پټ دښمن ښکاره لاسوهنې- روسيې ټولې ډيپلوماتيکې پولې ونړولې/ خوشحال آصفي

0 711

په داسې حال کې چې کابو دوې مياشتې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي و چې روسيه له طالبانو سره د يوه ګډ دښمن پر وړاندې د مبارزې لپاره چې داعش دى، اړيکې لري، او ورپسې يې په کابل کې سفير هم ومنله چې هېواد يې له طالبانو سره اړيکې نيولې دي؛ لا هم دغه هيواد په افغانستان کې لاسوهنو ته دوام ورکوي. اوس د کندوز ولايت د ارچي ولسوال ادعا کوي چې د کندوز لپاره د وسله والو طالبانو ځانبولی والي له ټپي کېدو وروسته د روسانو له لوري د درملنې لپاره تاجکستان ته بېول شوی دی. د ارچي ولسوال نه دي ویلي چې د طالبانو ځانبولی والي کله او یا په کوم ځای کې ټپي شو. ارچي د امو سین په غاړه پرته ولسوالي ده. امو سین د افغانستان او تاجکستان ترمنځ بهېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې روسيه ټولې ډيپلوماټيکې پولې نړوي او په ښکاره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي بلکې تر دې وړاندې د کندوز پخواني والي عمر ساپي هم ادعا کړې وه چې روسان د تاجکستان په خاوره کې د طالبانو پوځي وسلې او زغرګاډي ترمیموي. همداراز څه موده وړاندې روسيې د پاکستان او چين په ملتيا په مسکو کې د وسله والو طالبانو مشران ميلمانه کړل او ورسره يې د هر راز مرستو ټټر وډبولو.

بل لور ته ځينې لويديځې رسنۍ د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې د روسيې د رول پلوی بولي او زياتوي چې حامد کرزی روسیه په افغانستان کې رول لوبولو ته هڅوي. والسټریټ ژورنال ورځپاڼه وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني په ډاګه د طالبانو هر ډول ملاتړ غندلی، خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې په افغانستان کې د ثبات په تړاو د امریکا هڅې ناکامې بولي، په افغانستان کې د روسیې د رول لوبولو ستر ملاتړی دی.

خو پوښتنه دا ده چې وروسته له ډيرې مودې روسيې څنګه د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنې شروع کړې او پخوانی ولسمشر حامد کرزی ولې په افغانستان کې د روس د رول ملاتړی دی؟

دوه دليلونه لري. يو دا چې افغانستان د ډيپلوماټيکو اصولو له مخې په خپل بهرني سياست کې تعادل ونه ساتو. دويم دا چې په افغانستان کې په ځانګړي توګه د هيواد په شمال کې ناامنيو روسيه دېته اړ کړه چې د خپل امنيت په خاطر د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي. د هيواد په شمال کې جګړه روسیې ته هم ګواښ دی. روسیه د منځنۍ اسیا امنیت مهم بولی نوځکه خو دلته هرګواښ ځان ته ګواښ بولی. دوی پر همدغه دلیل د افغانستان د مخالفو وسله والو د ملاتړ په ذريعه د افغانستان په چارو کې لاسوهنې ته ملا وتړله. اصلاً که د موضوع تل ته ښکته شو څرګنديږي چې د روسيې لخوا یو لوی پلان په سیمه کې د پلي کیدو په حال کی دی، چې موخه یې د ناټو له سیاست والو او په سیمه کې یې د متحدینو سره مقابله ده. حقيتق دا دی چې اوس روسیه په سیمه کې د داعش ډلې فعالیت د روسيې پر خلاف د لويديځ دسیسه بولي او د دهمدې لپاره پر هر راز اقدام کولو لاس پورې کوي.

که څه هم پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خپلې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د روس او امریکا تر منځ په اړیکو کې تعادل نه و ساتلی خو دا چې په سیمه کې د لويديځ په ځانګړې توګه د امريکا د پاليسيو مخالف او په افغانستان کې د پراخ نفوذ لرونکی سياستوال دی نو روسيه اوس په دې باور ده چې د کرزي په ملاتړ سره به، وکولی شي چې هم په افغانستان کې د امریکا شتون وننګوي  او هم هغه د داعش دسيسه چې د دروسانو په باور د لويديځ لخوا د روسيې د ناامنه کولو لپاره جوړه شوې ډله ده؛ مخه ډپ کړي.

په هر صورت مداخله که د هر چا او هر هيواد وي باید حکومت يې مخنيوی وکړي. اوس افغان حکومت بايد د سيمې هېوادونو د لاسوهنې مخه ونيسي، دغو هېوادونو افغان حکومت په رسميت پېژندلى دى او د دولت وسله والو ډلو سره بايد تخنيکي او استخباراتي اړيکې ونه نيسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply