د شربت ګلې په اړه یوه لیکنه/ اجمل ستانکزی
په یوه اردو پاڼه کې مې د شربت ګلې په اړه یوه لیکنه ولیده. لیکنه کې یې ویلي وو چې دومره ټالیبان په پاکستان کې اوسیږي نو له یوې ناجوړه بیګناه کونډې ښځې سره ولې داسې بد سلوک کیږي او هغه بندي کیږي؟
ځوابو ته یې حیران شوم. هغوی چې سخت مذهبیان ښکاریدل نو په پاڼه یې انتقاد نیولی وو او دا پاڼه یې د پاکستان او د پاکستان د اردو په ضد ښودلې وه. دوی د یوې بیګناه کونډې په ځای پاکستان او پاکستاني پوځ ته لمړیتوب ورکړی وو.
راشه زمونږ مذهبیانو ته. اردو او هیواد خو یوې خوا ته پریږده ځکه اردو خو د کفارو ده او هیواد کې هم کفري نظام دی، خپل هغه ملت باندې یې هم زړه نه خوږیږي چې ډیری یې لکه همدوی مسلمانان دي. یا د کشمیر په سر جنګونه کوي، یا د فلسطین، یا د برما او یا هم د بل ځای. پرون مې هم له یو سره په همدې بحث وو چې په کشمیر، فلسطین او برما کې په ګډه په دا ۶۰ یا ۷۰ کلو کې دومره نه دي مړه شوي لکه څومره چې په افغانستان کې په دا تیرو ۴۰ کلو کې مړه شوي. نن هم مونږ هره ورځ تر دغو ټولو ډیر مرو. خو بیا هم د همدردۍ حقدار هغوی دي. ولې؟
نه پوهیږم ولې زمونږ ډیری عام مذهبیان لکه د پاکستان، ترکیې، مصر، سعودي، امارات، ایران، قطر او نورو هیوادو په شان له خپل نظام، اردو او هیواد سره چندان مینه نلري. ولې د دولت ضد یاغیان او د یاغیانو ملاتړي تل همدوی وي؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320