د حافظې د پياوړتيا اسانه لار / ژباړه: اسدالله خان امرخېل

0 1,265

آیا تاسو زیاتره شیان هېروۍ  او غواړئ  چې د دې ستونزې نه ځانونه بېغمه کړي؟  نو ژوره ساه او له زغم سره ځان عادت کړئ.

دا ادعا د امريکې د طب پوهانو د يوې څېړنې له مخې کړې ده.

د نارت ويسټرن پوهنتون د څېړونکي په دې توانيدلي دي، چې ژوره ساه اخيستل پر بدن جادويي اغېزه کوي. له پوزې نه ساه اخيستل مغزه او حافظه پياوړې کوي.

د څېړنې پر مهال رضاکارانو باندې شوې تجربې دا په ډاګه کړې ، چې  هغه خلک د ژورې ساه اخيستلو عادت وي، هغوي هر سه په ډېره اسانه زده کوي او حافظه يي ځواکمنه کوي.

ځينو څېړونکو د څېړنو پر اساس ویلی شو، چې د ساه اخيستلو پر مهال د مغزو ځينې برخې د ايمي ګدالا او هپوکمپس پر مختلفه بڼه خپل اثرات پرېږدي، نو پردې اساس کله چې ژوره ساه اخلو نو د مغزو ځينې عصبي برخې په خوځښت راځي.
د څېړنو له مخې پرهغو خلکو شوې تجربې نه دا ښکاره شوې ده، چې هغه خلک ساه په آرمه اخلي حافظه يي پياوړې وي او هر څيز په ډېر ښه ډول سره حافظه کې ساتي.

څېړونکو زياته کړه، چې هغه خلک چې په چټکۍ ساه اخيستلو سره پر حافظه منفي آغېزه کوي، چې له امله يې بدن يې نا آرامه وي، په ارامه ساه اخیستل پر مغزو مثبت اغېزه کوي.

له دې نه مخکې تېر کال په هالنډ کې د يوې څېړنې پر مهال پوهانو ويلي و، چې که په اونۍ کې يو وارې د (Shrimps) کب غوښه وخوري نو په زړښت کې به د حافظې کمزوري او بازي فکري کمزورتياو ستونزو مخنيوي کې پراخه مرسته کوي.

په هالنډ کې د طب پوهنتون مرکز او د واګينيګن پوهنتون دګډو څېړنو پر اساس ویلی شو، چې  هغه خلک په اونۍ کې د (Shrimps)  کب غوښه نه خوري هغوي په ناروغيو ډېر ژر اخته کيږي، او په زړښت کې به د فکري کمزورتياو ستونزو سره به مخ شي.

د لوړ پوړي څېړندوی رکن مارتها کلير مورس زياته کړه (( د عمر په زياتېدو سره انسان هېرجن کېږي او ناروغيو باندې اخته کيږي خو د (Shrimps)  کب غوښې له خوړلو سره موږ کولی شو، چې ددې ستونزې مخه ونيسو)).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply