فېسبوك ته د ۵۰۰ ميليونو ډالرو جريمه

0 945

دا دعوا د فېسبوك لخوا  د آكالوس په نامه د مجازي حقيقت “ VR “ د ټېكنالوژۍ د يو شركت د پېرودنې پر مهال شوې ده. ويل كيږي چې پدې ټېكنالوژۍ كې كارول شوي كوډونه د يو بل شركت پورې اړه لري چې د اجازې پرته يې كارولي دي.

د امريكا د دالاس په ښار كې يوې ابتدايه محكمې د مقابل لورې په ګټه فېسبوك په ۵۰۰ ميليونه ډالرو جريمې محكوم كړ.

مدعي شركت زېنيماكس نوميږي او ادعا لري چې كوډونه يې د دوى د رضا خلاف د اكالوس د مجازي حقيقت په ټېكنالوژۍ كې كارول شوي دي چې اوسمهال د فېسبوك لخوا پېرودل شوى دى.

د فېسبوك د شركت مدافع وكيلانو د جريمې د وركولو ډډه كړې او څرګنده يې كړه چې د استيناف محكمې ته به مراجعه وكړي.

دا په داسې حال كې ده چې د زېنيماكس مدعي شركت له فېسبوكه د ۲ ميلياردو ډالرو د تاوان غوښتنه كړې وه خو محكمې يواځې ۵۰۰ ميليونه يې ومنل.

زېنيماكس شركت ادعا لري چې فېسبوك د دوى يو تن كار كوونكى استخدام كړى دى  او بيا يې د `فكري ملكيت د حقونو` له قانونه په سرغړونې سره اړوند كوډونه غلا كړي دي.

TRT PASHTO

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply