که دا مرغه اوس ژوندی وای، څه به مو کول!

0 1,083

مرغان به مو ډېر لېدلي وي، واړه، غټ او درميانه، خو د داسې مرغه په اړه به مو نه وي اورېدلي چې د زارفې هومره غټ و، په هوا کېده به او حتا ډايناسوران به يې خوړل.
دغه مرغه هيټز پيټېرکس نومېده او له نن څخه اويا مېليونه کاله مخکې يې پر ځمکه ژوند کاوه.

اوس بريتانوي ماهرانو د رومانيه په ټرانسلوينيا سيمه کې د هيټز پيټېرکس هډوکي موندلي او څېړنې يې ورباندې کړې دي.
دوی وايي، هيټز پيټېرکس غاښونه نه درلودل، ډېره اوږده غاړه، غټه او تېره مښوکه يې درلوده، له هوا څخه به راکښته کېده او د ډايناسورانو بچيان به يې ژوندي تر ستوني تېرول.

د څېړونکيو په خبره، د هيټز پيټېرکس وزرونه دوولس دوولس مټره اوږده وو او که اوس ژوندی وای، چې په هوا وای، لکه الوتکه داسې به ښکارېده.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply