روسیې او لندن ته د اتمر دوه مهم سفرونه /  نوروز ټکر  

0 1,085

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د اوسني حکومت د کلیدي چارواکو څخه شمېرل کېږي او د هېواد په خورا مهمو داخلي او بهرنیو مسایلو کې په پوره مهارت خپل رول ترسره کوي. دغه باور، چې اتمر یو له پیاوړو سیاستوالو او ښو مدیرانو څخه دی، اوس یوازې د افغانستان تر خلکو محدود پاتې نه دی،  بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو هم منلې چې د افغانستان اوسنی سیاست، له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو جوړول او په نړیواله کچه د افغانستان مرستې ته د هېوادونو راجلبول د اتمر د پیاوړي سیاست پایله ده.

د دې  حکومت له پیله تر اوسه چې اتمر څومره  بهرني سفرونه کړي، نه یوازې دا چې افغانستان ته یې ډېرې مثبتې او ګټورې لاسته راوړنې لرلي، تر څنګ یې ګاونډي هېوادونه چې تل یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنې کړې او لا هم پکې ښکېل دي، د خطر سره اشاره ورکړې او دا پیغام یې ورلېږدولی چې د افغانستان سیاست ته په پخوانۍ سترګه ونه ګوري.

ولسمشر غني به ویل چې افغانانو تل جنګونه ګټلي، خو سیاست یې بایللی. پر ځای خبره یې کوله، ځکه هغه وخت موږ داسې څېرې چې د سیاست په عمق پوه شي، نه لرل، یوازې د جنګونو په ګټلو مو تکیه کوله او له ګاونډیو هېوادونو سره د ځینو مشرانو له لوري د ولس د سر سودا هم عادي خبره وه، خو اوس حالات بدل دی، اوس افغان حکومت داسې سیاسي څېرې لري چې په نړیواله کچه یې ساری نه لیدل کېږي او د ګاونډیو هېوادونو د سیاسي مشرانو مغرضي دسیسې په خورا مهارت مهارولی شي.

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په اوسني حکومت کې یو له همدغسې سیاستوالو څخه دی چې په منطقي بحث کولای شي مقابل لوري ته قناعت ورکړي. روسیې او لندن ته یې وروستي سفرونه چې ښې لاسته راوړنې لري، د ده د پیاوړي سیاست غوره بېلګې ګڼلی شو .

اتمر روسیې ته په خپل سفر کې له روسي چارواکو سره په داسې مسایلو بحث وکړ چې دلته په افغانستان کې یې خلک له ډېرو پوښتنو او اندیېښنو سره مخامخ کړي و. په دغو اندېښنو کې چې خلک یې په اړه اندېښمن و او په رسنیو کې پرې ډول، ډول بحثونه کېدل، یوه هم د افغان سولې په اړه له طالبانو سره د روسي چارواکو پټې لیدنې کتنې وې. روسي چارواکو له اتمر سره په ناسته کې وویل چې له طالبانو سره د دوی لیدنې پټې نه، بلکې د افغان حکومت په مشرۍ ترسره کېدې او په راتلونکي میاشت کې به  د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې یوه غونډه چې د سیمې د هېوادونو په شمول به دوولس هېوادونه په کې ګډون ولري، جوړه کړي. روسیې همدارنګه ویلي چې له افغان محوره سولې  ملاتړ کوي او هیڅ وخت به د افغان حکومت له اجازې پرته له مخالفو وسله والو طالبانو سره ونه ګوري. په دې ناسته کې روسیې له طالبانو وغوښتل چې د درېو اصلو پر بنسټ له افغان حکومت سره د سولې پروسې ته داخل شي، لومړی دا چې د سولې پروسې مشري د افغان حکومت په لاس کې وي، دویم، د افغانستان اساسي قانون ته احترام وکړي او دریم دا چې له هر ډول تروریستي فعالیته لاس واخلي او له هر ډول تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د ملي امنیت سلاکار روسیې ته د خپل سفر پر مهال له روسیې غوښتې چې د سولې پروسې ته د وسله والو طالبانو د هڅونې تر څنګ  له ترهګرۍ سره، چې افغانستان او سیمه یې له ګواښ سره مخامخ ده،  په برخه کې افغان امنیتي ځواکونه تجیهز او مرسته وکړي. روسیې همدارنګه ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د الوتکو د ترمیم ورکشاپ جوړوي او خپلې هغه پروژې چې بشپړې شوې نه دي سرته ورسوي او په افغانستان کې به پانګونې ته روسي پانګوال تشویق کړي.

په لندن کې د افغانستان د امنیت په اړه درې اړخیزه غونډه د انګلستان په کوربه توب جوړه شوې وه چې افغانستان او پاکستان هم پکې ګډون درلود. دې ناستې هم د روسیې د ناستې په څېر افغانستان ته خورا مهمې لاسته راوړنې درلودې.

پاکستان له افغانستان سره هغه وخت خپلې سرحدي دروازې وتړلې کله چې په لاهور او سند کې بمي چاودنې وشوې، د دروازو له بندښت سره د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري په ټپه ودرېده او د مساپرو د تګ راتګ ستونزې زیاتې شوې. که څه هم د دروازو له بندېدو سره پاکستاني لوري ته ډېر زیانونه واوښتل او حکومت سره د خلکو او سوداګرو ناندرۍ راپورته شوې، خو دلته یې د افغانستان پر اقتصاد او خلکو د پام وړ اغیز نه درلود.

ملي امنیت سلاکار د لندن په امنیتي غونډه کې د پاکستان او افغانستان سرحدي ستونزو باندې بحث وکړ ویې ویل، د سرحدونو په اړه د اسلام اباد سیاست چې د وړاندوینې وړ نه دی، په مقابل کې به یې داسې طرحه تصویب کړي چې پایلې به یې د پاکستان په ګټه نه وي.  افغانستان نه شي کولای چې خپلې ترانزیټي او سوداګریزې چارې د پاکستان د داسې سیاست ته چې د وړاندوینې وړ نه دی، وسپاري. یا دې دروازې خلاصې کړي او یا به افغانستان په داسې طرحه کار وکړي چې پایلې به یې پاکستان ته ښې نه وي.

پاکستان د دروازو په بندولو سره غوښتل پر افغانستان فشار راوړي او د خپل مغرضانه سیاست تر اغیز لاندې یې راولي، خو د ملي امنیت سلاکار وکړای شول چې پاکستان دې ته راضي کړي تر څو پرته له کوم قید او شرطه سرحدي دروازې بېرته پرانیزي.

پاکستان هیڅ وخت په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د افغانستان په اړه یې نیت پاک نه دی، خو دغسې سیاست چې هره دسیسه یې شنډه کړي بلاخره پاکستان دې ته اړ باسي تر څو ، د افغانستان هر غوښتنه پرته له کوم قید او شرطه ومني.

د افغانستان خلک دغه هیله د حکومت له مشرانو په ځانګړي ډول د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر څخه لري تر څو پاکستان یا د افغانانو له وژلو او ځورولو لاس واخلي او یا یې هم نابود کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply