په سيدني کې (اخ چې لنډې فاصلې وای) کتاب نمانځنه وشوه

0 1,344

راپور: سپيلنی

په سيدني کې د افغانانو يوه تن با عزته مشر او سپينږيري جناب حاکم صيب پاينده خان دهسبزي د ښاغلي هادي د نوي چاپ شوي کتاب ( اخ چې لنډې فاصلې وای) له ترلاسه کولو وروسته ، خپل با رسالته زوی حاجي صيب مينه يار دهسبزي ته هدايت کړی وو چې يوشمير افغانان سره راټول کړي او د دغه اثر د چاپ نمانځنه وکړي.
په همدې اساس بيګا شپه د ښاغلي مينه يار په نوښت يو شمير مخور او روڼ اندي افغانان د دوی کور ته ور بلل شوي وو څو له يوې خوا د ياد کتاب د چاپ نمانځنه وکړي او له بل پلوه له خپلې ژبې، ګډ افغاني فرهنګ او کلتور سره د دغې ستانه او درنې کورنۍ د مينې ښکارندويي وکړي.
د غونډې په پيل کې د دهسبزي صيب مشر زوی تکړه افغان حقوقپوه او د لوی افغانستان د داعيې پيژندل شوي مبارز ښاغلي سيار دهسبزي ميلمنو ته هرکلی ووايه، او په ترځ کې يې د ياد کتاب پر منځپانګه او ارزښت، د پښتو ژبې په وده کې نظم او نثر ته د پاملرنې پر ارزښت ټينګار وکړ.
ډاکترمحمد رحمن شينواری، ښاغلی فاروق منګل ، ښاغلو مليار دهسبزي، انجنير عبدالحی ګوملوال او پامير جان دهسبزي هم د موضوع په اړه خبرې وکړې.
وروسته عبدالهادي هادي لومړی د مشر دهسبزي صيب له پاملرنې، ښه احساس او لورېينو د مننې په ترڅ کې،يادونه وکړه چې د اصلي مننې او نمانځنې وړ زموږ با احساسه ملي سوداګر قاضي انور خان منګل دی چې دا کتاب يې په خپل مالي لګښت چاپ کړيدی او نن متاسفانه اروپا ته د سفر له امله، له موږ سره په دې محفل کې نشته، چې ميلمنو د ښاغلي انور خان په وياړ لاسونه وپړکول ، تر دې وروسته ښاغلي هادي له خپل نوي چاپ شوي کتاب نه څو شعرونه حاضرينو ته ولوستل چې د ميلمنو له تاوده هر کلي سره مخ شول.
د غونډې په جريان کې د يو شمير برخوالو ښاغلو ډاکتر رحمن شينواري، انجنير عبدالحی ګوملوال،حاجي مينه يار دهسبزي، ملي سوداګر الحاج عبدالقيوم ګوملوال، ښاغلي سيار دهسبزي، ښاغلي مليار دهسبزي، پاميرجان دهسبزي، او نورو له خوا د عبدالهادي هادي د بل کتاب د چاپ له پاره بسپنه واچول شوه او ښاغلی فاروق منګل ته دغه پيسې وسپارل شوې چې د دوه ښاغلو مشرانو سيار صيب او مليار صيب د بسپنې له راټولولو وروسته د لوی افغانستان د تحريک له خوا د بل کتاب د چاپ له پاره عبدالهادي هادي ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده چې د ښاغلي هادي نوی کتاب به د لوی افغانستان د تحريک له خوا چاپيږي او دا به د خپل افغاني فرهنګ او ژبې د ودې له پاره د لوی افغانستان د تحريک لومړنۍ دا ډول هڅه وي.
د غونډې په پای کې د ( اخ چې لنډې فاصلې وای) د کتاب شاعر عبدالهادي هادي ته د مشر دهسبزي صيب له خوا د پښتني دود پر اساس پر سر پټکی ور وتړل شو او د تبرک له پاره يو ټوک قرآنکريم له پښتو ترجمې سره ورته هديه شو.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply