لطیف یاد/دمشهورې سندرغاړې میرمن رخشانې یاد

0 2,593

میرمن رخشانه چې اصلي نوم یې حمیده و په شپيتمو او اویا یمو لسیزو کې دافغانستان دپښتو او دري ژبو نامتو او وتلې سندرغاړې وه .نو موړي دجنرال اصیل خان وزیري لور او په قوم وزیره پښتنه وه . موریې خدیجه طرزي نومیدله او دافغانستان دخپلواکۍ داتل اعلیحضرت امیر امان الله خان په وخت کې دمو سیقۍ ښوونکې وه او نجونو ته یې موسیقي ورزده کوله .. رخشانې په سلګونو پښتو او دري سندرې ویلې دي چې ډیرې سندرې یې دراډیو افغانستان دمو سیقۍ په آرشیف کې خوندي دي . میر من رخشانې دپښتنو هنرمندانو ارواښاد استاد اولمیر او قمرګلې سره هم ګډې پښتو سندرې لري . دې دافغانستان په لومړني فلم روزګاران کې هم یوه سندره ویلې ده. .
بایدوویل شي هغه وخت چې ارواښاد استادعبدالروف بینوا دراډیو افغانستان رئیس و نو درخشانې هنري نوم ی پر هغې باندې کیښود.
میرمن رخشانه د شهید داود خان درژیم په وروستیو وختونو کې امریکا ته لاړه او تر هغې ورځې وروسته یې دخپلو هنري هڅو او هلو ځلو سره خدای پاماني وکړه .. میرمن رخشانه دحبیب ، حمید ، زبیر او مسعود په نامه څلورزامن او درویا په نامه یوه لور لري .
میرمن رخشانې دپښتو شاعرانو او په هغوکې دارواښاد شهید سیلاب صیب ډیر شعرونه خپلو پښتو سندرو کې ویلي دي .
ویل کیږي چې یو ځل دمصر دهیواد نه یو کلتوري هیئات افغانستان ته راغلی و او کله چې میرمن رخشانې خپل کنسرت ورکړ نو دهغو دومره خوښ شو چې دې ته یې دمصر دنامتو سندرغاړې ام کلثوم لقب ورکړ.میرمن رخشانه دخپلو هنري فعالیتونو او کنسرتونو دورکولو لپاره دتاجکیستان ، اوزبیکستان ، چکو سلواکیې او ایران هیوادونو ته هم هنري سفرونه کړي دي ..
دمیر من رخشانې ځینې پښتو سندرې په لاندنیو لینکونو کې اوریدلای شئ !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply