جمعیت که د سرطان دانه!؟ / عبدالحمید صیاد

0 1,112

که له تېرو کلونو راهیسې روانو بدبختیو ته وکتل شي، د هېواد د بربادي، نه ټيکاو او د ډېرو بې‌ګناه افغانانو د وژلو په چارو کې د اصلي عاملانو په لړ کې يو هم د جمعیت اسلامي ګوند دی چې د نخرو، نارواوو، قومي تعصب، چور او تلان او بدمرغیو لړۍ يې تر نن ورځې پورې دوام او د پای ټکی نه لري.
دا ګوند چې له خپل نامه سره يې د اسلام وروستاړی تړلی دی، که يې کارنامو او شالید ته وکتل شي، له دین سره خاص تړاو نه لري، يوازې يې د خلکو د تېرایستلو له‌پاره ورپورې یاد ټکی تړلی دی.

د جمعیت ګوند د جوړښت له ورځې يوازې د پردیو په مټ د دې له‌پاره مبارزه کړې چې پښتانه خوار، سیاسي واک تر لاسه او د پردیو د غلامي چوپړ د زړه له تله ووهي.
همدا ګوند و چې د روسانو پر وخت يې ګڼ پښتانه مجاهدین ووژل، له روسانو سره يې له شرمه ډک تړون لاسلیک کړ او ورپسې يې د ملګرو ملتونو د سولې طرحه ناکامه او د ناولي ايتلاف او د روسانو او ایرانیانو په مرسته يې په کابل کې سیاسي واک تر لاسه کړ.
د کابل په نیولو دغې ډلې چې څه کړي، هغه هم له چا پټ نه دي، د سرتاسري چور، پر ناموسونو بريدونه، د ملي موزیم تالا کول، د جایدادونو او کورونو نیول او په دولتي ادارو او معارف کې د پښتو ژبې له منځه وړل، د جمعیت د ګوند هغه کارنامې دي چې د لمر په څېر څرګندې او ترې انکار کول ډېر امکان نه لري.

دا ډله پر قدرت او شتو دومره مینه ده چې د امریکایانو راتګ ته يې غړيو په اوږدو ږيرو ګلان وشیندل، ببر مخونه يې ښوي کړل او ملایانو يې کوبای پتلونونه په خوشالي پسې واغوستل.
د دويم ځلي واک په شريکېدو يې له افغانستان سره شوې مرستې چور کړې، د کرزي صاحب له حکومته نیولې، تر دا ننه پورې يې هم حکومت وخووړ او هم يې د حکومت پښې ووهلې.

دغه تش په نامه ګوند کله هم، په ملي مسایلو کې د افغانستان د سرلوړي، د ملت د ژغورنې او خیر له‌پاره کار نه دی کړی، بلکې په سختو سیاسي شېبو کې يې د يوې لولۍ په څېر خپل ځان ښکاره کړی دی.
په هر ځل ټاکنو کې بې‌شرمي، پرېکړې نه منل د دغې ډلې هغه ځانګړنه ده چې د دې هېواد ډېری اوسېدونکي ترې نورې کانګې کوي.

د دغه تش په نامه پر واک حریص ګوند نادودې دومره ډېرې دي چې کتابونه پرې ليکل کېدای شي، خو دا اوس اوس چې يې بیا کومه نخره پیل کړې، دا نو د پوره خندا اوغندنې وړ ده.

په داسې حال کې چې د هېواد ختیز او لوېدیز د ګاونډیانو له ګواښونو سره مخ دی، هره ورځ مو بې‌ګناه ماشومان په وینو لمبېږي، د دې پر ځای چې دا ډله د دغو مسایلو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي، د نامتمرکز نظام ډول يې غاړې کړی، کله د کابل په ښار کې شعارونه ځوړندوي او کله هم د خپلو هغو مشرانو انځورونه ټومبي چې اتلس کاله مخکې باید په زندان کې وای.

د دوی دا ډول کړنې په داسې شېبو کې يوازې همدا مانا لري چې تر ګاونډیو دا چورواکي او پتلوني غله د دې خاورې تر ټولو لوی او ستر دوښمنان دي.
دا ډله د سرطان هغه دانه ده چې تر ابده به د دې هېواد د هر حکومت په ستوني کې وي او چې داسې وي، د دې خاورې ولسونه به کله هم ارام ژوند، عدالت او له فساده پاک افغانستان و نه ګوري.

له غلاوو نیولې، تر تښتولو او د ملت تر هرې بربادي پورې چې دلته هره نادوده کېږي، دوی پکې غوښنه ونډه لري او تر نورو مخکې دي.
خدای دې وکړي چې نور نو دا ملت د دغې ډلې له شره ځان په خپل همت خلاص او د سرطان دغه دانه يومخيزه له بېخه وباسي او د دوی د نارواو او پلیتیو ډنډونه له بېخه وچ کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply