Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

غازي امان الله خان ملي اتل دی/ عبدالعزیز بابکرخیل

0 1,221

ملي اتل هغه چا ته ویلي شي چې د ټولنې د پرمختګ، ښیرازۍ او ابادۍ لپاره یی بې ساري خدمتونه کړي. خدمت کول د هوا نه راځي، یو احسا س او شور باید په زړه کې موجود وي نو له همدې امله به ورسره د ټولنې د وګړو د سوکالۍ فکر، غم او درد مل وي . اتل له دغه فکر او احساس امله قربانۍ ته چمتو وي؛ زړه سواندی وي، فکر او ځان یی د ملي تعهد په رڼا کې ټولنې ته وقف کړی وي. اتل زړه ور وي، میړانه لري، د هیواد او خلکو د ازادۍ لپاره له سر، ځان، اولاد او مال نه لاس په سر شي، د هغه فردي سرښندنه او له نفس او ځان نه تیریدنه د ټولنې او دهغې د وګړو د ازادۍ،سوکالۍ او پرمختګ سبب شي.
تاسې تاریخ ته وګوری، غازي امان الله خان د ازادۍ بیرته اخیستلو په هوډ،لار اوعمل کې د ملامت کوونکو د ملامتۍ پروا ونکړه؛ د زورور ښکیلاک په وړاندې ودریده، ازادي یی دخپلو خلکو حق وو او په میړانه یی واخیستله. د سمې حکومتوالۍ د سمون لومړي بنیادونه یی کیښودل، نظامنامه (اساسي قانون) جوړه کړه ؛ دپوهنې عامولو ته ستر ګامونه پورته کړل چې نر او ښځه دواړه تری بهره مندشي. د پرمختګ لپاره یی بیلابیل پروګرامونه طرح کړل. دا کارونه هغه څوک کولای شي چې دوطن او دخلکو مینه ورسره وي او همداسې شخصیت ته اتل ویل کیږي.
داسې شخصیت ته داتل دلقب مخالفت هغه څوک کوي چې د هیواد دازادۍ، د سم حکومت او پر مختګ ضد وي؛ هغه ناوړه کس به ددې هیواد نه وي هغه به دپردي او بل چا تالي څټی وي. دغسې خلک یی مخالفت کوي چې وطن یی په مختلفو ملکونو لیلام کړیدی او د پروژو او پیسو لپاره کله په یو سفارت او کله په بل سفارت کې توس وهي. زه د هیواد حقه علماوو او سمو دیني ملایانو درناوی کوم اوخوښ مې دي چې د خدای ج ددین خدمت وکړي او خلک پرې پوه کړي. خو دا په ډاګه وایم چې د نفسي، ورانکاره،سیاسي د بل په لاړو ککړ خیټنوال ملا او تش په نوم خیټاند مجاهد نه ډار نه کوم چې دغازي امان الله خان په اتلولې کې شک کوي. لومړې دې خپلو کړو او وړو ته نظر وکړي او په ګریوان کې دې سر ښکته کړي چې دوطن ددومره ویجاړولو سره ایا بیا په دې وطن کی داوسبدو حق هم لري او که نه؟ د ملي اتل او غازي امان په باره کې نظر ورکول خو پریږده. زه هیله کوم چې خپل خوسا نظر له ځان سره وساتي او ځان سره دې د همدې خبرې ګردان وکړي، ولس دې پرې نور نه خفه کوي. په ولسمشر غني باندې دې څوک سترګې نه برګوي چې غازي امان الله خان ته یی غازي اتل ویلې دی، هیڅوک حق نلري چې ولسمشر ته سرې سترګې وښایی( بچه ها به کوچها خواهند ریخت) ټول د کوڅو بد معاشان دي. دولسمشر غني دې کور اباد وي دنن سبا یو لړ ملي کارونو په لړ کې یی دا هم د ستاینې وړ کار کړیدی چې غازي امان الله خان ته یی ملي اتل ویلې دی نو ملاتړ یی په کار دی.
زما هیله داده چې د هیواد، او د هغې د ملي نوامیسو، ملي مصطلحاتو،ژبې او ملي اتلانو څخه دفاع وکړی. دښمن سیاسي ملا ته د دین پلمه کی زور ایښی دی، هو ښیار او سې د ورانکارو ملایانو ورانیو ته په کلکه ځواب ورکړی.
تل او سرلوړی دې وي افغانستان!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply