پښتانه حق لري چې پنجابیان د پښتونخوا نه وباسي، اسفندیار ولي خان

0 1,222

هغه نن په ولي باغ چارسده کې وویل “که نن ته زما پښتانه په زور د پنجاب نه راوباسې نو د پښتون قوم بالکل دا حق دی چې دلته کوم پنجابی ناست دی چې په زور يې ددې صوبې نه وباسي.”

د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان په پنجاب صوبه کې د پښتنو سره د نسلي تعصب په سر ویلي د نن نه پس به يي گوند د پارليمان دننه او له پارليمانه بهر په هيڅ قسم سرکاري مزاکراتو کې ګډون نه کوي.

هغه نن په ولي باغ چارسده کې وویل “که نن ته زما پښتانه په زور د پنجاب نه راوباسې نو د پښتون قوم بالکل دا حق دی چې دلته کوم پنجابی ناست دی چې په زور يې ددې صوبې نه وباسي.”

اسفندیار ولي خان وویل د پاکستان حکومتي ترجمانان د پښتنو په هکله هغه الفاظ استعمالوي کوم چې يې د بنګله دېش د جوړېدو نه وړاندې د بنګاليانو خلاف استعمالول.

په پاکستان کې د تازه ترهگرۍ حملو ورسته د ردالفساد په نوم د نوي عملیاتو کولو اعلان کړی او په پنجاب صوبه کې سرکاري ادارو د پنجاب خلکو ته لیکل شوي خبرداري ورکړي چې که څوک د شکل نه پښتون معلومیږي، قمیص پرتوگ کې وي او وچه میوه خرڅوي نو دا تن ترهگر یا د ترهگرو ملگری کیدی شي.

اسفندیار ولي خان وویل “زما دپاره تر ټولو نازکه مسئله په دا وخت کې په پنجاب کې له پښتنو سره روان سلوک دی.”

هغه وویل د پښتنو سره چې نن په پنجاب کې څه کیږي د نن نه پنځوس کاله وړاندې له بنګالیانو سره کیدل.

منبع: ډیوه رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply