افغان پاکستاني جاسوسان په کابل کې/هلمند پردیس

0 1,677
د پاکستان استخباراتي اداره (ای،ایس،ای) د افغان حکومت په کور دننه په لویه کچه جاسوسان لري،‌چې د پاکستان استخباراتي ادارې ته کار کوي، دغه جاسوسان د حکومت په چوکاټ کې له وزیر،‌وکیل، نیولي تر عادي کسانو پورې دوی استخدام کړي دي، او د پنجاب ګټو لپاره استحباراتي مالومات کشف او د ترهګرو تر هدف رسولو کې ورسره مرسته کوي.
حتا په کابل کې په ښکاره جاسوسې رسنۍ او تبلیغاتي مدني کارمندان هم لری،‌چې درګرده په سوشل میډیا کې ورته په ډاډه زړه تبلیغات کوي، او پر افغانانو د تکفیر ټاپې لګوي.
 ولسمشر غني ته په کار ده، چې د افغانستان ملي امنیت اداره قوي او نوی تحولات پکې راولي،‌او پر افغان وطن او افغان ولس مین اشخاص د په دغه اداره کې مقرر کړي، تر څو کور دننه جاسوسان پیدا او له پښو یې وغورځوي، کنه دا ځانمرګي،‌او دا مهمات خو څه ستن نه ده، چې یو څوک یې په جیب کې راوړي او انفجار د ورکړي،‌ او د کابل په زړه کې د افغان ولس وینې وبهوي.
کچیرې افغان دولت د کور دننه جاسوسان پیدا او له پښو یې وغورځوي، نو د دې امکان ډیر دی، چې پاکستان به په  خپله بې رحمه پالیسۍ(افغان وژنه) څخه لاس په سر شي،‌او پر یوه بله لاره  به کار وکړي،‌چې یا به د سولې لار وي.
 او یا به د هندوستان سره په هند کې د دوښمنۍ سیالي شروع کوي،‌.
اوس ورته تر ټول د افغانستان دننه دغه جګړه اسانه، ارزانه او مهمه ده، ځکه دوی په ډیر ډاډه زړه سره دافغانستان دننه  په هر برخه کې خپله جکړه  په اسانۍ سره پر مخ بیولی شي.
موږ  د ولسمشر غني څخه دا هیله لرو،‌چې په دغه برخه کې عاجل او کوټلی ګامونه واخلي،‌تر څو د افغان ولس وینی نوره داسې په ارزانه و نه بهیږي.
د افغان دولت د بدلون په هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply