د کټارو لګول پيل شول، پاکستان څه غواړي او افغان حکومت څه کوي؟ / خوشحال آصفي

0 979

وروسته له هغې چې پاکستان رسماً د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن سيم د غځولو او د اوسپنيزو کټارو د لګولو چارې پيل کړې؛ مشرانو جرګې پر افغان حکومت غږ وکړ چې د پاکستان له لوري د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم د لګولو په تړاو دې په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړي او په دې تړاو دې خپل دريځ روښانه کړي. دغې جرګې په خپله وړمه ورځ غونډه کې وويل چې د پاکستان دغه اقدام د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف دی او افغان حکومت بايد په دې برخه کې خپل دريځ روښانه کړي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د پاکستان دغې اقدام ته عادي غبرګون ښودلی او د کابل له مشورې پرته يې پر ډيورنډ کرښه د ګټارو لګول بې ګټې بللي دي.

د يادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د پاکستان په لال شهباز زیارت کې چاودنه وشوه او لسګونه کسان یې ووژل، چې پاکستان له دغې چاودنې وروسته د تورخم او چمن دروازې وتړلې. پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د دغه برید تنظيمونکي په افغانستان کې فعالیت کوي، خو افغان حکومت دا ادعا نه مني او وايي چې د دروازو بندول د حل لاره نه ده.

اوس اساسي پوښتنې دا دي چې په پاکستان کې د لالا شهباز قلندر په زيارت کې خونړی بريد، د تورخم او چمن دروازو بندول او بيا د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم او کټارو لګول په خپل منځ کې څه تړاو لري؟ آيا په رښتيا هم د دروازو په تړلو او پر ډيورنډ کرښه د کټارو په لګولو سره د ترهګرو د تګ راتګ مخه نيول کيدلی شي؟ پر ډيورنډ کرښه د وروستيو تحرکاتو څخه د پاکستان موخه څه ده؟ پاکستان څه غواړي او افغان حکومت څه کوي؟

کابو يوه نيمه مياشت وړاندې د پاکستان سند آيالت د لعل شهباز قلندر زیارت دننه درنه چاودنه و شوه، چې په کې د لوړ پوړو پولیسو افسرانو په شمول ۷۲ تنه ووژل شول او له ۲۵۰ زیات نور ټبیان شول. وروسته بيا د دغې خونړي برید مسولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست. داعش د انټرنټ له لارې دوی پورې اړوند اعماق ویب سايټ له لارې په خپور کړي پیغام کې وويل چې په پاکستان کې په زیارت کې بريد د دوی وسله والو کړی دی. خو پاکستاني چارواکو تور په افغانستان پورې کړ او ادعا يې وکړه چې د دغه برید تنظيمونکي په افغانستان کې فعالیت کوي.

دا چې پاکستان له دغې بريد وروسته سمدستي د تورخم او چمن دروازې د مسافرينو پر مخ د تګ راتګ لپاره وتړلې او اوس په وروستيو کې يې پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم او کټارو لګول پیل کړي دي؛ پاکستان ترې دوه موخې لري.

لومړی: پاکستان غواړي د لال شهباز قلندر پر زيارت له بريد څخه ببو جوړ کړي او له نړيوال فشار څخه د خلاصون لپاره ځان ته لار پيدا کړي. په دې معنا چې ويل کيږي اوسمهال پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله په نړۍ کې د منزوي کيدو په حال کې دی او نړيوال فشارونه پرې ډيرېدونکي دي، دغه هيواد او د دې لپاره چې نړيوالو ته ځان دترهګرۍ قرباني وښيې؛ د لال شهباز قلندر زيارت بريد نړيوالو ته مخې ته مخې ته کوي. په دې سره به هغه تور چې په دې هيواد د ترهګرۍ د ملاتړ له امله لګيدلی پر افغانستان پورې کړي او ځان به د افغانستان لخوا د ترهګرۍ پر اوښتلو نړۍ ته د ترهګرۍ قرباني معرفي کړي.

دويم: پاکستان غواړي د ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستانه د ترهګرو د وراوښتلو د مخنيوي په پلمه په ډيورنډ کرښه کټارې ولګوي او په دې ترتيب د ډيورنډ د رسميت لپاره ثبوت پيدا کړي. د ډيورنډ د رسميت لپاره ځکه ثبوت پيدا کوي چې پر دغې فرضي کرښې د کټارو د لګولو په غبرګون کې افغانستان يوازې په يوې اعلاميې بسنه کړې او نور يې دغه مساله شاته غورځولې ده. افغان حکومت يوازې دومره ويلي چې پر ډيورنډ کرښه د کټارو لګول د ترهګرۍ سره په مبارزه کې هيڅ ګټه نه کوي. حکومت دې ته پام نه کوي چې د پاکستان اصلي هدف ډيورنډ ته رسميت ورکول دي او د ترهګرو تګ راتګ مخنيوی هسي پلمه ده.

په دې برخه کې بايد افغان حکومت کلک دريځ ونيسي. لکه څنګه چې مشرانو جرګې غوښتنه کړې؛ حکومت بايد پر ډيورنډ د کټارو لګولو په اړه پاکستان ته خپل شديد اعتراض وړاندې کړي او دلته په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړي. همدارنګه بايد د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې له پاکستان سخت شکايت وکړي. که حکومت پر ډيورنډ کرښه د پاکستان تحرکات بابيزه وګڼي نو دا به په اوږد مهال کې له ټول افغان ولس سره ستره جفا وي چې پاکستان به له فرصته په ګټې اخيستنې د ډيورنډ د رسميت لپاره لار نور ثبوتونه هم پيدا کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply