Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

په اسلام کي د علم ارزښت (  ۱ ) برخه/ مولوي عصمت الله عزام

0 1,395

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده و نصلي  علی رسوله الکريم امابعد :

اسلام د رحمت دين دی چي د ټول انسانيت د ديني او دُنيوي نېکمرغۍ او کاميابۍ ضامن دی .

اسلام د ژوندانه په هره برخه کي ځانگړې لارښودني لري او د انساني ژوندانه لپاره يې بشپړ او اړخيز قانون نړۍ ته وړاندي کړی دی .

خو له دې څخه د گټي د اخيستلو لپاره علم ته اړتيا ده، علم هغه کيلي ده چي په ذريعه يې د اسلام هر اړخيزي لارښودني چا ته معلومېږي .

علم پر هر چا لازم دی .

په حديث شريف کي راغلي دي :

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ ( رواه ابن ماجة ص : ۲۰ )

ژباړه : له حضرت انس – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – فرمائلي دي : ( د دين ) د علم طلب پر هر مسلمان فرض دی !!

له دې حديث څخه معلومېږي چي پر هر مسلمان که نارينه وي او که ښځينه، غريب وي که شتمن، کليوال  وي او که ښاري، پر ټولو د دين د علم طلب فرض دی .

د علم دا مطلب نه دی چي خامخا به  عربي لولي، بلکي د دې مطلب دا دی چي د دين  خبري زده کړي، که د عربي کتابونو په لوستلو سره وي، که د اُردو ( يا پښتو او يا بلي بلي ژبي د ) کتابونو  په لوستلو  سره وي، که له مُعتبرو عالمانو څخه په ژبه په پوښتني سره وي، که له مُعتبرو واعظانو څخه د وعظ په اورېدو سره وي، هغه ښځي چي خپله کتاب نه شي لوستلی او نه له يوه  عالم څخه پوښتنه کولی شي، د خپلو سړو په ذريعه دي د دين خبري له عالمانو وپوښتي .

په دې توگه هم ځان له شرعي حُکم څخه خبرول علم دی او د علم په اړه د راغلو ثوابونو د تر لاسه کولو لامل دی .

په دې حديث کي د علم طلب فرض گڼل شوی .

پوښتنه دا ده چي کوم علم فرض دی ؟

د دې پوښتني جواب دا دی چي شرعي علم په دوو برخو وېشل شوی :

۱ : علم الأصول يا د عقائدو  علم لکه د الله پاک پېژندل په يووالي او  صفاتو سره، د پېغمبرانو تصديق او داسي نور…

دا علم پر هر چا لازم او ضروري دی، هر څوک بايد ځان په دغو خبرو پوه کړي او پرې باور ولري .

۲ : علم الفروع يا د فقهي علم او د دين پر احکامو او مسائلو ځان خبرول .

دا علم په دوو برخو وېشل کېږي :

۱ : فرض عين .  لکه د اوداسه، لمانځه، روژې او هر هغه عبادت چي پر هر چا لازم وي،  نو پر هغه د هغه شي علم هم ضروري دی .

لکه د زکات علم پر هغه چا لازم دی چي مال ولري، همدا راز د حج علم پر هغه چا لازم دی چي پرې فرض وي .

يعني کوم کار چي په انسان لازم وي، د هغه زده کړه او معلومات هم لازم دي .

۲ : فرض کفايي : هغه علم دی چي په هغه سره څوک د اجتهاد درجې ته رسېږي، يا د فتوی ورکولو استعداد پکي پيداکېږي .

که د يوې سيمي خلگ ټول له دغي اندازې علم څخه ځان غافل کړي، ټول گناهگار دي، خو که په دوی کي يو کس دا اندازه علم وکړي، د نورو هم غاړي خلاصي دي .

نور خلگ به د دغه عالم خبره مني او د اړتيا په وخت کي به ترې د شرعي حُکم پوښتنه کوي .

مطلب دا چي علم ضروري او اړين دی .

( نور بيا …)

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply