غاز لرونکي څښاکونه او پر بدن یې اغېزې

0 914

ژباړن : عطا محمد میاخېل

د څېړونکو د راپور پر بنسټ؛ غاز لرونکي څښاکونه، حتا د هغوی رژیمي ډولونه هم کولای شي، د زړه او شکرې په ناروغۍ باندې د اخته کېدو خطر زیات کړي . د هغوی دې ته پام شوی، غټان چې په ورځ کې یو یا څو قوتي ګاز لرونکي څښاکونه څکي د نورو په پرتله ډېر له متابولیکي ( د موادو سوځېدنه ) ستونزو سره مخامخ کېږي، لکه : د ملا په شاوخوا کې له بریده زیات د غوړو را ټولېدنه، د وینې د غوړو را کمېدل، د وینې فشار لوړېدل او نور…

د امریکا د بوسټون پوهنتون استاد ډاکټر واسا په دې اند دی : کله چې یو څوک په متابولیکي ستونزو اخته کېږي، په هغه کې د زړه ناروغي او مغزي سکته زیاتېږي، حتی په نوموړي کې به د شکرې ناروغي هم شتون ولري .

د روغتیا پالانو ( ډاکټرانو ) مخکینۍ څېړنو ښودلې، چې د غاز لرونکو څښاکونو مصرف د زړه په ناروغۍ باندې د اخته کېدو د خطر له ډېرښت سره مرسته کوي، خو د ډاکټر واسا او د نوموړي د همکارانو په وینا، هغه څښاکونه، چې د رژیم له پاره ترې ګټه اخیستل؛ هم په دې اړه اغېزمن دي .

دا څېړنه په شپږ زره د منځني عمر لرونکو نارینه او ښځینه و باندې ترسره شوې، چې دا شمېر کسان له څلورو کالو څخه زیات د څېړونکو تر مطالعې او څېړنې لاندې وو، هغو کسانو، چې په ورځ کې یو یا څو قوتي غاز لرونکي څښاکونه مصروفول، د نورو په پرتله یو دېرش سلنه له مفرط چاغښت سره مخامخ وو او د ملا شاوخوا غوړ یې دېرش سلنه زیات وو، چې په ټول بدن کې د وزن دا ډېرښت د زړه ستونزې را منځته کوي .

په دې کسانو کې د وینې د غوړو او خوږو کچه لوړه شوې او د وینې د ښو او اغېزمنو غوړو له شدید کمښت سره مخامخ شوي دي .

څېړونکو د داوطلبانو په کوچنۍ ډله باندې خپلې څېړنې پیل کړې، چې په هغوی کې یې د رژیمي او عادي ګاز لرونکو څښاکونو د مصرف په اړه معلومات په واک کې لرل، په ټولو هغو کسانو کې، چې په ورځ کې یې یو یا څو قوتي ګاز لرونکي رژیمي او عادي څښاکونه مصرف کړي وو، پنځوس تر شپېته سلنه له متابولیکو خطرونو سره مخامخ ول .

ډاکټر واسان په دې باور دی، چې د رژیمي او عادي څښاکونو په اړه یې ازمېښتونه ډېر په زړه پورې او د پام وړ دي . هغه وایي : هغه کسان چې رژیمي او عادي غاز لرونکي څښاکونه څکي، د یو شان خوړو لرونکي دي . معمولاً دا ډله کسان کالوري لرونکو خوړو سره مینه لري، اشباع شوي غوړي ډېر مصرفوي . دا ډله کسان ډېر کم ورزش کوي او په خپلو ورځنیو کارونو کې ډېر کم خوځښت لري .

واسان وایي : په متابولیکي ستونزو باندې د اخته کېدو د خطر د ډېرښت په تړاو، چې د رژیمي څښاکونو له امله را منځته کېږي، څو نظریې شتون لري . یوه شونتیا یې داده، چې رژیمي څښاکونه خواږه دي او شخص د خوږو څیزونو په څکلو سره، خپل بدني شرایط او خوند تر ډېره د خوږو څیزونو په لور سوق کوي . دغه راز رژیمي څښاک اوبلن ( مایع ) دی، کله چې اوبلن څیزونه څکل کېږي، نو شخص د جامدو موادو په کچه نه مړوي، د ځینو څښاکونو رنګ هم په دې برخه کې مهم رول لوبوي .

ډاکټر واسان زیاتوي : د څښاک رنګ د بدن د پړسوب سبب ګرځي . دا هغه نظریې دي، چې موږ نه دي بررسي کړي . هغه زیاتوي : په داسې حال کې چې څېړنې د غاز لرونکو څښاکونو او په متابولیکي ستونزو باندې د اخته کېدو د خطر د ډېرښت ترمنځ اړیکه تاییدوي، خو دا ثابتولی نه شي، چې یاد شوي څښاکونه د دې ستونزې اصلي لامل دي .

هغه وایي : مخکې تر دې، چې خلک خپلو خوړنیزو عادتونو ته بدلون ورکړي، موږ باید نورې څېړنې ترسره کړو او وګورو، چې آیا دا نمونې تکرارېږي او که نه ؟ سر بېره پر دې له تغذیه پوهانو څخه غوښتنه کوو، چې بشپړې څېړنې ترسره کړي، ترڅو په دې برخه کې له موږ سره د دې موضوع په درک کې، چې ولې غاز لرونکي څښاکونه د متابولیکي خطرونو د ډېرښت سبب ګرځي، مرسته وکړي .

په امریکا کې د زړه په نامه یوې ټولنې، چې دا راپور یې خپور کړی و، خبر ورکړی، خلک باید پوه شي، چې دا څېړنه، نه ثابتوي، چې رژیمي څښاکونه د زړه د ناروغۍ سبب کېږي، د دې څېړنې له پایلې سره سره، بیا هم د رژیمي څښاکونو کارول د کالوري او قند لرونکو په پرتله یې غوره دي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply