د امريکا پښې ولې پر مسکو نه ورځي؟

0 966

د امريکا پښې ولې پر مسکو نه ورځي؟
که په افغانستان کې سوله راشي، امريکا به تاوان کړی وي؟

مسکو به د را روان اپرېل په نيمايي کې د افغان سولې په تړاو د کنفرانس کوربه وي.
په دې کنفرانس کې يې د ګډون له‌پاره افغانستان، پاکستان، ایران، هند، امريکا او د منځنۍ اسیا څو هېوادونو ته بلنه ورکړې ده.
خو په تازه مهال کې امريکايي استازو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په تړاو د بحث له‌پاره په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه رد کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ويلي، د متحده ایالاتو استازي به په مسکو کې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې ګډون و نه کړي، دا ځکه چې په دې اړه مخکې له مخکې له امريکا سره سلا مشوره نه ده شوې او امریکا نه پوهېږي چې د دې کنفرانس له جوړولو د مسکو موخه څه ده.
شنونکي په دې باور دي چې نړيوال او د سيمې هېوادونه خپله په افغانستان کې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د دوی په باور، که جګړه ارامه شي، د دوی ګټې ورسره ختمېږي چې په هيڅ قېمت دوی دې قرباني ته چمتو نه دي.
د پوځي چارو شنونکی عتيق الله امرخېل وايي، که امريکا او ناټو غوښتي وای، په تېره يوه نيمه لسيزه کې يې د افغانستان کشاله هوارولای شوای، خو د دوی ګټې نېغ په نېغه ور سره تړلې دي.

“په دې غونډه کې د امريکا د ګډون اهميت لوړ دی، ځکه کېدای شوای، ځينې ژمنې يې کړې وای، پر پاکستان يې د رښتيني فشار څراغونه لګولي وای.”
په مسکو کې د افغانستان د سولې او ټيکاو په تړاو داسې مهال د غونډې د جوړېدو بحثونه راپورته کېږي چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلورو اړخيزه غونډه تېر کال د پاکستان له لوري په لوی لاس ناکامه شوه.

پاکستان چې هر کله اړتيا محسوس کړې، نو د خبرو مېز ته يې وردانګلي، خو کله يې چې بيا اړتيا پوره شوې، د نړيوالو له فشارونو يې ځان خوندي احساس کړی، نو يې خبرې په نيمه کې پرې اېښې، له ميدان تښتېدلی دی.

افغان حکومت د سولې او ټيکاو د ټينګښت له‌پاره په بيا بيا هغو هېوادونو ته د سولې د راوستو په برخه کې ځولۍ غوړولې چې پر طالبانو نفوذ لري او د فشار په زور کولای شي دوی خبرو ته چمتو کړي، له هغې ډلې يو هم پاکستان دی چې هيڅ وخت په دې برخه کې صادق نه دی پاتې شوی، نه يوازې مرسته يې نه ده کړې، بلکې دا بهير يې سبوتاژ کړی دی.

امريکا پر پاکستان خپل اغېز لري، خو هيڅ کله يې په دې برخه کې له صداقت څخه کار نه دی اخيستی، که وغواړي، د پاکستان غلي کېدل يې د يوې ورځې کار و.
که څه هم پاکستاني چارواکيو ويلي چې په دې غونډه کې به د پاکستان پلاوی ګډون وکړي، خو بيا هم دوی په دې هڅه کې دي چې پر طالبانو نفوذ زيات کړي او خپله ونډه په کې تضمين کړي، نو ځکه خو د طالبانو دوو قوماندانانو اسوشېټېډ پريس اژانس ته ویلي چې دوه اوونۍ د مخه پاکستاني چارواکو په اسلام‌اباد کې د طالبانو اووه لوړ پوړي مشران د دې له‌پاره وربللي وو، څو د مسکو له غونډې وړاندې یې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي او له دې کار څخه د پاکستان هدف د خبرو او سولې واګې او چانس په خپله ولکه کې اخيستل دي، تر څو خپلې ګټې ورسره کوشير کړي.

شنونکي اجمل وياړ وايي، کله چې اسلام اباد طالبان په لاهور کې له روسي پوځي چارواکيو سره کښېنول او له هغوی سره يې پرې معامله وکړه، دوی غوښتل د امريکا نوی حکومت وننګوي او ورته ثابته کړي چې دوی د خپلو ګټو له‌پاره هرڅه کوي، خو اوس داسې ښکاري چې پاکستان په خپل رنګ کې کوټ دی، نو ځکه خو د نړيوالو د مرستو د راجلبولو له‌پاره کوم چانس نه ضايع کوي، د خبرو موقع په خپل لاس کې اخلي.
اسلام‌اباد د نړیوالې ټولنې له خوا تر فشار لاندې دی، تر څو هغه طالب مشران چې له کلونو راهيسې په پاکستان کې دېره شوي، له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.

اوس اساسي خبره دا ده چې په مسکو کې به د افغانستان د ټيکاو په تړاو غونډه څومره د افغانستان په ګټه وي، څومره به په دې غونډه کې د طالبانو حاميان دې ته راضي کړای شي چې د وسله‌والو تر ملاتړ د هغوی نه ملاتړ او د جګړې ختمول په ګټه دي؟
خپله روسيه هم اوس د طالبانو د مالي ملاتړو په نوملړ کې راځي. روسيه غواړي د افغانستان په چارو کې دخيله پاتې شي، ځکه خو له يوه لوري د وسله‌والو مرستې کوي له بل لوري د دا ډول غونډو له‌پاره کار کوي، دوی تر ټولو زيات د افغانستان په چارو کې د دخيل پاتې کېدو لېوال دي.

په بيا بيا داسې اسناد او شواهد تر لاسه شوي چې طالبان د تاجکستان د پولو او امو سيند له لارې د روسیې له‌خوا اکمالېږي، ان په کندوز، فراه او ځينو نورو ولايتونو کې خو له طالب اورپکيو روسي ساخت وسلې او مهمات نيول شوي دي.

“د روسیې سټراټيژي په تېر يوه نيم کال کې د افغانستان پر وړاندې په بشپړه ډول بدله شوې، روسیه نېغ په نېغه د وسله‌والو طالبانو سیاسي، مالي او استخباراتي ملاتړ کوي، د روسيې هدف له دې کاره دا دی چې د طالب په مټ داعش ووهي او داعش د روسيې له‌پاره د امریکا پروژه ښکاري، غواړي په همدې لومړيو کې يې وځپي، وړاندې تر دې چې منځنۍ اسيا ته لار پيدا کړي. روسيه بايد د طالب د ملاتړ پر ځای د افغان امنيتي ځواک ملا ور وتړلي، هغه امکانات چې طالب ته په واک کې ورکوي، هغه دې د افغان امنيتي ځواک په واک کې ورکړي.”

روسيه او امريکا يو په بل بدګومانه دي، دوی په دې هڅه کې دي چې څه ډول يو د بل د ګټو پر وړاندې ودرېږي، نو ځکه خو يې په افغانستان کې د مخ کېدو امکانات ښکاري.
همدا تېره پنجشنبه په اروپا کې د ناټو قوماندان کورتیس سکاپاروتي د امریکا د سنا جرګې ته ويلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو تر منځ د روسیې د نفوذ د ډېرېدو څرکونه يې ليدلي او ښایي دغه ډله د روسیې له‌خوا اکمال شوې هم وي، نو ځکه خو يې د افغانستان د جګړې د ګټلو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
خو افغانستان بايد د نړيوالو د جګړې ډګر و نه ګرځي، هره جګړه او بدي تر دې خاورې را و نه رسول شي.

افغان حکومت دې په خپلو اړيکو کې لومړی د نړيوالو ترمنځ توازن وساتي او له بل لوري دې دوی قانع کړي چې افغان خاوره به د بل هيڅ هېواد پر وړاندې و نه کارول شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply