دپرديو واکمنو رکابدار/محمود نظری

0 992

د امریکا الوتکې  وسلې راوړې نوي عصري

یوچکچک! چې راورسیږي وسلې سي زړې  روسي

چې  ګورې هرچیري دوه نمبر ه یاڅلور سوه شل

یو چکچک! سبا  هغه اغوښتي وي د  ستر جنرال دریشي

***

ایښ ایښ مو کاوه ویده لیوه بیدار سو

په ټک ټوک کې غل  وزیر،غدار سلا کارسو

تګ ا وټګمار کتار  دغني مصاحبې ته ورغلل

لالک دلاک په کښې دولایت سردار  سو

هر چا خپلي برخې پوره  پوره واخیستي

کیسه بر د  د وزارت دحزاني خزانه دار سو

ماستر او ډاکتران کوڅوکې بوجلي کوي

دغله شهید ګړنګن زوی  لوی منصبدار سو

ځوانان بیکاره  اوچاره هر خواته ګرځي

مرستیال ادیب او  زبیر مسعود شیرخوار سو

اهل کار ته  کار نسته اړتیا نه لري سلاکار ته

د مور په نس کې دکار اهل واسطه دار سو

ان وزیر خپل  جمهور رییس  لیدلای نسي

دا مانا چې هغه هم د دې بداوربوزو بیزار سو

چې وخت د کار سي اخوند خپله بیمار سي

په مصاحبه کې تر ټولو مخکې دغلو سردارسو

تر ټولو مخکې هغه ته  مډال یا رتبه ورکول کیږي

چې په غرتو پرتو کي تر ټولو لوی وژمدارسو

هغه چې ډیر قتلونه  اوغلا وي کړي دې وطن کې

هغه تر ټولو خلکو دلته لوی جاګیر دارسو

چا چې یو وار ارګ ته د میږي لاره پیدا کړه

دهغه چوکۍ دایمي سي ځکه  د ارګ  رازدار سو

باید د پردو مریي دلته   زموږ ستر واکمن سي

ځکه هغه  د لویو  پرديو واکمنو  رکابدار سو

هغه چې لږ غلا  وکړي  هغه لکه  چکمکي توپک سي

متکرر غل  دلته  کلاشینکوف  او ماشیندار سو

هیڅ ښه سړی کیدای نسي دلته مقرر سي

آیاکوم سړي بې غلا  او چوره دلته  واکدار سو؟!

زموږ سره چې کښېنې لکه موږ به خوار  سي

د غدار سره چې کښېناست هغه  زموږ بادار سو

دا وطن په سلو زرو نورو کلونو هم  نه ودانیږي

هر جاهل واکمن په سلو غدارو سلاکا رانو بردارسو

د دوه نمبره متفکر سلاکاران ټول  غله اول  نمبر دي

په سل  اول نمبرانو کې بیا  دویم لمبر څه په کارسو

وژمدار ( پاګل)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply