دا هسې خبره ده چې غني د امان الله خان د ارمانونو پوره کوونکی دی

0 1,433

يوه اونۍ مخکې په کانټينټل هوټل کې د ښځو د حقونو او د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په اړه يوه کنفرانس و. د کنفرانس د دوهمې ورځې ويناواله مژګان مصطفوي وه. په وينا کې يې وويل مونږ چې اوس کوم ټکانونه خورو او دا څومره افراطيت چې روان دی دا ټول د امان الله خان د ناسمې حکومتولۍ نتيجه ده. د دې په خبره چې امان الله خان فحاشي دود کړې وه او اوس چې مونږ د ښځو د حقونو خبرې کوو نو د خلکو ذهن ته اماني دوره او همغه موډ ورځي چې ګويا ښځې دې لوڅ سر او لوڅې پښې وګرځي.
زه د کنفرانس وروسته پسې ورغلم ما وېل تاسې دا خبرې په هوش و حواسو وکړې چې مونږ کوم ټکانونه خورو د اماني دورې له امله يې خورو؟ وای هو، دا زه په جرات وايم.
د خدای په شپو او د غني په فيصلو کې هماغه ښځه د اطلاعاتو فرهنګ وزارت باصلاحيته معينه شوه. دا هسې خبره ده چې غني د امان الله خان د ارمانونو پوره کوونکی دی. که وای لږ تر لږه د امان الله خان سپکاوی کوونکې مېرمن خو به يې دومره نه ترفيع کوله. يو څوک چې د افغانستان زرين عصر ته د تاريکۍ او د افغانستان د تباهۍ عامله دوره وايي، نو هغه به مونږ ته څه ارمغان راوړي؟

نجیب ننګیال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply