د حزب اسلامي په اړه اشتباه مه كوئ / حقپال

0 1,543

دا حقيقت بايد ټولو؛ دوست او دښمن ته يو ځل بېا په څرگندو الفاظو واضح كړو چي حزب اسلامي د تل په څېر خپل مرام، اسلامي تگلاري، ديني او ملي ارزښتونو، اصولو او شعارونو ته بشپړ او تغيير نه منونكى التزام لري، د هېواد خپلواكي، اسلامي هويت، زمكنۍ بشپړتيا، ملي حاكميت، د ټولو بهرنيو ځواكونو وتل، په آزاد او خپلواك افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړول ئې داسي غوښتني دي چي هيڅكه او په هيڅصورت كي معامله نه پرې كوي، تل به د خپل ولس په خوا كي وي، له حق او عدالت به دفاع كوي، د مظلومانو ملگرتيا او د ظالمانو مقابله به ئې تلنى شعار وي.

حزب اسلامي د صلحي له شعار سره كابل ته ننوځي، نه د جنگ او وسله والو رقابتونو په موخه، له شنو بيرغونو سره ننوځي، نه له سرو او تورو سره، څوك دي دا اشتباه هم نه كوي چي كله به سپين بيرغونه ورپوي، دا طمع دي له هغه چا نه كوي چي د خپل تاريخ په تېري نيمي پېړۍ كي نه كوم مغرور بهرني يرغلگر ته تسليم شوى او نه د يرغلگرو د وسلو او د هغوى د وسله والو ځواكونو د مټو په زور تحميل شوو حكومتونو ته.

موږ به هيڅكله له هغه چا سره؛ كه كورنى وى او كه بهرنى؛ په يوې لار ولاړ نشو او ملگرتيا به ئې ونه كړو چي زموږ له ولس سره دښمني كوي، زموږ ديني او ملي ارزښتونو ته سپكاوي كوي، زموږ خپلواكي گواښي، زموږ په كورنيو چارو كي لاسوهني كوي، زموږ د هېواد تجزيې او زموږ د ملي وحدت د زيانمنولو هڅه كوي، د افغان مؤمن ملت وروڼه قومونه سره بېلوي او په خپلو كي ئې سره جنگوي، افغانان ځوروي، په خيانت او فساد ككړ دي، نه له خداى وېره لري او نه پر مظلوم ولس ترحم، اوباشان دي او بدمعاشي او بدمستي كوي. هر هغه لوري ته د دښمن په سترگه گورو او كلكه مقابله ئې كوو چي خپلي ناولي او كرغېړني گټي په افغانستان كي د جنگ او بې امنيو له دوام سره غوټه كوي.

لويو ځواكونو او گاونډيو ته وايو: په افغانستان كي خپل بدمرغه، سپېره او خونړي سياسي، نظامي او اقتصادي رقابتونه پاى ته ورسوئ، افغانان پرېږدئ خپل برخليك په خپله وټاكي او خپلي ستونزي په خپله حل كړي. له افغانانو هيچا ته هيڅ گواښ او خطر متوجه نه دئ، ستاسو له خير هم بې زار دي شر مه رسوئ!! موږ دې ته مه اړ كوئ چي په دې رقابتونو كي ننوځو، كولى شو، او كه له هر لوري سره ودرېږو نو د بل برخليك به إن شاء الله حتماً داسي وي لكه د شوروي اتحاد!!

ايراني مشرانو ته په ځانگړې توگه وايو: د افغانستان په اړه خپل زوړ سياست پرېږدئ، نوې او د ښه گاونډيتوب له غوښتنو سره سمه تگلاره غوره كړئ، نور د جنگ پر دوام پانگونه مه كوئ، افغانستان ته وسلې مه رالېږئ، افغانان عراق، سوريې او يمن ته د جنگ لپاره مه لېږئ، د مذهبي جنگونو اورونو ته لمن مه وهئ، دا اور به ستاسو لمن هم وسوزوي، د افغانانو په خلاف خپل سوړ او تود، پټ او څرگند جنگ پاى ته ورسوئ.

څوك چي موږ ته د دوستۍ لاس اوږد كړي په ورين تندي ئې په غېږ كي نيسو، كه يو گام راوړاندي شي دوه گامونه وروړاندي كېږو، څوك چي زموږ ملت او ديني او ملي ارزښتونو ته درناوى لري او د يوه خپلواك ملت په سترگه راته گوري، پر درناوي ولاړه بالمثله معامله ورسره كوو، خو څوك چي له موږ سره د دښمنۍ لار غوره كړي؛ زموږ اهانت او سپكاوي ته ملا وتړي، نو موږ او زموږ غبرگون به د ځان خلاف هوډمن، مضبوط او په سنگر كي ناست ومومي. موږ هم په جنگ باور لرو او هم په صلح، خو جنگ او صلح مو دواړه د اسلام او د پيامبر عليه السلام له سنت او لارښوونو سره سم دي، جنگ د جنگ غوښتونكو او تېري كوونكو په وړاندي او صلح د هر صلح خوښي په وړاندي، دا زموږ تگلاره ده. د خير او ښېگڼي (بر او تقوى) په كار كي له هر چا؛ حتى كافر او دښمن سره تعاون او ملگرتيا ته چمتو يو او د شر او تېري (اثم او عدوان) په كار كي له هيچا؛ حتى مسلمان او دوست سره تعاون او ملگرتيا نه كوو.

هغو ته چي حزب اسلامي ته د رقيب او حريف په سترگه گوري وايو: ناروا رقابتونه پرېږدئ، د پرديو د مټو او وسلو په زور له موږ سره رقابت مه كوئ، موږ جنگ ته مه هڅوئ، زموږ د سولي پيغام ته مثبت ځواب ووايئ؛ زموږ د سولي وړانديز مه زموږ مجبوريت گڼئ او مه د ضعف او كمزورۍ نښه، كه د فكري او سياسي رقابت عزم او توان لرئ نو د مثبت رقابت لار غوره كړئ، موږ د داسي حريف او رقيب درناوى كوو، هيله ده تېري ترخې او خونړۍ تجربې تكرار نه كړئ، زموږ په خلاف او د ټول افغان ولس په خلاف خپل پټ او څرگند، تود او سوړ جنگ پاى ته ورسوئ، له افغانستان د پرديو د گټو د جنگ او د هغوى د سياسي، نظامي او اقتصادي رقابتونه ډگر مه جوړوئ، په دې اور كي مظلوم افغانان تر دې زيات مه وريتوئ، د افغانانو د وژلو پټه او څرگنده لړۍ ختمه كړئ، له مخكني سوړ او تود جنگ مو چي څه ترلاسه كړي په همدې اكتفاء وكړئ، د پرديو په وسلو او له دولتي امكاناتو په استفادې سره د ملي او مذهبي شخصيتونو او د حزب اسلامي د مجاهدو غړو له ترور لاس واخلئ، كه داسي ونه كړئ نو پوه شئ چي له نن وروسته به زموږ له سخت عكس العمل سره مخامخ شئ. په ځانگړې توگه امارتي طالبانو او شوراى نظار ته وايو: هغه جگړمار او شرخوښي مو اداره او درتم كړئ چي په خپلو غلطو تصرفاتو او پاروونكو اظهاراتو سره ئې تاسو له نورو سره په نښتو او شخړو كي ښكېل كړي يئ.

موږ نه د اقتدار وږي يو، نه په اقتدار كي د مشاركت لپاره پر خپلو اصولو معامله كوو، نه په كوم ناكام او بدنام حكومت كي د شركت تلوسه او تصميم لرو، صالح او قوي مركزي حكومت غواړو، ائتلافي حكومتونه د افغانستان لپاره مناسب نه گڼو، د اقتدار پر وېش باور نه لرو، د اقتدار د مستقلو جزائرو له شتون سره مخالف يو، هر هغه څه چي د نظام د ضعف، په نظام كي د شخړو، د قدرت د وېش، د هېواد د تجزيې باعث كېږي موږ ئې مخالفت كوو. موږ پارلماني نظام ناسم، د اسلامي لارښوونو خلاف، د افغانستان د اوسني وضعيت د غوښتنو منافي او په هېواد كي د شخړو او لانجو باعث گڼو، له هري هغي طرحي سره مخالفت كوو چي د هېواد د مشر او زعيم ټاكل په يوې محدودې حلقې پوري مختص كړي، دا ځكه چي وړه او محدوه حلقه هم شتمن بهرنيان په وړيا بيع پېرلى او د خپلي خوښي پرېكړي ترې راايستلى شي او هم په پرديو متكي ځواكمن او شتمن كورني لوري. د هېواد مشر او زعيم بايد د ټول ولس په خوښه غوره شي، همغسي لكه ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم چي په جومات كي او د ټولو مسلمانانو په خوښه غوره شوي، نه د محدودو كسانو او خواصو له لوري او د تړلو دروازو تر شا. داسي نظام، چارواكي ئې او په هغه كي د اقتدار فرمايشي وېش خو هيڅكله نه منو چي بهرني ئې موږ ته خوښ كړي. دا زموږ اصولي دريځ دئ، څوك دي هغه له سياسي رقابتونو راولاړ شوى دريځ او تگلاره نه تعبيروي، په حزب اسلامي كي امير هم د ټولو اعضاءو په رأى ټاكل كېږي او د مركزي شورى غړي هم، د اجرائيې غړي د امير په وړانديز او د شورى د اكثريت په موافقه ټاكل كېږي. دې ته ورته نظام د هېواد لپاره مناسب او اصلح گڼو.

هغو ته حيران يو چي په خپلي ډلي كي ئې نه انتخابات شته، نه منتخب زعيم، نه منتخبه شورى، نه پارلماني نظام، خو په هېواد كي پارلماني نظام غواړي!! كه مشر ئې تاجك، اوزبك يا هزاره او شيعه دئ نو په ټول گوند كي يو پښتون او سني غړى نه لري، نه په شورى كي او نه د مشرتابه په لړ كي!!! كه د كوم وزارت واگي په لاس ورغلې نو د وزارت ټول پستونه، تر ډرېور او مستخدم پوري ئې د خپل قوم او هممذهب وگړي ټاكلي!! انگېرنه مو دا ده چي د پارلماني نظام غوښتنه يا هغه څوك كوي چي نه د خپل هېواد له اجتماعي جوړښت خبر دئ او نه له سياسي وضعيت، نه دې ته متوجه دئ چي پارلماني نظام زموږ په گاونډيو كي هم ناكام شوي او بدي پايلي ئې درلودلې، ايران ترې لاس واخيست، په پاكستان كي هيڅ صدراعظم نه دئ توانېدلى خپله قانوني دوره بشپړه كړي، يا جمهور رئيس عزل كړى يا له كودتا سره مخامخ شوى. اكثراً د پارلماني نظام شعارونه هغه څوك وركوي چي همدا مأموريت له بهره وركړى شوى، شك مو هغه مهال په يقين بدل شو چي د دې شعار پلويانو په اروپا كي او د هغو گانگريس مينانو تر اشراف لاندي كنفرانسونه جوړ كړل چي د افغانستان تجزيه ئې شعار دئ او په وار وار ئې په واز كومي ويلي: د افغانستان ستونزه يوازي د دې هېواد په تجزيې سره حل كېدى شي!!! ښايي ځيني به دا هيله او طمع لري چي په پارلماني نظام كي به جمهور رئيس كوم پښتون وي او صدر اعظم به حتماً تاجك (او دى په خپله)!! خو بايد دې ته هم متوجه وي چي د قومي تعصب له بيماريو راولاړ شوي پارلماني نظام كي به نه يوازي جمهور رئيس بلكى صدر اعظم، ټوله كابينه يا لږ تر لږه د مهمو وزارتونو وزيران هم د اكثريت توكم وي، آيا د وارداتي ډيموكراسۍ په حكم داسي حالت هم منلى شئ؟!!

بايد ټول سياسي احزب ملت شمول، ملي او ديني ارزښتونو ته ژمن او وطنپال وي، شعار ئې خپلواكي، ملي وحدت او عدالت وي، داسي حزب بايد د سياسي فعاليت او په انتخاباتو كي د يوه مستقل گوند په توگه د برخي اخيستو حق ونه لري چي قومي او ژبني تعصبات پاروي، په يوه توكم پوري تړلى وي، لږ تر لږ ۳۰% غړي ئې د نورو توكمونو وگړي نه وي، دومره وړوكى وي چي د هېواد د ټول نفوس تر ۱۰% لږ غړي ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply