زهره او داوس/ احسان الله ارینزی

0 1,214
په تېرو څو ورځو کې د افغانستان د ملي موسیقي انستیتوت (زهره) ډلې اروپا ته یو ښکلی او بریالی هنري سفر درلود.
دا انستیتوت په کال 1389 هه ش کې د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د پوهنې وزارت له خوا د موسیقي د هغه ښوونځي په ځای جوړ شو چې په 1352 هـ – ش کې پرانستل شوی او په 1371 هه ش کی د پردیو په اشاره د تنظیمي خونړیو جګړو له امله وران شوی و!
په افغانستان کې د پخواني پاچا اعلحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په ډېر وروستي کال کې، د کابل په ده بوري سیمه کې د موسیقي ښوونځی پرانستل شو. دې ښوونځي دنده درلوده چې د کورنیو او بهرنیو مسلکي استادانو په مرسته، د پوهنې وزارت په چوکاټ کې داسې ځوانان وروزي چې موسیقي په نظري او عملي بڼه ولولي او زده کړی وکړی،  د افغانستان اصلي موسیقي ته وده ورکړي او زموږ له کلیو او بانډو څخه د خلکو سندرې ثبت او په نوې توګه نشر ته چمتو کاندي.
دا ښوونځی له بده مرغه له نولس کاله ګټور فعالیت څخه وروسته، د تنظیمي جګړو په بدمرغه کلونو کې لومړی بند او بیا وران شو او د فغانستان د موسیقي په برخه کې یوازنې تعلمي مرکز له خاورو سره برابر شو.
دا ښوونځی بیا له نولسو کلونو ځنډ وروسته، په کال 1389 هه ش کې د افغانستان د موسیقي انستیتوت په نامه، په همغه پخوانی سیمه؛ خو نوې ودانۍ کې پرانستل شو چې څه بهرنی ملاتړ یې هم درلود.
د افغانستان د موسیقي د نامتو استاد، ارواښاد سلیم سرمست زوی، ښاغلی احمد ناصر سرمست، د دې ښوونځی د بیا پرانستو، پرمختګ او غوړیدا کلک ملاتړی او ملګرو و. نوموړی  تر اوسه دا دروند مسوولیت په غاړه لري. اوس دې انستیتوت ډېر بریالیتوبونه ترلاسه کړي او ستری لاسته راوړنې لري.
د افغانستان د ملی موسیقي انستیتوت هڅه کوي چې د کورنیو او بهرنیو استادانو په مرسته، تنکیو جنکو او هلکانو ته موسیقي په علمي او اکاډمیکه توګه تدریس او دوی د دې جوګه کړي چې د هیواد موسیقي ته داسې منظمه وده ورکړي چې هم زموږ فولکلوریکه موسیقي ژوندی پاته شي او هم مو نوی موسیقي ابتکاري، خوږه او په زړه پورې وي! ډیری دا هلکان او جنکی له بیوزله کورنیو څخه ټول شوی او یا هغه یتیمان دی چی پخوا یی په سړکونو کار کاوه؛ خو اوس د دی انستتیوت په برکت زموژ په ویادونو بدل شوی!
 د افغانستان د ملی موسیقي انستیتوت د نجونو یو ارکستر لري چې شمېر یې 35 او عمرونه 13 – 20 دي.
دې ارکستر چې (زهره) نومي، د جنوري په 19 سویس ته سفر وکړ او د جنوري په 20 یې په (داوس) ښار کې د اقتصاد نړیواله غونډه په خپله هنری ننداره پای ته ورسوله.
په هغه موسیقي کې چې د زهری نجونو په داوس کې وغږوله، د ختیځې او لویدیځې موسیقي یو مناسب تلفیق تر سترګو کیده. دوی هم سوچه افغاني نغمې واورولې او هم یې د (بتهون) (د ښادي سندره) وغږوله چې دواړه د (داوس) غونډې د سلګونو برخه والو نړیوالو شخصیتونو خوښې شوی، کدونوالو افغانی تنکیو موسیقی غژونکو ته لاسونه وپړکول او د دوی د درناوی له پاره په يښو ودریدل.
د زهره ارکستر پیغلو چې ښایسته وطني جامې اغوستې وې او پوړني په سر وو، نړیوالو ته وښوده چې افغانستان له څلویښتو کلونو تحمیلي جګړو وروسته او د بنسټپالو د خونړیو  واکمنیو سره – سره ژوندی دی، په مخ خوځي او په مدني برخه کې نوي بریالیتوبونه ترلاسه کوي.
ښکاره خبره ده چې په افغانستان غوندې وروسته پاته ټولنه او د بنسټپالو د واکمنیو په تورو ورځو کې، دا نجونې د ځور، وهلو، ټکولو او حتی مرګ له وېرې سره مخامخ دي؛ خو په (داوس) کې د موسیقي انستیتوت مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست د نړۍ د اقتصادي غوڼدې برخه والو ته وویل چې دا نجونې د افغانستان د امیدونو د بلنده مشالونو په توګه، د هغه مثبتو پرمختګونو استازی بلل کېږي چې د خلکو او په تېره بیا ځوان نسل د کار او مبارزې له امله لاس ته راغلي او دا به دوام مومي. دا نجونې د افغانستان ویاړونه دي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply