«هلکانو راتېر شئ! خدای خبر بیا يې کوم څوک راوستلی او کور يې ورخرابوي!!!»
سپينسرې انا لکړه په لاس تور د الوان پړونی پر سر خپلو لمسیانو ته په کمزوري، خو تونده لهجه ور غږ کړ.
لسمیانو د انا پر خبره غوږ و نه نیو، ولاړو موټرونو او راغلو خلکو ته نور هم ور نږدې شول، یو دوه درې خو هلته له نورو کوچنیانو سره یو ځای د راغليو خلکو خبرو ته کښېناستل.
زړې انا خپلې عینکې پر سترګو سمې کړې، د پړوني پلو يې له ځمکي ورټول او په لاس کې ونیو، خو سترګو يې سمه ملګري نه ورسره کوله.
پر انا وخت ډېر تېر شوی دی، د راټولو شویو خلکو خبري اوري، مګر نه ورباندې پوهېږي چې څه وايي؟
انا ته هغه تېر کلونه ور په یاد شول چې پر دغه ځای به يې هر سهار یو ځوان د شپې راځړولی او یا به د وهلو نارو دوی په کور کې ناارام کړي وو.
د دوی کور دغه تعمیر ته نږدې دی.
انا داسې انګېري چې کوم مهم څوک يې نیولی او یا يې وژني چې دومره زیات کسان سره راټول دي.
زنګاواټ
دا د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالي د زنګاواټ سیمه ده، دلته په اتیایمو کلنو کې د بهرنیو ځواکونو له شتون سره سره وسلهوال طالبان فعال وو.
له دغه ځایه يې زېړۍ او میوند ولسوالۍ هم ترګواښ لاندې وې.
که په ورځ کې نه و، په اوونۍ کې به خامخا سهار خلکو یو یا دوه کسان لیدل چې له دولت سره د تړاو په تور به په ونو پورې وسلهوالو طالبانو ځړولي وو.
وسلهوال طالبان د پنجوايي ولسوالي له مرکزه ماسوا پر ټوله ولسوالي حاکم و، په باغونو او کورونو کې يې مېشتې وسلهوالې ډلې درلودې.
د زنګاواټ په سیمه کې يې محکمه جوړه کړې وه، د محکمې تعمیر يې د سلیمان ماکو ښوونځی ټاکلی و.
دغه ښوونځی په ۱۳۱۷ کال پرانیستل شوی دی، خو په هېواد کې د بېلابېلو انقلابونو له لاسه يې ښه ورځ نه ده لیدلې.
دا ښوونځی د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په مشري د نوي دولت په راتلو سره یو ځل بیا فعاله شو، خو تر دوه کاله وروسته د ناامنیو له امله بېرته غیرفعاله شو.
وسلهوال طالبان راغلل او د دې ښوونځي ودانۍ يې خپله محکمه کړه.
زدهکوونکي څه چې هر څوک له دې تعمیره وېرېدل او هیچا زړه نه ښه کاوه چې دغه تعمیر ته وګوري.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي راته وویل، هغه ورځ يې ښه په یاد ده چې د دې ښوونځي د تعمیر مخ ته يې دوه تنه د پلچکانو د جوړولو کارکوونکي راځړولي وو.
د اسحاقزي په قول، دلته د خارجیانو تر څنګ زیات امنیتي ځواکونه موجود وو، لکن بیا هم وسلهوالو له دولت سره د تړاو په تور زیات کسان په دغه تعمیر کې تر محکمه کولو وروسته ووژل، مګر چا يې مخه نهشوای نیولای.
محکمه، ښوونځی شو
تر یوولس کاله اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا په دغه تعمیر کې د ژړا، زاریو او وهلو پر ځای د درس لهپاره زنګ وغږېده.
اوس دا ودانۍ د مرګ او شکنجې ځای نه دی، اوس دلته د هېواد راتلونکی نسل روزل کېږي.
هر سهار په لسهاوو زدهکوونکي له بېلابېلو کلیو بستې په شا درس ویلو ته راځي.
د سلیمان ماکو ښوونځی اوس په رښتیا ښوونځی دی، خو دېوالونه يې لا د هغه وخت په لوګیو تور او د خورا ډېرو ترخو خاطرو کیسې کوي.
د دغې ودانۍ ټولې دروازې او کړکۍ کښل شوې او یوازې یوه کنډواله پاتې ده.
د کندهار د پوهني ریاست مطبوعاتي مسوول نظر محمد صمیم وايي، د کلي خلکو په مرسته يې تر یونیم سل زیاتو زدهکوونکيو ته د درس ویلو زمینه برابره کړې او هیله لري چې دا ځای په لېسه بدل کړي.
زدهکوونکي څه وايي؟
د سلیمان ماکو ښوونځي د لومړي ټولګي دوو تنو زدهکوونکيو راته وویل، مخکې يې په کلي کې ښوونځی نه و، اوس خوشاله دي چې خپلو درسونو ته راځي او کتابونه وايي.
دغه زدهکوونکي غواړي چې بیايي ښوونځی پر مخ و نه تړل شي.
«موږ ته معلمانو کتابونه راکړي دي، تر مخه په کوڅو کې ګرځېدو، اوس خپل سبقان وایو، موږ غواړو چې زموږ مکتب ته دې نه بندېږي.»
سم ملاتړ
د کندهار د پوهنې ریاست مسوولان وايي، د روان تعلیمي کال په بهیر کې يې څوارلس تړلي ښوونځي د زدهکوونکو پر مخ خلاص کړي دي چې د سلیمان ماکو دغه ښوونځی هم یو له هغو مکاتبو څخه دی چې سږ کال پکې زدهکوونکي درس ویلو ته کښېناستلي دي.
د سیمې خلک وايي، د خپلو اولادونو د ښې راتلونکې په موخه د ښوونیزو مرکزونو ساتنه کوي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د دوی د اولادونو پر مخ د پوهې ډېوې مړې کړي.
دوی وايي، له وزارت او ریاسته هم غواړي چې په دې لار کې يې ملا وتړي او په سیمه کې تړلي مکتبونه بېرته پرانیزي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320