هره ورځ 500 لارۍ ټاک شوکاڼی په ناقانونه توګه پاکستان ته وړل کېږي

0 2,803

د خدای پار دی،
د ننګرهار له خوږياڼي ولسوالۍ څخه هره ورځ 500 لارۍ ټاک Talc(شوکاڼی؟) په ناقانونه توګه پاکستان ته وړل کېږي. تر دې مهاله اته نيم لکه ټنه ټاک Talc پاکستان ته وړل شوي. له دې لارې يواځې طالبانو 46 مليونه ډالره تر لاسه کړي.
ټاک Talc خورا مهم کاني مواد دي چې په نړېوال بازار کې يې د يوه ټن قېمت له 300 نيولې تر 500 ډالره دی. په درملو، کاسمېټک، ربړ، روغني رنګ، کاغذ، ساختماني موادو، برقي تختو/ساکټونو او ګڼو نورو شيانو په توليد کې کارول کېږي.
اوس خبره دا ده هغه حکومت چې په شاوخوا دوه نيم کالو کې يې د کانونو وزارت لپاره وزير ونه موند، د وطن د دې قيمتي خزانو ساتنه کولی شي؟ پاتې خو پلان، ستراتيژي، بازار موندنه، کان کېدنه او ګټه اخيستنه شوه.
په وطن چور ګډ دی. د ملياردونو ډالرو معدنونه غلا کېږي. پاچا د څو لکو افغانيو په سپما بوخت دی. که نور څه نشې کړای، يو وزير خو ورته ټاکلی شې؟ که معدنونه تر خپلې ولکې لاندې نشې راوستی، کېندونکي غله خو يې بمبارولی شې؟ دا لوی لوی کاروانونه اخر په کومه تېرېږي؟

نحیب ننګیال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply