نسوار يې توو کړ او پر شناوۍ ږيره يې تر لاس تېرولو وروسته خپلې ښځې ته په ډډ غږ وویل؛ « سمه ښځه له مېړه سره جوابونه نه وايي، پوه سوې که یه؟»
له دې سره سم يې یو څو پرلهپسې ښکنځل ورته کتار کړل.
د واده يې پنځهویشت کاله کېږي، خو د « سپوږمۍ» داسې ورځ هیڅ نه ده په یاد چې د مېړه له خوا دې نه وي ځورول شوې.
په پېغلتوب کې د دې په زړه کې د یو منظم کور ارمان ټوپونه وهل، خو د واده په شپه يې په تریو تندي ورته وویل؛ «ښځه لکه د پښو څپلکه، ډېرې پيدا کېږي، نارینه قربان سم، نوم يې قربان سم.»
دې خبري يې زړه لکه هينداره ټوکر ټوکر کړی، خو سهار يې مور ورته وویل، لوری په دې خبرو پسې سر مه ګرځوه، هر نارینه په اول سر کې دغسې خبرې کوي، بیا وروسته خپله سمېږي؛ «ستا پلار هم په ځواني کې دغسې و، اوس څنګه تر موږ ځان قربانوي.»
د مور په دې خبره يې زړه یو څه ډاډه شو، خو افسوس! چې تر پنځهویشتو کالو وروسته يې هم په ژوند کې مثبت بدلون رانغی.
سپوږمۍ اوس له غمونو سره اشنا ده او په کومه ورځ چې يې په کور کې جنجال، وهل، ټکول او ښکنځل نه وي، خپل کور نابلده ورته ښکاري.
د دې مېړه له هغه لومړيو ورځو خواري نه کاږي، د نسوارو پيسې هم له سپوږمۍ غواړي، خو په کومه ورځ چې د پيسو په ورکړه کې ځنډ پېښ شي، په جنجال يې ټول کلی خبرېږي.
سپوږمۍ دوه ځوانان زامن لري، خو مېړه يې دواړه له کوره ځکه شړلي چې د ده پر ناحقه کارونو نیوکې کوي او د مور سرې اوښکي نهشي زغملای.
د ده دواړه زامن له وچې مجبوري د ماماګانو په کور کې ژوند کوي، مور د خپلو اولادونو په دیدن پسې ړندېږي، خو څوک مېړه يې نه پرېږدي چې د خپلو ورڼو کور ته د زامنو لیدلو ته ولاړه شي.
درې ورځې له مخه د سپوږمۍ د کوزده شوې لور خسر سل زره افغانۍ ولور راووړ، دې ولور په پړوني کې وپېچه چې د لور د نوي کور لهپاره سامان په رانیسي، خو مېړه يې د دغو پيسو په لیدولو لېونی شو؛
«زما لور ده او ولور يې هم باید زه واخلم، زه پوهېږم چې په دې پیسو هر څه په کوم تاسې د پوښتني هیڅ حق نه لرئ.»
مېرمنې يې په ژړغوني غږ ډېر ورته وویل، د لور او خور ولور د خوړولو لهپاره نه دی، دا يې د دې نجلۍ لهپاره د سامان رانیولو په موخه راوړی دی، هیڅوخت داسې نه دي شوي چې لور په تش لاس د خسر کور ته څوک ولېږي.
«د نجلۍ خسرګنۍ زموږ سیالان دي، اړ یوو چې دغه پیسې د لور په کور او کالیو مصرف کړو، زه يې تا ته نهشم درکولای، که دا پیسې هم زما د میاشتګۍ د پیسو په ډول په جېب کې واچوې، هغوی به بیا تر قیامته زموږ لور ته پېغورونه ورکوي.»
دا خبره نه وه د توپک ټک و چې پر شهباز باندې وشو، سمدستي يې نارې او جنجال جوړ کړ، سترګې يې سرې شوې، لنګوټه يې وغورځوله، د مېرمنې او کوچنیو اولادونو په وهلو يې ځان ستړی کړ.
«زه په دې کور کې تر ځان مشران نهسم منلای، تاسې ټول وژنم، تاسې زما سره ژبه چلوئ، ما ته بهانې کوئ.»
شپه تېره شوه، سهار وختي تر لمانځه وروسته سپوږمۍ په زړو ټکرانو چای پخولو ته کښېناسته چې ناببره شهباز په زاړه سطل کې پټرول پر خپله مېرمن ور وپاشل او له نغري يې لګیدلي ټوکران هم ورپسې وغورځول، یو دم د ښځې جامو اور واخیست، نارې شوې، چیغې شوې؛ « د خدای پار دی مسلمانانو ما وژغورئ!»
شهباز چې خپله مېرمن په سرو لمبو کې ولیده، وارخطا شو، په ځغاسته له کوره ووت، د کلي خلک او نږدې ګاونډیان راغلل، هر چا تر خپله وسه هڅه کوله چې اور مړ کړي… «ژر کوئ! اوبه پر واچوئ، هلئ ژر… !»
د اوبو په اچولو سره به د اور لمبې او د سپوږمۍ چیغې نورې هم لوړې شوې، یو بل چا نارې کړې؛ «زوړ تلتک پر واچوئ، ژر کوئ، د پټرولو اور بل رقم نه مړ کېږي…!»
همداسې يې وکړل، د اور لمبې خاموشې شوې، خو سپوږمۍ د سرای په غولي کې بېهوښه پرته وه، جامې يې پرې ویلې شوې وې او له لانده بدنه يې په یخه هوا کې لوګي پورته کېدل.
ګاونډیانو يې سمدستي په ټکسي موټر کې روغتون ته يې ور وړله.
ډاکټران وايي، د سپوږمۍ غبرګ لاسونه او پښې، مخ، ځیګر او سر يې سوځول شوي دي.
د سپوږمۍ په سوځېدلي مخ کې له سترګو را توی شوې اوښکې ورغړېدې، زړه يې را ډک شو؛ «د دغه ظالم له لاسه زما زړه خوړین دی، دی دې هم دغسې وسوځول سي، زه يې ډېره ځورولې یمه، زما د نارینه له نامه کرکه کېږي، ټول نارینه داسې بېزړهسویه دي!؟»
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320