راځئ نن د نړۍ ستر سمندري بندرونه وپېژنئ

0 2,215

بندرونه په نړۍ کې د مالونو د لېږد په برخه کې مهم نقش لري، موږ هره ورځ هڅه کوو چې ستاسې د مالوماتو د زیاتېدو له‌پاره هغه مواد برابر کړو چې په درد مو وخوري، نن همداسې بندرونه درپېژنوو چې د نړۍ ټوله سوداګري پرې تکیه ده.

هامبورگ؛
د المان ستر بندر په هامبورگ کې موقعیت لري. په ۲۰۱۵کال کې له دې ځايه شاوخوا ۱۳۷،۸ میلیونه ټنه توکي نورو ځایونو ته لېږدول شوي دي. د اروپا په کچه دا درېيم ستر بندر په نړیواله کچه ۱۹ ځای لري.

انتورپ؛
دا د بلجیم تر ټولو ستر بندر دی چې د اروپا دویم ستر بندر بلل کېږي او په نړیواله درجه بندیو کې پنځه‌لسم ځای لري. پر دې سربېره تر هاوستن وروسته د نړۍ په کچه د کېمياوي صنعت دویم ستر کمپلیکس یا پارک د دې بندر یوه برخه ده.

روتر دام؛
د روتر دام بندر په اروپا کې تر ټولو ستر بندر دی چې په نړیواله کچه یې دوولسم مقام خپل کړی دی. د دې بندر ټوله ساحه ۴۲ کیلومټره ده. په ۲۰۱۶ کال کې په دې بندر کې ۱۲،۴ میلیونه سټنډرډ شل فټه کانتینرونه لاندې باندې شوي وو.

لاس اینجلس؛
د لاس اینجلس بندر په سان پیدرو بي کې موقعیت لري چې د ښار له مرکز څخه د سوېل پر لور ۳۰ کیلومټرۍ کې پروت دی. د دې تر څنگ د لاس بیچ بندر هم موقعیت لري، دا دواړه بندرونه د نړۍ په کچه لسم ځای لري.

دوبی؛
په دوبۍ کې د جبل علي بندر په منځني ختيځ کې تر ټولو ستر او مصروف نړیوال بندر دی. دا بندر د ۱۹۷۰م کلونو په وروستیو کې جوړ شوی و او په ۲۰۱۵مېلادي کال کې په‌کې کابو ۱۵،۶ میلیونه سټنډرډ شل فټه کانټينرونه کښته پورته شوي دي.

گوانگ ژو؛
د گوانگ ژو بندر په نړۍ کې اووم مقام لري او د چین له شپږو بندرونو څخه یو دی چې د کانټينرونو د لېږد په برخه کې د نړۍ په لومړیو لسو بندرونو کې راځي. په ۲۰۱۵مېلادي کال کې له دې بندر څخه تر ۱۷،۵میلیونو زیات کانټينرونه لېږدول شوي وو.

بوسان؛
بوسان د سوېلي کوریا تر پلازمېنې سیول وروسته دويم مهم سوداګریز مرکز دی. په ۲۰۱۵ کال کې دې بندره ته ۱۹،۴ میلیونه سټنډرډ کانټينرونه تللي او راغلي دي.

هانگ کانگ؛
د هانگ کانگ بندر د خپل سټراټيجيک موقعیت له کبله ډېر مهم گڼل کېږي چې د ۲۰ میلیونو سټنډرډ کانټينرونو د لاندې باندې کولو ظرفیت لري.

سنگاپور؛
د ۳۱ میلیونو کانټينرونو د لېږد په وړتیا لرلو سره د سنگاپور بندر د نړۍ په کچه دويم ځای لري.

شانگهای؛
شانگهای له ۲۰۱۰ کال راهیسې د نړۍ په کچه ستر او مصروفه بندر گڼل کېږي. په ۲۰۱۵ کال کې په دې بندر کې شاوخوا ۳۶،۵ میلیونه کانټینرونه کښته پورته شوي دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply