‏د ښاغلي حكمتيار سره د شمشاد تلویزیون ځانگړې مرکه

0 2,660

بسم الله الرحمن الرحيم

‏د حزب اسلا مي له امير ښاغلي انجنير گلبدين حكمتيار سره د شمشاد تلویزیون ځانگړې مرکه

شمشاد تلویزیون:  ‏حتى ستاسى پلاوى هم په صراحت او دقت سره ستاسو د راتللو كره او مشخص وخت نه شى په گوته  ‏كولى، تاسي څه وخت راڅرگندېږى؟ ايا وخت يى نه دى رسېدلى چي تاسى ظاهر شى او په كابل كى ازادانه حضور وموندى؟

ځواب:  زما راڅرگندېدل او په كابل كي استقرار به د معاهدې مطابق او هغه مهال ترسره شي چي د دولت له لوري لازم شرائط برابر شي، زه په دې اړە نه ځانگړي شرائط لرم او نه كومه اندېښنه، معاهدې ته التزام لرو، غواړو ټول بندونه ئې په بشپړە توگه عملي شي، د ځنډ مسئوليت د دولت پر غاړە دئ، له معاهدې مو اصلي هدف دا دئ چي د هېواد روان بحران حل شي او جگړە د تل لپاره پاى ته ورسېږي، او په دې سره هم زموږ ديني مسئوليت اداء شي او هم حزب اسلامي ته دا ستر او تاريخي افتخار ورپه برخه شي چي د بحران په ختمولو كي ئې رغنده ونډە وه.

په دې اړە څو ټكي بايد په پام كي ولرو:

موږ د يوې بلي مخكنۍ مصالحې يوه ترخه تجربه په مخكي لرو، له استاد رباني او مسعود سره د ماهيپر معاهده، هغه مهال د كابل حكومت د سقوط په درشل كي او د بقاء ټول امكانات ئې له لاسه وركړي وو، د مجبوريت له كبله ئې حزب ته د مصالحې لاس اوږد كړ، په ماهيپر كي معاهده لاسليك شوه، خو متأسفانه مقابل لوري پر خپلو ژمنو عمل ونه كړ، د حزب فعال او اغېزمن حضور ئې ونه منلو، په خپله ئې د مقاومت توان نه درلود او حزب ته ئې د څه كولو موقع نه وركوله، په نتيجه كي ئې دوه مياشتي وروسته حكومت نسكور شو. اوس دې ته ورته حالت كي معاهده لاسليك شوه، غواړو هغه تجربه تكرار نشي، غواړو د دې ملگرتيا او گډ كار په نتيجه كي بحران حل شي، او دا په هغه صورت كي ممكن دئ چي د حزب اسلامي له بالقوه ځواك سمه او رغنده استفاده وشي، حكومت په خپل اوسني حالت او تركيب او په اوسنۍ جنگي تگلاري سره او په اوسنيو امنيتي ځواكونو كي له ژوري تبديلي پرته وضعيت نشي مهار كولى. پوښتنه دا ده چي آيا دولت دې ته چمتو دئ چي د حزب اسلامي له بالقوه ځواك او ولسي نفوذ سمه او رغنده استفاده وكړي؟ آيا په واك كي شريك ډلي چي د جان كيري د وېش مطابق ئې خپله خپله برخه ترلاسه كړې ده دې ته چمتو دي چي خپله ناكامي ومني، د واك له انحصار لاس واخلي، په هغه ځاى كي چي نه دي توانېدلي امنيت تأمين كړي نورو ته موقع وركړي، آيا دې ته چمتو دي چي پر خپلي غلطي نظامي او سياسي تگلاري له بې ځايه اصرار او ټينگار لاس واخلي؟ كه دوى غواړي تېره ۱۵ كلنه ترخه او بدمرغه تگلاره د څو نورو كلونو لپاره وآزمويي او د واك له انحصار په هيڅ توگه او د نظام تر نسكورېدو پوري چمتو نه وي، نو نور به ولي له دوى سره په ماتي او غرقېدونكې كشتۍ كي سپرېږي. موږ په همداسي بد او خطرناك حالت كي له دولت سره مصالحه كړې، دا په چارواكو پوري مربوطه ده چي غواړي دا غرقېدونكې كشتۍ په گډە له غرقېدو وژغورو كه نه؟ كه د مصالحې په ارتباط تر اوسه يوازي دومره شوي وي چي د حزب اسلامي څو غړي په كابل كي د دولت مېلمانه دي، نه په دولت كي څه تبديلي راغلې، نه ئې په نظامي او سياسي تگلاري كي او نه د امنيتي ځواكونو په تركيب كي، طبيعي ده چي وضعيت به د مخكي په څېر پاته وي او د پېښو مسئوليت به د هغه چا پر غاړە وي چي د اوسني حالت دوام غواړي، تغيير نه مني، د واك له انحصار لاس نه اخلي.

اوس وضعيت داسي دئ چي حكومت يوازې ښارونه او سړكونه په واك كي لري، تجربو ښودلې كله چي يو حكومت له داسي حالت سره مخامخ شي نو يوازي د امنيتي ځواكونو پر مټ نه ښارونه ساتلى شي او نه لويي لاري. شوروي اتحاد د اشغال په وروستيو كلونو كي له همداسي وضعيت سره مخامخ شوى وو، د لويو لارو او لويو ښارونو د امنيت لپاره ئې دومره امنيتي ملابندونه او پوستې جوړي كړې چي نږدې يو مليون وسله وال ئې په كي ځاى پر ځاى كړي وو؛ نږدې يو لك روسي ځواكونه او پاته ئې افغان فوځ، پوليس، مليشې، خاد، او د خلق او پرچم ډلو وسله وال غړي، د لويو لارو دواړو خواوو ته ئې ټول كورونه ونړول او وني او باغونه ئې له منځه يووړل، په هر يوه دوه كيلومتره كي ئې داسي پوستې جوړي كړې چي د ماينونو په مټ به ئې ساتلې، هغوى باوفا او د مسكو گټو ته ژمن حزب په واك كي درلود خو اوسنى حكومت په داسي سياسي او نظامي ځواكونو تكيه كړې چي تر خپل هېواد او تر امريكا؛ نورو هېوادو ته زيات ژمن دي!! لويي لاري يوازي په هغه صورت كي له گواښونو خوندي ساتل كېدى شي چي عام ولس او كليوال له دولت سره خواخوږي ولري او مخالفينو ته پناه ورنه كړي، اوس ولس د ملي وحدت له حكومت سره خواخوږي نه لري، نه غواړي د حكومت داسي ملاتړ وكړي چي له مخالفينو سره په نښتو واوړي. د حزب په فعالېدو سره دولت پراخ ملي حمايت او ملاتړ ترلاسه كوي او همدا او فقط همدا دولت له نسكورېدو ژغوري.

شمشاد تلويزیون: بله اساسي او مهمه پوښتنه د ترهګریزو او یا هم جنګي ډلو سره د اړیکو مسأله ده، دا هغه پوښتنه ده چې نړېوال، امریکا، ځینې نور اروپايي هېوادونه، او همدا رنګه دننه حکومت او ځيني سیاسي  جهتونه ورباندې یا اعتراض او شک لاره او یا هم وضاحت غوښته، هغه همدا ده چې د القاعده، داعش او طالبانو سره د حزب اسلامی اړېکو شتون درلوده او که نه؟ او دا اړیکه به دوام وکړي او که نه؟ ایا حاضر ياستې دا اړيکې مطلقاً پرېکړی؟ او که احیاناً دغه ډلې د سولې د هڅو سربیره بیا هم سولې ته حاضرې نه شي؛ آیا تاسې به يې پر وړاندې د افغان دولت ملاتړ و کړی؟

ځواب: ستا پوښتنه څو برخي لري:

د لومړۍ برخي په اړە مي عرائض دا دي: حزب اسلامي له القاعده، د طالبانو تحريك او دولت اسلامي (داعش) سره هيڅ سياسي او تنظيمي تړاو او رابطه نه لري، د پرېكون اړتيا خو په هغه صورت كي مطرح وه چي كومه رابطه موجوده وي، حزب اسلامي تر القاعده، د طالبانو تحريك او داعش ډېر وړاندي؛ لږ تر لږە درې لسيزي وړاندي رامنځته شوى، د طالبانو تحريك د حزب اسلامي په ضد، له هېواده بهر وزېږېدو او د ځينو هېوادو په مالي او نظامي مرستو قدرت ته ورسېد، القاعده رسماً له طالبانو سره يو ځاى شو، اوس په افغانستان كي كمرنگه حضور لري او د طالبانو ملگرتيا كوي، اسلامي دولت په عراق او سوريې كي زېږېدلى، په افغانستان كي د طالبانو ځيني ټولگي ورسره يو ځاى شوي. موږ نه مخكي كوم ارتباط ورسره درلود او نه اوس، موږ ځانگړې فكري، سياسي او نظامي تگلاره لرو، زموږ په اسلامي تگلاري كي هم جنگ شته او هم صلح، جنگ ته د وسيلې په سترگه گورو او صلحي ته د هدف په سترگه، قرآن موږ ته وايي: له هغه چا سره وجنگېږئ چي ستاسو په خلاف وسله كاروي او جنگېږي، تر هغه وجنگېږئ چي جنگ او جنگ غوښتونكي خپل جنگي اوزار او وسله پر زمكه كښېږي، يعني د جنگ او جنگ غوښتونكو خلاف جنگ او له سوله غوښتونكو سره سوله، زموږ له نظره په ناحقه د كوم انسان وژل (كه مسلمان وي او كه كافر) حرام دي، په سياست كي له پټو معامله گريو ډډە كوو او په جنگ كي هر هغه عمل او اقدام غندو چي په ترڅ كي ئې كوم بې گناه او ملكي كس ته مرگ، ژوبله او زيان ورسېږي، كه دا د بمونو او راكټونو د ورولو په نتيجه كي وي او كه په بازارونو، جوماتونو او د خلكو د گڼي گوڼي په ځايونو كي د چاودنو له كبله. داسي اقدامات تروريستي عمل گڼو، نه د تروريستي ډلو او حكومتونو ملاتړ كوو، نه ورسره ارتباط ساتو او نه ئې تگلاري تأييدوو. د نهضت له پيل تر ننه مو له داسي ډلو سره نه خواخوږي وه او نه ارتباط، له دې وروسته به هم او د تل لپاره به د حزب اسلامي همدا تگلاره او دريځ وي.

د دوهمي برخي په اړە بايد ووايم: له ځانه دفاع د هر مسلمان حق او حتى وجيبه ده، موږ كه په دولت كي شامل وو كه نه وو؛ د هر متجاوز په وړاندي له خپل ولس دفاع كوو، هيچا ته دا اجازه نه وركوو چي پر افغانانو ظلم او تېرى وكړي. د دولت نورو مخالفينو ته وايو: راشئ د وسله وال مقاومت پر ځاى؛ بين الافغاني مذاكرات لږ تر لږە د څو اونيو لپاره وآزمويو، په جگړي كي ښكېل لوري په موقت اوربند توافق وكړي، د حسن نيت ثابتولو لپاره داسي څه وكړي چي يو پر بل اعتماد رامنځته كړي، طالبان او د رژيم نور مخالفين دي په دې مذاكراتو كي په جرأت سره برخه واخلي، خپلي ټولي شرعي غوښتني دي وړاندي كړي، دا اطمئنان دي ولري چي موږ به ئې په ټولو معقولو غوښتنو كي ملاتړ كوو، كه خبري په مثبت لوري مخكي ولاړې او دا طمع راپيدا شوه چي خپل اهداف له دې لاري ترلاسه كولى شو، نو آيا غوره نه ده چي همدې خبرو ته تر هغه دوام وركړو چي ټولي ستونزي حل شي؟ كه ئې نتيجه نه درلوده نو هيڅوك تاسو له خپل جهاد او وسله وال مقاومت نشي منع كولى. زه پر ټولو افغانانو ږغ كوم چي راشئ همدا لار غوره كړو، د بين الافغاني مذاكراتو له لاري د ستونزو د حلولو او خپلو سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لار. د پوستو او ولسواليو لاس په لاس كېدا او د دا راز جگړو د هري پېښي په ترڅ كي د سلگونو بې گناه افغانانو مرگ ژوبله؛ نه له عقلي پلوه معقوله تگلاره ده او نه له شرعي پلوه جائز عمل.

د درېيمي برخي په اړە زموږ ځواب دا دئ: له خپل ولس په هر صورت او د هر چا په وړاندي دفاع كوو، هېڅكله د يوه د اقتدار او واكمنۍ لپاره له بل سره جنگ ته چمتو نه يو.

شمشاد تلويزیون: له افغان حكومت سره مو د سولي توافق د يوى بريا انتهاء او كه د وخت مجبوريت؟

ځواب: دا كه له يوې خوا يوه بريا ده؛ خو په هغه صورت كي چي معاهده عملي شي او په نتيجه كي ئې واقعي او دائمي سوله تأمين شي او له بلي خوا يو مجبوريت دئ، ځكه تر دې غوره بديل مو ونه موندو.

شمشاد تلويزيون: جگړە تېزه شوې؛ له دې جگړي چي شايد تر يو وخته ئې تاسي هم يو طرف وى تعريف مو څه دئ؟

ځواب: دا يوه تحميلي او استخباراتي جگړە ده، هغو پر افغانانو تحميل كړې چي خپلي گټي ئې د جنگ له دوام سره غوټه كړې دي، هغه جنگوي چي نه اسلام، ملت او هېواد ته ژمن دي او نه په ژوند كي كوم سپېڅلى هدف لري، د ذليلي دنيايي متاع او اقتدار لپاره د هر يرغلگر خدمت ته چمتو دي. زموږ گاونډيانو خپل رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي، لوى ځواكونه غواړي پر سيمي، زېرمو او ماركيټونو ئې مسلط شي، زموږ هېواد د دغي مسابقې قرباني شوى، يو لورى غواړي مركزي آسيا د مسكو له سلطې آزاد شي او د افغانستان له لاري له جنوب او نړۍ سره وصل شي، بل لورى غواړي په افغانستان كي جنگ او بې امني وي چي په نتيجه كي ئې د مركزي آسيا انرژي د افغانستان له لاري د پاكستان او هند ماركيټونو ته انتقال نشي، ايران په همدې فريق كي دئ، په دې جگړي كي لوى لاس لري او زياته پانگونه ئې پرې كړې، دا ځكه چي په افغانستان كي د جنگ له دوام تر نورو زيات ايران ته گټه رسېږي. د چاه بهار بندر د همدې جگړي له كبله فعال شو، كه جگړە دوام وكړي نو د پاكستان او هند ماركيټ به د ايران د نفت، گاز او برېښنا د پلور بازار شي.

شمشاد تلويزيون: ‏ستاسي پلاوي د طالبانو سره د سولي لپاره د منځگړيتوب چمتووالى هم په خورا خوشبينۍ ښودلى، د ‏سولي لپاره تاسى پر طالبانو اغېز او هغوى پر تاسو باور لري؟ د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو ډله تر نورو هغو څومره توپير لري؟

ځواب: د اغېز او باور خبره نه ده، موضوع دا ده چي څوك د سولي ضرورت احساسوي او څوك نه، د چا زړە پر خپل مظلوم ولس سوزى او څوك د دې پروا نه لري چي هره ورځ په لسگونو افغانان په خپلو وينو كي رغړي، څوك دا وړتيا لري چي واقعيتونه درك كړي او په دې پوه شي چي روان جنگ د افغانانو په زيان او د دوى د دښمنانو په گټه دئ او څوك د پرديو د گټو لپاره جنگېږي او مهار ئې د پرديو په لاس كي دئ. څوك دومره هوښيارتيا لري چي پوهېږي په رواني جگړي كي يوازي افغانان مري او د دوى هېواد ورانېږي، او څوك له دې وړتيا محروم دئ. د طالبانو هغه غړي چي خپلواك دي، د خپلي عقيدې او باور په حكم جنگېږي، د اسلام، خپل ولس او هېواد په وړاندي ژمنتيا لري؛ هيله مو دا ده چي دوى به د سولي له بهير سره يو ځاى شي، ملا محمد رسول او ملگري ئې له دغي ډلي گڼو، توپير ئې له نورو سره جوت دئ، دوى د يوې اعلاميې له لاري د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د معاهدې په محتاطانه توگه او له ځينو شرائطو سره ملاتړ وكړ خو بلي ډلي د دې په ضد شديد او كركجن منفي تبليغات پيل كړل.

شمشاد تلويزیون: كله مو چي آزادانه حضور پيدا كړ لومړيتوبونه به مو څه وي؟

ځواب: لومړيتوبونه مو امنيت، د جگړي او د جگړي د عواملو پاى ته رسول، د هېواد خپلواكي او ملي حاكميت تأمينول، د حكومت او نظام اصلاح، له فساد سره كلكه او صادقانه مقابله او د يوه واقعي اسلامي نظام لپاره لار پرانستل دي.

شمشاد تلويزيون: پراخ سياسى حضور په حكومت كي له مشاركت پرته ممكن نه دئ؛ واضح ئې پوښتم ستاسو تر مشرۍ لاندي حزب لېواله دى چي ولايت، وزارت، سفارت او نورو مهمو برخو كي سهم ولري؟

ځواب: په دې او دې ته ورته بل ائتلافي حكومت كي مشاركت ته لېوال نه يو، په دې موخه مو دا مصالحه نه ده كړې چي په دې حكومت كي شريك شو او كوم سهم ترلاسه كړو، هدف مو د هېواد او ولس ژغورل دي، په ډېر سخت او كړكېچن حالت كي مو له دولت سره د گډ كار پرېكړە وكړە. تاسو او هر هوښيار افغان پوهېږي چي دا يو موفق، پر اوضاع مسلط او د ولس له پراخ حمايت او ملاتړ برخمن حكومت نه دئ، له شديد داخلي اختلاف سره مخامخ دئ، د حكومت بهرني حاميان هم ترې ناراض دي او ناكام ئې گڼي، او ډېرى افغانان داسي انگېري چي حكومت د شړېدو په درشل كي دئ، څوك به دومره ساده وي چي په داسي حكومت كي د مشاركت پرېكړە كوي چي برخليك ئې معلوم نه دئ؟!! موږ د امنيت په تأمينولو كي د فعال حضور اراده لرو، فعال حضور په هغه ځاى كي چي د ادارې او امنيت په اړە ئې زموږ رأى او مشورې ته اعتناء وشي، او دا هم په هغه ولايت كي چي حكومت د امنيت له تأمينولو عاجز شوى او دا هم ځكه چي هيڅ ائتلافي اداره د ستونزو په حلولو كي موفقه نه وي؛ په ځانگړې توگه د جنگ په حالت كي. دا هم بايد په واضحو الفاظو ووايم: دا توقع بايد هيڅوك له موږ ونه لري چي د يوه د اقتدار لپاره د بل په خلاف وجنگېږو. د مزيد توضيح لپاره به عرض كړم: اوس حكومت نږدې پنځلسو ولايتونو كي له جدي امنيتي گواښونو سره مخامخ دئ، له دې جملې د كندز، بغلان، ننگرهار، كنر، وردگ ميدان او غزني كي حزب اسلامي دومره ولسي نفوذ لري چي كولى شي له اجتماعي او نظامي پلوه رغنده او اغېزمنه ونډە ولري، خو دا په دوه شرطه: 1- بايد د دغو ولايتونو هغه نااهل او مفسد مسئولين لري او زور واكان خلع قدرت شي چي ولس د دوى د تصرفاتو او كړنو له كبله يا د دولت له مخالفينو سره خواخوږي ښيي او يا د دولت له ملاتړ ډډە كوي او د دوى په موجوديت كي نه يوازي جگړە پاى ته نشي رسېدى بلكي وضعيت ورځ تر بلي زيات خرابېږي. 2- او هلته داسي صالح او اهل امنيتي او اداري مسئولين وټاكل شي چي د سيمي ولس په عامه توگه او د حزب اسلامي غړي په خاصه توگه پرې اعتماد كولى شي. كه ستا ډرېور ناروغ او موټر دي زوړ وي او له كبله ئې هره ورځ له ستونزو سره مخامخ يې نو چاره ئې دا ده چي دواړە بدل كړې، يوازي د نويو پرزو په اخيستلو سره ستونزه نه حل كېږي، بايد روغ ډرېور او جوړ موټر واخلې.

شمشاد تلويزيون: تر حضور وروسته د خپل امنيت او سياسى فعاليت په هكله اندېښنه نه لرئ؟

ځواب: خاصه اندېښنه نه لرو؛ كه څه هم د اندېښنې ډېر وجوهات شته، پټ دښمنان هم لرو او څرگند هم، خو له ټولو گواښونو او احتمالي خطرونو سره سره مو د مصالحې او گډ كار پرېكړە كړې ده، باور او يقين مو دا دئ چي يوازي هغه مصيبت به رارسي چي الله تعالى راته مقدر كړى.

شمشاد تلويزيون: داسي كوم آدرس وينى چي سياسي رقيب او حتى دښمن مو وي او يا شي؛ يعنى لا هم ځينى افغانان او حتى بهرنيان د حزب په اړە اندېښنه لري چي دوى به له ټلوالي سره پخوانۍ تربگني وپالي؟

ځواب: گمان كوم د آدرس ښودلو ضرورت به نه وي، افغانانو ته ئې آدرس معلوم دئ او دوى په خپله هم ځان ښودلى، په ټول توان طاقت او په ډېر فضاحت سره ئې د سولي د بهير مخالفت كړى. او دا مخالفت هم په داسي حال كي چي د ملت غوڅ اكثريت د سولي ملاتړ كړى. له هيڅ لوري او هيچا سره د پخوانيو تربگنيو د پاللو او د وسله وال رقابت اراده نه لرو، ټول يووالي او رغنده فكري او سياسي سياليو ته رابلو.

شمشاد تلويزيون: ‏له تور لسته او موجوده تعزيراتو څومره اندېښمن ياست، د پخوا سره په توپير د نړۍ له نسبي ځواكمنو هيواونو سره تفاهم ته چمتو ياست؟

ځواب: له تور ليست او تعزيراتو هيڅ اندېښنه نه لرم، نه بهرني سفرونه لرو او نه په بانكونو كي پانگه، ما ته هغه دښمن چي راته ووايي: زما دښمن يې او په تور ليست كي مي ستا نوم نيولي؛ تر هغه دښمن لږ خطرناك برېښي چي په ظاهر كي راته ووايي: ستا نوم مي له تورليست وايست خو دښمني ئې په خپل حال پاته وي!!

له هيچا او هيڅ هېواد سره د بې موجبه مخالفت او دښمنۍ اراده نه لرو، څوك چي زموږ له دين، ولس او هېواد سره دښمني كوي زموږ دښمن دئ او څوك چي له دښمني لاس واخلي حاضر يو پخوانۍ دښمني پاى ته ورسوو او د دوستۍ باب پرانيزو.

شمشاد تلويزيون: كه واضح شى ستاسى حضور او ظاهرېدل هيواد او ولس ته په سياسي ډگر كي كوم بدلونونه په برخه كولى شي؟

ځواب: هيله ده اغېز ئې له هره پلوه پراخ وي، ډېرى افغانان همدا هيله او انتظار لري، ډېر لږ افغانان او هغه هم هغه چي د اوسني حالت او روان جنگ دوام خوښوي او همدا ئې مأموريت دئ؛ دوى د افغانانو د غوڅ اكثريت د رأى او انتظار خلاف تبليغات كوي او دا غواړي چي د دې مصالحې له مثبتو پايلو ولس ناهيلى كړى. البته اغېز ئې په دې پوري تړلى دئ چي اوسني چارواكي د حزب اسلامي له بالقوه ځواك د اغېزمني استفادې هوډ او وړتيا لري كه نه. حزب ته د كار كولو ډاډمن او مناسب مجال په لاس ورځي كه نه.

شمشاد تلويزیون: ډېرى بهرنيان او يو شمېر افغانان باور لري چي اسلامي حزب جگړې ته متمايله ماهيت لري او تر ډېره يوې نظامى- جنگى ډلي ته ورته دئ نو دلته چي وضعيت بدلون موندلى او نور تر جنگي فعاليته يو مدني- سياسي فعاليت معتبر او اغېزمن دى آيا حزب له موجوده اوضاع سره ځان عيارولى شي يعنى هغه گوند چي تقريباً څلوېښت كاله ئې جگړە وكړە اوس سياسي پاته كېدل ورته ستونزمن او حتى ناممكن نه دى؟

ځواب: د حزب اسلامي په اړە به يوازي هغه څوك دا گمان يا تبليغات كوي چي له حقائقو او د حزب له فكري او سياسي تگلاري او ماضي اطلاع ونه لري، حزب اسلامي د تأسيس له ورځي يو فكري تحريك وو او دئ، د پوهنتون له غېږ او د منورو خداى پالو ځوانانو په لاس پيل شوى، د جنگ بنسټ نورو ايښى، نورو د نظامي كودتاگانو لړۍ پيل كړە، بهرنيو ځواكونو ته ئې د يرغل لار آواره كړە، موږ او زموږ ملت ئې دفاعي جنگ ته اړ كړو، هو؛ وسله وال جهاد موږ پيل كړى خو بل بديل او بله چاره مو نه درلوده، په دې لار كي د ملت غوڅ اكثريت زموږ په څنگ كي ودرېدلى، په تېرو څلوېښتو كلونو كي موږ په يوه دفاعي جنگ بوخت وو، هيڅكله داسي نه دي شوي چي چارواكو سوله غوښتې وي او موږ د جنگ پردوام ټينگار كړى وي، له ډاكټر نجيب نېولې بيا تر اوسني حكومت پوري؛ ټولو ته موږ د بحران د سوله يز حل معقولي طرحي وړاندي كړې، خو هغوى يا نه دي توانېدلي خپله جنگي تگلاره پرېږدي او يا تيار شوي او زموږ له طرحي سره ئې توافق كړى خو نه دي پرېښودل شوي، ډاكټر نجيب په همدې ډلي كي وو، هغه د حزب له طرحي سره موافقه وكړە، استعفاء ته چمتو او يوه موقت حكومت ته د اقتدار له انتقال سره ئې توافق وكړ خو (كي جي بي) او (سي آى اې) د ايران په وساطت په ټولو پوري د تړلو ډلو ائتلاف رامنځته كړ او د جگړي د پاى ته رسېدو هغه هڅه ئې شنډە كړە. جنگ پر موږ تحميل شوى، د يرغلگرو په وړاندي مو مقاومت كړى، له خپل ځان، هېواد او ولس مو دفاع كړې.

شمشاد تلويزیون: د حزب په هكله د ځينو خلكو او بهرنيانو بله اساسى نيوكه او اندېښنه د ښځو او د بشر د حقونو په هكله د دوى دريځ دى؟ حزب د ښځو د حقونو په هكله پخوا كوم دريځ درلود؟ اوسنۍ متفاوتي اوضاع ته په كتو ئې دريځ د ښځو د حقونو په هكله څه دى؟ ياد پوښتني د لا وضاحت لپاره كه وپوښتم تاسي د حزب د امير په توگه د خپلي كورنۍ مېرمنو ته د زده كړو او فعاليت اجازه وركړې؟

ځواب: موږ غواړو د ښځو ټول اسلامي او انساني حقوق په بشپړە توگه تأمين شي، كه دا د تعليم حق دئ او كه د كار حق، او كه په نورو اجتماعي چارو كي د دوى د اغېزمني ونډي حق، اسلام ښځو ته هومره حقوق او امتيازات وركړي چي په هيڅ بل دين او نظام كي ئې نه مومو، نه د غرب په پانگوال نظام كي او نه د شرق په كمونيستي نظام كي.

دا زما هيله وه او ده چي زما كورنۍ او د هر افغان كورنۍ د اسلامي ارزښتونو په رڼا كي هم د تعليم فرصتونه ولري او هم د كار، هم ئې حق خوندي وي او هم عزت، له هري يوې داسي شخصيتونه جوړ شي چي قرآن د هغوى ستاينه كړې، لكه د فرعون مجاهده مېرمن او مريم عليها السلام، لكه خديجه او عائشه رضى الله عنهما، لكه ملالۍ، لكه هغه مېرمني چي په خپلي غېږ كي ئې د احمدشاه بابا او مېرويس نيكه په څېر ستر ستر شخصيتونه روزلي، نه زموږ دين او مذهب د ښځو د تعليم مخالف دئ او نه موږ، موږ د فساد مخالف يو، د دې مخالف يو چي افغان زلميان اوباشان او كوبايان شي، خپل ديني او ملي هويت له لاسه وركړي او نجوني د نارينه نانځكي او داسي سپكي چي د تجارتي اعلاناتو لپاره ترې استفاده وشي، له دې سخته كركه لرو چي افغانان په وينو كي رغړي او د ښځو د حقونو دروغجن او مكار مدافعين د ښځو او نارينه وو د گډ او مختلط رقص محفلونه جوړوي، د دې پر ځاى چي هغه افغان مېرمن وستايي چي مېړە ئې شهيد شوي، يتيمان ورته پاته شوي، ملا ئې تړلې، همت ئې كړي، چا ته ئې د احتياج لاس نه دئ اوږد كړى، خپل عزت ئې ساتلى، خپل بچيان ئې ستر كړي، ښه ئې روزلي او له هر يوه ئې يو شخصيت جوړ كړى، راشئ د دغو ستاينه وكړئ او له افغان پېغلو وغواړئ چي د دوى په څېر شي.

شمشاد تلويزيون: د بيان آزادي په تېرو ۱۵ ‏كلونو كي بې ساري پرمختگ كړى، آيا حزب د بيان آزادۍ ته ژمن دى؟

ځواب: هو؛ د بيان آزادۍ ته ژمن يو، هغه د هر انسان مسلم حق گڼو، خو سالمه آزادي، ملي ارزښتونو او د بل حيثيت او عزت ته د درناوي په محدوده كي آزادي، داسي نه چي د بيان د آزادۍ تر نامه لاندي هر څوك د هر څه ويلو او هر گند خپرولو حق ولري، ملي ارزښتونو ته سپكاوى وكړي، د دښمنانو خوله او د هغوى د اجيرو مبلغينو منبر شي، دروغ ووايي، تورونه ولگوي، لانجې رامنځته او فتنې راولاړي كړي. زما تشخيص دا دئ چي په تېرو 15 كلونو كي يوازي د رسنيو شمېر زيات شوى، نه دا چي فكري او فرهنگي كار د ماهيت او كيفيت له كبله وده او بې ساري پرمختگ كړى، ډېرى رسنۍ د پرديو له لوري تغذيه او توجيه كېږي او د هغوى د گټو په چوپړ كي دي. ځيني رسنۍ خو داسي دي چي دروغ ئې تر رښتيا او شر ئې تر خير ډېر زيات دئ. ځيني خو ئې د فساد، شرارت، ابتذال او پرديپالني له ټولو سرو كرښو او ښتې دي.

شمشاد تلويزيون: ستاسو د څرگندېدلو ځنډېدل خلكو ته داسي الهام وركوي چي يا تاسي لا هم پر وضعيت او اړخونو باور نه لرئ او يا د څرگندېدو پر لا اغېزمنتيا كار كوئ، كوم يو؟

ځواب: كه څه هم وضعيت د ډاډ او باور وړ نه دئ، په دولت كي او له دولت بهر داسي كړۍ شته چي د معاهدې د تطبيق په وړاندي خنډونه راولاړوي، خو دا په څرگندېدلو كي د ځنډ باعث نه دي، موږ كابل ته د تگ قطعي پرېكړە كړې ده او پر خپل هوډ كلك ولاړ يو، البته دا غواړو چي تگ مو اغېزمن وي، او د اغېزمن حضور په وړاندي خنډونه لري شي، متأسفانه دا خنډونه لا نه دي لري شوي.

شمشاد تلويزيون:  ستاسى پلاوى امريكا او شايد يو شمېر نورو هېوادونو ته د هغوى په بلنه سفر لري له كومي خاصي اجندا سره او د كومي لاسته راوړني تمه لرئ؟

ځواب: داسي سفرونه يا شوي او يا به وشي، موخه ئې د هغوى تشويشونه رفع كول او د هغوى پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ويل دي.

شمشاد تلويزیون: پخوا مو تاسو سره په مركه كي پوښتلي وو چي كه كابل ته راشئ د يو شمېر نورو جهادي مشرانو په څېر به منزوي او يا نمايشى حضور ولرئ كه متفاوت. هغه وخت مو له وخته مخكي پوښتنه بللېي وه اوس ئې مناسب وقت دى خواب مو څه دى؟ ستاسي موقف خيني كسان د ايران له مذهبى مشر خميني سره پرتله كوي چي شايد ستاسو نقش په نظام كي د يو موثر مذهبي – ىسياسى مشر په توگه واوسى، په كابل كي مېشت انجنير حكمتيار به څوك وي؟

ځواب: صبر وكړئ؛ په خپلو سترگو به وگورئ چي هغه به څوك وي، دومره ويلى شم چي هغه به د خميني په څېر نه وي، خميني د فرانسې له لاري راغلى، او ايران ئې له عراق سره په داسي بدمرغي جگړي كي ښكېل كړ چي نږدې دوه مليونه ايرانيان او عراقيان په كي ووژل شول او داسي ايران ترې په ميراث پاته شو چي تر ننه له مسلمانانو سره په سختو او خونړيو جگړو كي ښكېل دئ، هم له روسانو سره يو ځاى د سوريې له مسلمانانو سره جنگېږي، هم په عراق كي د امريكا تر قومندې او د امريكا د جهازونو تر وزر لاندي له مسلمانو عراقيانو سره جنگېږي، هم د افغانستان په جگړو كي لوى لاس لري، په يمن كي شيعه د سنيانو په ضد جنگوي؛ خبره ئې هغه ځاى ته رسولې چي حوثيانو ته ئې داسي ميزايلونه وركړل چي مكه په نښه كړي، له نېكه مرغه چي دا ميزايلونه هدف ته تر رسېدو وړاندي په هوا كي شنډ كړى شول!!

شمشاد تلويزيون: تاسي پراخ نفوذ لرى، پارلماني ټاكنو او بيا وروسته د ولسمشرۍ ټاكنو ته خاص پلان لرئ؟د حزب يو ماهيت دا دى چي په هر حالت كي غوره گڼي لومړي كسان واوسي نه دوهم. حزب به د بل كانديد ملاتړ وكري يا خپل كانديد به لري؟

ځواب: په پارلماني انتخاباتو كي برخه اخلو، هم به خپل نوماندان لرو او هم به د نورو صالح او وړ نوماندانو ملاتړ كوو، هدف به مو دا وي چي پارلمان ته صالح، مؤمن او ولس ته ژمن وكيلان لار ومومي.

د جمهوري رياست په انتخاباتو كي د برخي اخيستو او د خپل يا بل نوماند د ملاتړ پرېكړە به وضعيت ته په پام سره كوو، حزب اسلامي دا وړتيا لري چي د هېواد او سيمي وضعيت او واقعيتونه درك كړي او مناسب تصميم ونيسي، دې ته به هرو مرو توجه كوي چي آيا حزب اسلامي ته د حكومت كولو شرائط برابر دي كه نه، كه حالت داسي وي چي نه مو گاونډيان منلى شي او نه روسيه او غرب او په سر كي ئې امريكا؛ او كه حكومت جوړ كړو نو يا به د مرسي له برخليك سره مخامخ كېږو او يا به د مخكي په څېر د كور دننه له جگړو سره، بيا به له هر لوري افغانستان ته وسلې او جنگيالي لېږل كېږي او ولس به مو د جگړو په اور كي سوزي، په دې صورت كي دې ته ترجيح وركوو چي د يوه داسي مناسب حكومت همكار وو چي سياستونه ئې په نسبي توگه د هېواد په گټه وي او بهرنيان ئې هم منلى او زغملى شي. خو كه مو يو ځواكمن منتخب حكومت جوړولى شو او د بهرنيو لاسوهنو د مقابلې توان مو هم په خپل ولس كي ليدلى شو نو بيا به خپل نوماند معرفي كوو. تاسو گورئ چي د اسلام دښمنانو نه د مصر منتخب جمهور رئيس مرسي وزغملو او نه اردغان مني، د دواړو په ضد كودتاگاني وشوې، دا واقعيتونه به پام كي نيسو او وروستۍ پرېكړە به كوو.

شممشاد تلويزیون: كوم ولايت به ستاسي استوگنځى وي؟

ځواب: اصلي استوگنځى به كابل او موقت كابل ته نږدې يو ولايت وي، دا موقت استوگنځى به په داسي ولايت كي وي چي اوس د امنيت له پلوه جدي ستونزه لري، هيله ده زما په تگ سره هلته امنيتي ستونزي رفع او بشپړ امنيت تأمين شي. دا مي هيله او دعاء ده او دې هدف ته د رسېدو په لار كي له خپل ولس د پراخي مرستي او ملگرتيا انتظار لرم.

شمشاد تلويزيون: آيا تاسي به د نظام او يا د موجوده حكومت ملا تړ وكړي؟

ځواب: بايد د نظام او حكومت د ملاتړ او د خپل ولس په څنگ كي د ودرېدو او له بحران د هېواد ايستلو ترمنځ توپير وكړو، موږ د نظام او حكومت په اړە ډېر ملاحظات او اعتراضات لرو، نه ئې له تركيب سره موافق يو او نه ئې په ډېرو برخو كي له تگلارو سره، په خاصو چارو كي مو له دولت سره يوه معاهده لاسليك كړې، د دغي معاهدې په محدوده كي له دولت سره همكاريو ته چمتو يو.

شمشاد تلويزيون: د بهرنيانو نظامى حضور تر كله منى؟ آيا موجوده مجبوريتونو او واقعيتونو ته په كتو دا د وخت يوه اړتيا نه ده چي د دوى نظامى حضور او ملاتړ له افغان حكومت سره دوام ومومي؟

ځواب: د ملاتړ او حضور تر منځ هم بايد تفكيك وكړو، موږ د ملاتړ نه بلكي د بهرنيو ځواكونو د نظامي حضور مخالف يو او هغه د جنگ د پيل او دوام عامل او باعث گڼو، د بشپړ وتلو لپاره د معقول مهالوېش غوښتونكي يو، په دې باور يو چي افغانان كولى شي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، همدا مطلب په معاهدې كي په دې صيغه راغلى: “په داسي حال كي چي د ملي حاكميت تحكيم او د هېواد د لوړو ملي منافعو تأمين د دواړو لوريو ګډ هدف دئ، او دواړہ په دې باور دي چي افغانان کولی شي د دغه وحدت او همغږي له لاري له جګړي راولاړ شوى بحران کابو او له ګواښونو سره مقابله وکړي خو د بهرنيو نظامي ځواكونو د وتلو په اړہ هر لورى ځانګړى دريځ او ليد لورى لري،…” هيله مو دا ده چي د حزب اسلامي د فعال حضور په نتيجه كي داسي حالت رامنځته شي چي دولت هم د بهرنيو ځواكونو د حضور ضرورت منتفي وگڼي.

شمشاد تلويزيون: حاضر ياستى د هغه اتهاماتو په خلاف چي د تفاهم له اړخه حزب او رهبري ئې مطلقه منجمده او د هر ډول تعامل نه وړ گڼي په افغانستان كي له موجوده سياسى ادرسونو سره حتى كه هغوى تاسو سره ايديالوژيك ورته والى هم و نه لري يو نسبى تفاهم وكړى؟

ځواب: له ټولو سياسي ډلو، شخصيتونو او وړو او لويو ټولگيو سره تفاهم ته چمتو يو، له ټولو غواړو چي ناروا رقابتونه پرېږدي، د سالمو او رغنده سياسي او فكري سياليو لار غوره كړي، په معاهدې كي دا مطلب په دې صيغه راغلى: د دې هېواد د هر وګړي او د هېواد په قضاياوو كي د ټولو مطرح ډلو او ټولنو مسئولیت دئ چي يو بل ته لاس وركړي او د دغو سپېڅلو اهدافو د تحقق لپاره په ګډہ كار وكړي. بايد د جنګ، بى امنيو او بى عدالتيو عوامل له منځه يوسي، له هر هغه څه سره په ګډہ مقابله وكړي چي د افغانانو ملي وحدت، استقلال، ملي حاكميت، زمكنۍ بشپړتيا او امنيت ګواښي، نظام د ولس په خدمت كي او د دوى له تأييد او حمايت برخمن وي، د هېواد اساسي قانون او ټول اسلامي او ملي ارزښتونه د ټولو سياسى او اجتماعي ګوندونو او بنسټونو له لوري محترم وګڼل شي.

شمشاد تلويزيون: دلته محدود اوازونه داسي پورته شول چي د حزب حضور به مضر ثابت شي او يا دوى دي بخښنه وغواري ځواب مو څه دى؟

ځواب: هو، ځينو ته د حزب اسلامي فعال حضور مضر دئ، د دوى ناروا گټي گواښي، د دوى د فساد، بدمعاشيو او خيانتونو مخه نيسي، پرديو پر افغانانو تحميل كړي، د بهرنيو ځواكونو د وتلو پايلي د ځان لپاره خطرناكي گڼي، اوسني وضعيت هغوى د مجللو قصرونو، پراخو شتمنيو، اشرافي ژوند، بې مهاره واك … خاوندان كړي، طبيعي ده چي د حزب راتگ ته به د خطر او ضرر په سترگە گوري.

د پوښتني د دوهمي برخي په اړە بايد عرض كړم: معافي بايد هغه څوك وغواړي چي جرم ئې كړى او يوې معتبرې محكمې د ثقه دلائلو له مخي هغه مجرم گڼلى، نه هغه څوك چي جنگ پرې تحميل شوى، د يرغلگرو په وړاندي ئې مقاومت كړى، له خپل ځان، هېواد او ولس ئې دفاع كړې. افغان ولس په تېر تحميلي جنگ كي يو نيم مليون او په اوسني جنگ كي ئې درې لكه شهيدان وركړي، د دغو شهيدانو قاتلان او د دغو جگړو اصلي عاملين بايد له افغانانو معافي وغواړي، نه د افغان ولس د شهيدانو وارثان.

شمشاد تلويزيون: په دى وروستيو كي نړۍ د تحولاتو شاهده ده، يو خل بيا قدرتونه صف بندۍ كوي او د لويو قدرتونو تقابلات ډېر شوي. يو شمېر افغانان تر بې طرفۍ غوره گڼي چي د يو طرف ملكري شي يعني په لويه سناريو كي يواځي د لوبي ميدان ونه اوسى بلكى بايد لوبغاړي واوسي. واقعيتونو ته په كتو كوم طرف سره ملگرتيا غوره ده؟

ځواب: كه دا ممكنه وي چي دواړە رقيب ځواكونه د افغانستان فعاله بې طرفي ومني او دا تضمين كړي چي په خپله او په دوى پوري تړلي سيمه ييز ځواكونه به زموږ په كورنيو چارو كي له هرراز پټي او څرگندي لاسوهني ډډە كوي نو همدا زموږ په گټه دئ.

شمشاد تلويزيون: افواهات، گنگوسي او اوازى خلكو ته اندېښنې پيدا كوي يوه له هغو اندېښنو همدا چي انجنير حكمتيار د امريكا له لوري راوستل كېږي تر څو د روسيې  د نفوذ مخه دلته ونيول شي. دا اندېښنې حتى د روسيي ديپلوماتيكو بنسټونو ته هم رسېدلې. خواب مو څه دى؟

ځواب: دا بې بنسټه تحليل او د غرضي او مرضي كړيو غلطه تبصره ده، په تېرو دريو لسيزو كي د امريكا د افغان پاليسي محوري ټكى د حزب اسلامي تضعيف، حذفول او ختمول او زما ترور او وژل وو، په پېښور كي ئې شپږ ډلي د حزب اسلامي په ضد جوړي كړې، طالبان هغه مهال د حزب اسلامي په خلاف په مصنوعي توگه او د پاكستان په لابراتوار او زېږتون كي د امريكا په وينا وزېږيدل چي د شمالي ائتلاف حكومت آخري سيلگۍ وهلې او د نسكورېدو په درشل كي وو، دا د دې لپاره چي امريكا نه غوښتل كابل د حزب اسلامي په لاس كي پرېوځي، ما آبله ورځ د طالبانو د يوه ښكنځلمار او پرېوتي سايټ يوه تبصره لوستله چي ليكلي ئې وو: امريكا جنرال دوستم ته دنده وركړې چي د سولي د بهير شنډولو لپاره شمال ته ولاړ شي او د جمهور رئيس په خلاف هغه څرگندوني وكړي. د طالبانو د دې سايټ تبصره به صحيح وي او كه هغه تبليغات چي تا ئې يادونه كړې؟!! داسي برېښي چي د طالبانو د تبليغاتو او بريدونو تشديد، د شمال حوادث، كندز له مقاومت پرته مخالفينو ته پرېښودل … د هغو هڅو بېلي بېلي كړۍ دي چي د سولي بهير تخريبولو په موخه ترسره شوې دي.

شمشاد تلويزيون: يوه انارشي دلته حاكمه ده، ستاسي فعال حضور به دا خپلسري، زورواكي، د قدرت جزيرې او انارشى چي حتى د نظام دننه هم محسوسي دي، كمرنگه كړي؟

ځواب: هيله ده همداسي وشي، د خپلسريو او انارشيو ټغر ټول او يو ځاكمن مركزي حكومت جوړ شي، په همدې هيله او هوډ كابل ته ځو، په دې ارتباط له هر لوري سره له قيد او شرط پرته ملگرتيا ته چمتو يو.

شمشاد تلويزيون: حزب به طبعاً يو محوري او لوى هدف لري چي شايد سياسي مبارزه يي پر همغه هدف تمركز ولرى؛ هغه څه دي؟

ځواب: د مبارزې ستر او محوري هدف مو د هېواد خپلواكي او په خپلواك افغانستان كي واقعي اسلامي نظام دئ.

شمشاد تلويزيون: د سولي د مذاكراتو په روان بهير كي ستاسو له پلاوي پرته بل كوم حكومتي او يا سياسي جريان، بهرنيو او مشخصاً گاوندي هيوادونو تاسي سره د مخامخ اړيكو د تأمين هڅه كړې وه؟

ځواب: د مذاكراتو په دوران كي زموږ پلاوي د ځينو ذيدخله هېوادو له ديپلوماتانو سره ليدني درلودې، چا لږ او چا ډېر؛ د سولي د هڅو حمايت كړى، چا يوازي دا هڅه كړې چي له وضعيت ځان خبر كړي، داسي هېوادونه شته چي د مذاكراتو پر بريا خوښ شوي او د كلك حمايت ژمنه ئې كړې، زه ئې د نومونو يادول مناسب نه گڼم، البته داسي هېوادونه هم شته چي په خپل ټول توان طاقت ئې د سولي د بهير شنډولو هڅي كړې دي او خپلي مزدوري كړۍ او رسنۍ ئې د شرارتونو او منفي تبليغاتو لپاره هڅولې دي.

شمشاد تلويزيون: له راتگ وروسته به مو لومړنۍ ليدنه په اغلب گمان له ولسمشر سره وي؛ له هغوى كومه مشخصه غوښتنه او يا ورته كومه خاصه توصيه او پيغام به ولرئ؟

ځواب: لومړۍ ليدنه به يوازي يوه دوستانه ليدنه وي.

په درنښت

شمشاد ټلويزيون

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply