د ماشوم د روزنې لپاره څو لارښوونې/هارون صميم

0 3,035

موږ په مورنۍ ژبه او خپله لهجه زده کړه حتمي بولو او دليل ئې دا ښيو چي ماشوم او د کښتو صنفو شاګرد چي څونه پخپله ژبه او خپله لهجه پوهېدای سي تر بلي هري طريقې او لهجې هم ښه او هم اغېزمنه استفاده ځني کوای او هم ښه پوهېدای سي. هر څومره چي د کوچني په ژبه او د کوچني په شکل د کوچني سره ږغيږو هغونه کوچنی ښه پوه کيږي او د پوهېدلو قوه ئې پراختيا مومي. د کوچني سره د خبرو کولو او ږغيدلو ښه لاره داده چي دی کومه پوښتنه کوي او پر څه ږغيږي پر هغه ورسره وږغيږو او دی د خپلي خبري او پوښتني څخه منع نه کو، دلته د انسان حوصله او صبر مهم دئ چي څونه خبري کوچنی کوای سي هغونه خبري ورسره وسي موږ نه بايد دلته بې حوصلې واوسو او نه بايد پر کوچني خوشکه وکو. کوچنيان عمومن د حيواناتو سره مينه لري او د حيواناتو په اړه کيسې او حکايتونه خوند ورکوي دوی د حيوانانو د کيسو اورېدلو ته دلچسپي ښيي او د ژوند له ډېرو شيطاني او تفريحي کارونو څخه ددغه ډول کيسو اورېدو ته لومړيتوب ورکوي چي دا خاصيت خپله موږ ته په ذات کي د کوچنيانو د جلبولو او پوهولو لپاره لاره او طريقه په لاس راکوي. که يو ماشوم نسو جلبولای او زموږ خبرو او لارښوونو ته نه حاضريږي او يا مخامخ هدايت نسو ورته کولای او بېره دا بولو چي غوږ نه پر نيسي نو ښه لاره همدا ده چي د مختلفو حيوانانو په کيسو او حکايتونو ئې را جلب کو، هغه څه چي ورته وايو ئې هغه د يوې کيسې په منځ کي ورته ووايو دا ځکه چي دی متوجه دئ او کوم څه چي اوري، هغه ئې مستقيمن په دماغ کي کښيني. حتا تر دې اندازې لا بايد کيسې ورته جذابي کړو چي د حيوانانو ږغونه او نارې، د حيوانانو حرکتونه او تګ او د حيوانانو په څېر سور و شين کېدل عملن د کيسې سره يو ځای ورته اجرا کوو. دغه ډول حرکات او ږغېدل د ماشوم پر روحيه او د پوهېدلو او افادې پر قوې راسن او مثبت اغېز کوي.

بله خبره دا چي د ماشوم سره بايد په ناني و موناني او دده په ژبه وږغيږو دی چي د خوراک او د ژوند نورو سامانونو ته په څنګه نامه او مونانۍ لهجه وايي په هغه لهجه موږ هم ورته ووايو او ده ته داسي احساس ورکو چي ته ښه ږغيږې او په کومو نومو چي ته څه يادوې هغه سهي دي او غلطه طريقه نه ده.

موږ بايد د ماشومانو سره ماشومان سو، د دوی سره په لوبو کي د دوی په څېر لوبي ورسره وکو، دوی ولاړ او متحرک اموخته کو، دوی ته په لوبو کي داسي حرکات وروښيو، چي دوی هم په جسمي او هم په رواني لحاظ پياوړي او خودکار اموخته سي.

د ماشومانو سره لوبي کول او د دوی سره په لوبو کي برخه اخيستل، ماشومان ځيرک او کوښښي روزي. موږ ته د ماشومانو د تربيه کولو او روزلو لپاره ښه طريقه يوه هم دا ده چي د دوی سره د دوی په څېر لوبي او د دوی په څېر خبري وکو. ماشوم ته خوشکه او تنده لهجه استعمال نه کو، کوم څه چي ورښيو هغه په نرمه او حليمه لهجه ورښيو. ماشوم هغو خبرو او کړنو ته چي موږ په خوشکيت او تندۍ ورښوولي او يا هم مخامخ ئې په موږ کي ليدلي حساسيت لري.ماشوم په دغه ډول طريقه سره پر ځای ددې چي سالم او نرم وروزل سي، متشدد، تند او سخت زړی روزل کيږي. ماشومان معمولن پوښتني ډېري کوي دوی په هغه څه چي دوی نه په پوهيږي او د دوی مخ ته راځي ځان پوهول غواړي. موږ ته په کار ده چي د ماشوم سره په ساده او نرمه لهجه خبري او بحث وکو. دوی چي کومي پوښتني کوي په هغو ئې په ساده او اسانه ډول پوه کو.

د کوچنيانو سره په بازۍ کولو کي ډېر احتياط په کار دئ. د دوی سره بايد داسي بازۍ و نه کو، چي کوچنی ځان ازار احساس کي، ځان ناهيلی او کمزوری احساس کي، چي دا د کوچني پر روهياتو مستقيمن او منفي تاثير کوي.

د کوچنيانو سره په خلاصه غېږه روغبړ وکئ، دوی ته په سلام ويلو کي تلوار وکئ، د دوی سره په نرمه او پراخه لهجه خبري وکئ، د دوی لاس ور مچ کئ او داسي احساس ورکئ، چي ماشوم د هر چا په ليدو داسي فکر وکي چي دا مي د پلار په څېر مينه راسره لري.

کوچنی مه پرېږدئ چي له ځانه سره يوازي وبونګيږي ځکه د کوچني له ځانه سره يوازي بونګېدل، دده په همېشني عادت بدليږي او دغه عادت هغه څه دئ چي کوچنی د رواني تکليف سره مخامخ کوي.

پر کوچني واضح نوم کښېږدئ داسي نوم چي هم په ويلو کي تازه وي او هم د مانا له مخي منفي مانا ونه لري. دې ته ئې مه ګورئ چي له عربي، پښتو او يا بلي ژبي څخه بايد انتخاب سي، په نامه کي مانا مهمه ده، ځکه دا د کوچني پر دلاورۍ او ټنبلۍ راسن تاثير کوي. که ئې نوم ښه وو، کوچنی ځان بيداره احساسوي او که ئې نوم ښه مانا نه درلودله کوچنی ځان کمزوری او ناهيلی احساسوي.

د کوچني لپاره داسي پروګرامونه چي د دوی د دماغ بندي غوټي ورخلاصوي، مهم او اړين دي. په دې برخه کي ځانګړي جوړسوي کارټونونه، د کوچنيانو لپاره ځانګړي ليکل سوي کتابونه، کوچنيانو ته ځانګړي کيسې کول او د کوچنيانو سره ځانګړي لوبي کول راځي.

لنډه دا چي د ماشوم سره چي څومره په نرمۍ خبري کوو هغومره دده پر روحياتو او روزني مثبت تاثير کوي او څونه چي دده سره په کارونو او لوبو کي اشتراک کوو هغونه دی کوښښي، پرتلاش او ځيرک اموخته کيږي نو په کار ده چي د ماشومانو سره په نرمه لهجه او ارامه طريقه خبري وکو.

هارون صميم

کندهار

۲/۱۱/۱۳۹۵

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply