داسې عاشقان هم پيدا کېږي

0 1,339

د مینې يوه کیسه خو په دې دنیا د لیلا او مجنون ډېره مشهور ده، خو لا مالومه هم نه ده چې خبره یې تر کومه سمه او تر کومه نه ده، خو د مینې داسې کیسې هم شته چې مين بې‌چاره په‌کې تر مجنون هم ډېر کړاوونه ګاللي دي.

يوه کيسه داسې ده چې یو هندي مهانند عاشق د خپلې مینې د لیدو له‌پاره چې په اروپا کې اوسېده، د ۱۹۷۷کال د جنوري له ۲۲مې په سایکل اروپا ته سفر پیل کړ او څلور کاله وروسته یانې په ۱۹۸۱ کال کې سویډن ته ورسېده، خو کله هلته له رسېدو وروسته یې د خپلې مینې په غېږ کې یو ماشوم ولید، مهانند فکر وکړ چې مینې یې واده کړی او یو ماشوم یې زېږېدلی دی، پټ له هغه ځایه روان شو او غږ یې هم و نه کړ.

دا کیسه هملته پای ته و نه رسېده، وروسته یې سویډنۍ معشوقې ۴۰ کاله وروسته د خپلې مینې داستان لیکلی، هندي مهانند چې کله کتاب ولید، د کتاب يوه دردمنده برخه یې ورته دا وه چې مینه یې لا هم په تمه ده او لار یې څاري.

هغه د بیا ځل له‌پاره د خپلې مینې څنګ ته رسېدلی او کوم ماشوم چې یې د هغې په غېږ کې لیدلی و، د هغې نه، بلکې د خور زوی یې و.
خو مهانند هم په خپله مینه دومره باوري و چې تر اوسه یې د خپلې مینې له‌پاره مجرد ژوند تېر کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply