د حکومت دوامداره چوپتیا/ ملالۍ رڼا

0 1,164

له بده‌مرغه د اوسني او د کرزي صاحب د حکومتونو يوه لویه ستونزه چې له څه باندې پنځلسو کلونو راهیسې دوام لري، هغه دا ده چې په لویو او حیاتي مسایلو کې چوپه خوله پاتې شوي او ټول هېوادوال يې په يوه داسې رواني ناروغي اخته کړي چې د افغانستان په ټول سیاسي تاریخ کې ساری نه لري.

په داسې حال کې چې په ټولو لویو سیاسي او نورو ملي مسایلو کې تر هر څه لومړی حکومتونه دا مسوولیت لري چې خلکو ته مساله يا ستونزه روښانه او هغوی ترې په واضحو ټکيو کې خبر کړي، خو په خواشیني سره د دې ځای د یادو حکومتونو دا چاره يو داسې عادت ګرځېدلی، لکه همدا کار يې چې د ټولو کارونو په سر کې وي او په سیاسي برخه کې يې تر ټولو لویه موخه دا وي چې پر ملي مسایلو ځان ګونګی کړي.
که د لوستونکيو په یاد وي، کونړ دوه کاله پرله‌پسې د پاکستان له خوا په درنو توپونو وويشتل شو، خو د کابل چارواکي ورته ګونګه خوله ناست او په دومره اوږده موده کې يې پاکستان ته اخطار څه چې له هغوی يې يوه وړه ګيله هم و نه کړه.

ورپسې په ختیزو ولایتونو کې د پاکستان ملېشو د قبایلو څلوېښت کيلومټره خاوره رالاندې کړه او ان د ننګرهار د ګوشتې سیمې يې ونيولې، خو د افغانستان د حکومت پرې پروا نه وه او له ځانه يې کڼه مرغۍ جوړه کړه. په دې پسې پاکستان د کندهار او هلمند په ولايتونو کې څو کيلو مټره راوړاندې شو، خو هلته هم د پخوا په څېر د افغانستان حکومت ځان حسن چپ کړ او يوازې د کندهار امنیه قوماندان يې په خپل سر مقابله شروع کړه.
د حکومت همدغه پرله‌پسې چوپتیا ده چې خلکو ته يې پوښتنې راپیدا کړې، افغانان په دې هک پک دي چې د تېرو شپېتو کلونو په اوږدو کې يوه حکومت هم پاکستان ته ځان داسې غلی کړی نه دی او نه يې د داسې بېوسي ننداره وړاندې کړې، لکه دغو حکومتونو چې په عمل کې پلې کړه.

د افغانستان د حکومتونو همدغو چوپتیاوو په پای کې د پاکستان يرغلګر حکومت ته دا جرات ورکړ چې دا دی، اوس په دې هلو ځلو کې دی چې د پښتنو قبایلو پراخه سیمه رسمي تر خپلې ولکې لاندې راولي او هغه قبایل چې تل يې ځانونه زموږ د خاورې برخه ګڼلي او د افغانستان د خپلواکي په ګټلو کې يې خپل سرونه ښندلي، غلامان او د پنجاب جغ يې پر څټونو کښېږدي، خو د همدغه ستر جنایت پر وړاندې د افغانستان حکومت ګونګه خوله دی. زموږ د حکومت دا چوپتیا دا مانا لري چې یا خو ډېر بېوزلی او یا هم د کوم تړون له مخې په روانه موضوع کې چوپه خوله دی. که له دې دواړو هر يو علت وي، تاریخي قضاوت يې پرته له ملي خیانته بل څه ګڼلای نه‌شي.

د حکومت یاده او پرله‌پسې چوپتیا دا مانا لري چې اوسنی حکومت د خپلو اتباعو او وروڼو قومونو پر وړاندې نه کوم مسوولیت لري او نه هم د افغانستان ملي ګټو ته ژمن دی. په کار ده چې د دې ځای چارواکي د قبایلو د پراخې خاورې په اړه چې په تاریخي لحاظ يې اصلي واک په افغانانو پورې اړه لري، له خپلې خولې د ګونګتیا مهر لېرې کړي او ولس ته روښانه کړي چې خبره چېرته ده!؟

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply