جګړې افغان ماشومانو ته په بې ساري ډول زیان رسولی
د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان «Human Rights Watch» وايي، د افغانستان په اوږده جګړه کې ماشومانو ته په وحشتناک ډول زیات زیان رسېدلی دی.
دې سازمان په جګړه کې د ملکي تلفاتو په اړه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر«یوناما»د رپوټ په حواله ویلي چې د ماشومانو تلفات د اندېښنې وړ دي.
د بشري حقونو دڅارنې نړیوال سازمان د یوناما د رپوټ دې برخې ته اشاره کړې چې وايي، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۶۳۹ کوچنیان وژل شوي او تر۱۸۰۰ زیات زخمیان شوي دی.
دا د تېر کال په پرتله د جګړې له امله د کوچنیانو په تلفاتوکې ۱۵ سلنه زیاتوالی څرګندوي چې ساري نه لري.
د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د جګړې له امله د کوچنیانو تلفات د زیاتېدو په حال کې دي.
درپوټ په حواله، په افغانستان د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتو له زیاتېدو او ډېرو سیمو ته د جګړې له پراختیا سره سږکال ډېر کوچنیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د نا چاودو موادو او ماینونو ۸۴ سلنه قربانیان کوچنیان دي.
یاد سازمان د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله ویلي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتې برخې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو دی او د هغوی له ټولو ادعاوو سره چې د ملکي خلکو د امنیت په اړه یې کوي، زیات ملکيان په ګڼ مېشتو سیمو کې د انتحاري حملو له امله وژل کېږي.
د رپوټ په حواله، هغو وسله والو چې د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې یا داعش سره ځانونه متحد ګڼي، په وروستیو نهو میاشتو کې وحشتناک جنایتونه کړي چې په کابل کې د هزاره ګانو پر لاریون یې برید ښه بېلګه ده.
د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان دې ته هم اشاره کړې چې د حکومتي ځواکونو په حملوکې زیات ملکي وګړي وژل او ټپیان کېږي.
رپوټ کاږي، په تېرو نهو میاشتو کې د افغان ځواکونو او له حکومت سره د متحدو ډلو په بریدونو کې لږترلږه ۶۲۳ تنه وژل شوي او نږدې ۱۳ سوه ټپیان شوي چې د تېرکال په پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
رپوټ ویلي چې ډېری مرګ ژوبله په هوايي بریدونو او په ګڼ مېشتو سیمو کې د چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله پېښ شوي دي.
د دې تلفاتو له دریو یوه برخه د نړیوالو ځواکونو د حملو له امله بلل شوې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» خبرداری ورکړی چې پر ملکي سیمو د بمباریو او د درنو وسلو د حملو د دوام په صورت کې به زیات ملکي وګړي ووژل او زخمیان شي چې کوچنیان هم پکې شاملېږي.
دې رپوټ ته په پام، د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جګړې پر ټولو خواوو غږ کړی چې د جګړې د نړیوالو قوانینو پر اساس، د ملکيانو او په ځانګړي ډول د کوچنیانو امنیت ته پام وکړي.
د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي چې که داسې ونشي، ملکي تلفات او په ځانګړي ډول، د کوچنیانو قتلونه به جاري پاتې شي.
سرنوشت ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320