوامل یی په ګوته کړم.
په خپل یوی لیکنه کی راته یو هیوادوال غبرګون وخوت چی شاه امان الله بی دینه ؤ او تر څنګ یی راته د ملا صبور ویډیویی مباحثه چه د خورشید تلویزیون سره درلوده او فهیم کوهدامنی یی چه پیژندل شوی څیره ده تر څنګ ناست ؤ.
ما د ملا صبور ډیری ویدیویی ویناوی اوریدلی خو کومه ملاحظه می نه درلوده خو څه وخت چه هغه جنجال پورته کړ او شاه امان الله یی بی دین او د انګریز پیژندل شوی ناولی جاسوس ګود ملا نه یواځی مجاهد بلکه د برخی خاوند او د خدای ولی وباله او ویی ویل چه ګوډ ملا به چیری کښیناست هغه ځای به وروسته سمدواره شین شو او نور مزخرفات باد کړل د هغه په هکله می ولیکل چه هغه یو ساده او ناپوه ملا دی او خبره یی په سیاسی تاریخ د دو پیسو ارزش نه لری رد او یو څه نور تشریحات می هم ورکړل.
خو د ملا صبور طالبان او د هغه مقتدیان په خپله خبره سر تنبه ولاړ دی او وایی چه ملا صبور په حق او غازی امان الله بی دینه ؤ.
خبره لنډه وم زه به په دی هکله ان شاالله مفصل معلومات تاسی دوستانو سره شریک کړم.
خو دلته یو ځل بیا د ملا صبور د مزخرفاتو ته لنډه اشاره کوم.
بد بخته او نا پوهه او یا غولیدلی ملا منصور د خورشید تلویزیون سره په مرکه د خپل نورو مزخرفاتو تر څنګ ځنی اظهارات وکړل چه د دغو څخه غواړم د هغه دوه اظهارات په ګوته کړم.
بد بخته ملا صبور وایی چه امان الله لمړی پا چا ؤ چه بی حجابی ( لوی لوچی ) او بی حیایی رامینځ ته کړه او په بل ویدیو یی مباحثه یی وویل چه شاه امان الله لمړی شاه ؤ چه ګیره یی وخریله.
بل ځای وای چه ټول علما او افغانان په دی باور دی چه امان الله بی دینه ؤ.
۱ – ملا صبوره رب دی هدایت درکړی او که نه هدایت کیږی الله دی هلاک کړه آیا په دی نه پوهیږی او یا سترګی پټوی چه د امان الله نه د مخه تیرو امیرانو او شاهانو څه احوال ؤ ؟؟
صبوره هلاک شی نه پوهیږی چه امیر حبیب الله عیاش د انګریز تالی څټی شا او خوا څلور سوه ښځی درلودی او د اسلامی شرعیت پر بنست د څلور ښخو څخه زاتو ښځو جواز نشته او که ورسره جنسی امیزش وکړی زنا ده او د متاهل زنا کار جزا سنګار دی.
اوس ای جاهله ملا صبور ایا د شاه امان الله د ښځی روی لوچی لویه ګناه ده که د څلور سوه ښځو سر زنا ؟؟
ملا صبوره الله دی هلاک کړه چه تا غوندی جاهله ملایان د امیر حبیب الله په وخت په کوم غار کی پټ ؤ چه د امیر زنا ګانو په مقابل ولاړ شوی او د بی دینی فتوا ورکړی او سنګ سار کړی یی وایی.
سیاسی تحلیل- امیر حبیب الله د انګریز غلام ؤ نو ځکه انګریز غلی ؤ او ملایان لکه ملا صبور په خوب پراته ؤ.
۲ – ملا صبور وایی چه ټول علما او افغانان په دی متفق دی چه امان الله بی دینه ؤ.
زما ځواب ، ملا صبوره رب دی په شرمونو وشرموه چه وایی د هیواد علما ټول متفق دی چه شاه امان الله بی دینه ؤ . خو زه وایم اول خو ته عالم نه یی او نه د علماو نمایندګی کولای شی ، ځکه یواځی زمونږ روحانی کورنی صاحبزادګان چه شمی یی شا او خوا دوه زرو ته رسی او د هیواد دمعاصر علم تر څنګ په دینی او اسلامی شرعه کی استادان او پاخه عامان دی امان الله د انګریز پر خلاف یو غازی او مجاهد بولی او هیڅکله دغه پیاوړی مجاهد بی دینه نه بولی نو ته د کومی باغ مولی یی چه وایی علما داسی متفق دی او هغسی.
ملا صبوره هلاک شی چه ته ځان د علماو نماینده بولی او غازی شاه امان الله ته بی دینه وایی.
او بیا وایی چه دا زما نظر دی او زه خق لرم چه هغه بی دین خطاب کړم.
زما ځواب ملا صبورته
چه ته غازی شاه امان الله بی دینه بولی زه او زما د فامیل دینی علما هم حق او د نظر خاوندان دی چه پر تا ، ستا پر پلار او ستا اوستادان بی دینه جاهله او کافر زندیق وبولی.
هو ملا صبوره پوه شه او ځان د اسلام ټیکه دار مه بوله ، ځه ورک شه ځان پوه کړه بیا وینا وکړه.
نور ستړی شوم ناوخته شپه ده بیا به که خدای کول د هیواد ناولی دښمنان د پاکستی ټیټ سری جاسوسان معرفی کړم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply