هغه هندي فلمي ستورې چې اوس د کور ډېوې دي

0 3,050

یو وخت و چې په هندي سېنما کې به له واده وروسته د یوې ستورې هنري سفر پای ته ورسېده، خو اوس وضعیت بدل شوی.
اوس هم د هندي سېنما پر اسمان هغه ځلېږي چې خپل کورونه یې روښانه کړي او ګډ ژوند یې پیل کړی دی.
نن د هندي سېنما د هغو ښاپېریو په اړه مالومات درکوو چې اوس مېندې دي.

کرینا کپور؛
کرینه کپور د هندي سېنما هغه ستورې ده چې تازه مور شوې، خو لا یې هم پر هندي سېنما راج چلېږي. هغه د سیف علي خان مېرمن او د تېمور مور ده.

راني مکرجي؛
هغې له ادتیا چوپړا سره واده وکړ، مېړه یې فلم جوړوونکی دی او ګمان کېده چې نور به په فلمونو کې کار و نه کړي، خو مرداني فلم یې دا ټولې اوازې غلطې ثابتې کړې.

ايشواریا رای بچن؛
ايشواریا رای بچن د هندي سېنما تر ټولو مشهوره مور ده، په لومړیو کې د هغې په اړه هم د راني په څېر اوازې وې، خو کله چې یې لور وزېږېده، پرله پسې یې په دوو فلمونو کې کار وکړ او د اې دل هې مشکل فلم خو یې بیا د هغې په اړه زاړه یادونه تازه کړل.

کاجل؛
د اجې ديوګن مېرمن خو هغه مهال امېنداره هم وه په یوه فلم کې يې کار وکړ، خو اوس یې ډېر پام خپلې کورنۍ ته اړولی او په تېرو دريو کالو کې یې یوازې په یوه فلم کې کار کړی.

شلپا شیټي؛
شلپا که څه هم خپله په ځلونو وايي، نور نه غواړي چې په فلمونو کې کار وکړي، خو دوه درې تازه فلمونو یې د هغې دا خبرې رد کړې. هغه له دې پرته له خپل خاوند راج کندرا سره په سوداګرۍ کې هم مرسته کوي.

مادھوري ډکشت؛
دا نازولې اداکاره خو اوس هم له زړونو نه ده لوېدلې. که څه هم د هغې خاوند په امریکا کې ډاکټر دی، مګر دا په هند کې یو ډانس کلپ لري او له دې پرته په یو نیم فلم کې هم لوبېږي.

کونکنا سين شرما؛
که څه هم دا ستورې اوس له خپل خاوند رنویر شوري جلا شوې، مګر بیا هم کله کله په فلمونو کې لوبېږي، خو وايي، نور خپل ژوند د خپل زوی له‌پاره ځانګړی کوي.

ملايکه اروړا؛
د سلمان خان ورېندارې په هندي سېنما کې د ځان له‌پاره ځانګړی ځای جوړ کړی، خو اوس کله چې ترې د خان کورنۍ د بالیووډ پرېښودو هیله وکړه، ان ارباز خان یې پرېښود.

سشمیتا سين؛
د هندي نجونو په کتار کې دا ستورې تر ټولو لوړه وه، دپیکا او جیکولین خو یې تر اوږې هم نه رسېږي. یو وخت د نړۍ د ښکلا ملېکه وه، هغه د نړۍ یوازېنۍ مور ده چې واده شوې نه ده، بلکې دوه اولادونه یې په فرزندۍ نیولي دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply