خبردار؛ د سرطان دانې دېخوا راځي ! پاکستان د ترهګرو د رااړولو په هڅه کې/ خوشحال آصفي

0 1,185

وروسته له هغې چې دوه اونۍ وړاندې په پاکستان کې خونړي بريدونه ترسره شول؛ پاکستاني حکومت په ټول هېواد کې د ردالفساد په نوم د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ. راپورونه وايي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه سلګونه کورونه، دیني مدرسې او دوکانونه پلټل شوي او د شک پر بنیاد ګڼ شمېر کسان هم نیول شوي چې لسګونه بې ‌ګناه افغانان هم په ‌کې شامل دي. د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، پاکستان باید دا ځل صادقانه عمل وکړي او پرته له توپيره ټولې ترورېستي ډلې وځپي. دولت وزیري ويلي، که چېرې په رښتیني توګه پاکستان د ترورېستي ډلو پټنځایونه په نښه او هغوی ځپي په افغانستان کې به روانه جکړه هم ختمه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانی حکومت د ترهګرو د ځپلو په نوم پوځي عمليات ترسره کوي بلکې له دې وړاندې هم په په جنوبي وزیرستان کې د راه نجات، درغلم، بیا درغلم او په سوات کې د راه راست او شمالي وزیرستان او خېبر ایجنسۍ کې د ضرب عضب په نومونو پوځي عملیات ترسره کړي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې يې هيڅ کومه ګټه نه ده کړې او یوازې په ‌کې د پاکستان ضد طالبان ځپل شوي او يا هم په کې افغان کډوال او هلته مېشت پښتانه ځپل شوي دي.

آيا «ردالفساد» به فساد رد کړي؟

پاکستان دا ځل په دغه هيواد کې د ردالفساد په نوم له پوځي عملياتو بيا هم دوه هدفونه لري.
لومړی: پاکستاني پوځيانو له دې وړاندې هم څو ځلي د ډیورنډ کرښې څېرمه سيمو وزيرستانونو کې پوځي عمليات ترسره کړي دي او لوړ پوړو چارواکو يي د عملياتو د پيلولو پر مهال ويلي، چې په عملياتو کې د وسله والو طالبانو او نورو ترمنځ توپير نه کوي. د ښه او بد ترهګر توپیر به نه کوي او افغان او پاکستاني طالبان دواړه به ځپي؛ خو ډير ژر په ډاګه شوه چې دغه عمليات يوازي د پاکستاني طالبانو د ځپلو او افغانستان ته د شړلو په موخه ترسره شول چې هدف يي دلته په افغانستان کې د افغان حکومت پر ضد د وسله والو مخالفينو د ليکو پياوړي کول و. دا ځل هم د «ردالفساد» عمليات د ترهګرۍ د فساد د ختمولو لپاره نه بلکې د فساد د ځای د بدلون لپاره ترسره کيږي. پاکستان غواړي په دغو عملياتو سره يو ځل بيا د پاکستان ضد طالبان له منځ يوسي او افغانستان ضد طالبان په خوندي ډول د افغانستان خاورې ته راواړوي او دلته پسرلنۍ جګړه توده وساتي.

دويم: دغلته د پاکستاني حکومت لخوا د «ردالفساد» په نوم له پوځي عملياتو ترسره کولو څخه د پاکستان دويم هدف، په پاکستان کې د مېشتو افغانانو او پښتنو ځپل او تضعيفول دي. په دغه هيواد کې د وروستيو بريدونو وروسته پاکستاني پوځ د افغانانو او پښتنو پر ضد تعصبي چلند پيل کړی دی. ګڼ شمېر پښتانه او افغانان يې نيولي او زندانونو ته يې اچولي دي. اوس د دغو عملياتو په نوم هم غواړي هلته په ميشتو افغانانو او پښتنو د ترهګرو نوم وتپي او د نړيوالو په سترګو کې شګې واچوي چې ګويا افغانان او پښتانه ترهګر دي او پاکستان هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې رښتونی دی. په دې ترتيب به پاکستان هڅه وکړي د ترهګرۍ هغه بد نوم چې د دوی په لمن لګيدلی؛ يو څه ومينځي او نړۍ ته به داسې وښيې چې پاکستان د ترهګرۍ پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی.

اوس افغان حکومت ته په کار ده چې د پاکستاني پوځ ياد شوم اهداف له منځه يوسي او د خپلو سرحدونو د امنیت ساتنې لپاره جدي اقدام وکړي او سرحدي ځواکونه ښه تجهیز کړي. افغان حکومت بايد مخکې تر مخکې نړيوالې ټولنې ته دا سیګنال ورکړي چې په پاکستان کې د ردالفساد عمليات د فساد د رد لپاره نه دي بلکې افغانستان ته د ترهګرۍ د فساد د انتقال يوه هڅه ده. اوس چې ټاکل شوې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر له ترهګرۍ سره د مبارزې کنفرانس کې د ګډون لپاره هند ته تللی نو بايد له فرصته په ګټې اخيستې له ياد سټيجه دا خبره پورته کړي چې پاکستان د ردلفساد په نوم عملياتو کې يواځې د پاکستان ضد طالبان ځپي او نور طالبان افغانستان ته راليږي. افغان حکومت بايد مخکې تر مخکې د پاکستان ياد عملیات چلينج کړي او په حقيقت يې بايد نړيوال وپوهوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply